چين امريکا ته: د اوکراين او روسيې پر جګړه  تيل مه شېندئ 

د روسيې او اوکراين ترمنځ د نښې يوولس ورځې پوره کېږي، خو لا تر اوسه روسيې پر اوکراين بشپړ کنټرول نه دی پيدا کړی. هر څومره چې روسيه په پوځي ډګر کې د اوکراين په خاوره کې وړاندې تګ  کوي، همدومره د امريکا  متحد ايالت د روسيې پر نبض پښه ږدي. تېرو څو ورځو کې د امريکا اړوند، سترو سوداګريزو شرکتونو- فېسبوک، مايکرو سافټ، آپل، ډېل او نورو، روسيه کې د خپلو فعاليتونو د بندولو ويلي دي. امريکا او ملګرو هېوادونو يې د روسيې پر وړاندې د سختو او پراخه اقتصادي بنديزونو ويلي دي، چې ځيني اوس پلي شوي او  ځيني د پلي کېدو په درشل کې دي. 

د روسيې او اوکراين په نښته کې امريکا هم  دننه او د پارونکي لامل په توګه شمېرل کېږي. دا چې نن د اوکراين او روسيې ترمنځ وضعيت تر نښتو ورسېد، تر شا يې د امريکا او ناټو غړو هېوادونو  لاسونه بلل کېږي، چې اوکراين يې د روسيې پر وړاندې پارونکو کړنو ته هڅولی وو. 

د چين په څېر د روسيې ملاتړي هېوادونه بيا د امريکا د لاس وهنو ډک سياستونه غندي او ور سره مخالفت ښيي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته ويلي چې هېواد يې د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې د اوکراين او روسيې ترمنځ نښته  پيچلې کوي او د جګړې ته پراخېدو ته په کې لمن وهل کېږي. 

د چين د بهرنيو چارو وزير د بحران د حل لپاره د خبرو اترو او همدارنګه د اروپا لپاره د يو متوازن امنيتي ميکانيزم د رامنځته کولو ويلي او د هغه سياستونو سره يې مخالفت ښوودلی، چې وضعيت لا جګړيز کوي. وانګ يي وويل، امريکا او اروپا بايد د روسيې پر امنيت د ناټو  د امنيتي پروګرامونو منفي اغېزو ته پام وکړي او که چېرې دا پام په تېر کې شوی وای، نو اوس به وضعيت تر دې بريده نه رسېده. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلینکن ټینګار کړی چې نړۍ د روسیې د تېري په ځواب کې په یووالي عمل کوي او ډاډ ورکوي چې مسکو به لوړه بیه پرې کړي، خو چين بيا امريکا سره دې برخه کې چې پر روسيې دې بنديزونه ولګول شي، ملګرتيا نه کوي. 

چين وايي، د ټولو هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد درناوی وشي، خو د بنديزونه مخالفت کوي او زياتوي چې  بنديزونه  نوې مسئلې رامنځته کوي او د سياسي جوړجاړي بهير ګډوډوي.

امريکا او ملګري هېوادونه يې د اوکراين او روسيې  ترمنځ اوسنۍ لانجه کې غبرګ رول لوبوي؛  له يوې خوا اوکراين سره اقتصادي، تجهيزاتي، د ټېکنالوژۍ برخې او وسلو مرستې کوي او له بلې خوا، بيا امريکا هڅه کوي، چې پر مسکو بېلا بېل بنديزونه ولګوي او دې سره يې د اوکراين پر وړاندې وړتياوې راکمې او شا تګ ته يې اړ کړي.