د عبدالعلي مزاري نوم سره د ملي يووالي او وحدت کلمو تړل،

عبدالعلي مزاري ۱۳۲۶ لمريز کال  کې  د بلخ ولايت په چارکنت ولسوالۍ  کې زږېدلی وو. نوموړی په قوم هزاره او په مذهب شيعه وو. د مزاري په اړه ويل  کېږي، چې پلار يې قزلباش وو، خو مور يې هزاره توکمه وه او د مور د نسب پر اساس ده هم ځان هزاره قوم پسې وتړو. د عبدالعلي مزاري کورنۍ اصلاً د باميان ولايت د ورس ولسوالۍ وه، خو کالونه وړاندې بلخ ته ګډوال او هلته ځايي شوي وو. 

عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ل کال کب پر ۲۲ نېټه د طالبانو  لومړنۍ واکمنۍ کې ووژل شو. د نوموړي د مرګ داستان داسې دی، چې دی له غزني کندهار ولايت ته په چورلکه کې لېږدول کېدو؛ غزني ته د چورلکې په رسېدو سره، نوموړي او ور سره کسانو يې په طالب سرتيرو بريد وکړ او دې سره نښته پيل چې نوموړی له چورلکې په منډه شو. وروسته دی له نور طالب جنګياليو سره مخ کېږي او په دې جريان کې وژل کېږي. 

د تېر جمهوريت په راتګ سره هر کال د عبدالعلي مزاري د مړينې ورځ په مراسمو لمانځل کېده. ملاتړي يې ورته شهيد وايي، وير پر کوي او په اړه يې سترې او کوچنۍ خيالي فلسفې وايي. د تېر نظام  د محمد اشرف غني په لومړۍ دوره کې، عبدالعلي مزاري ته د ملي يووالي شهيد لقب د غني له خوا ورکړل شو. تېر حکومت کې يو شمېر کسانو د سياسي مصلحتونو په پار او ملاتړو يې په کذاب توصيف سره مزاري سره د ملي يووالي لقبونه تړل، د نوموړي نظريې يې پر ملي يووالي پسې  تړلې بللې او د مزاري له نوم سره به يې د وحدت او يووالي ويل. 

دا چې عبدالعلي مزاری  او ملي يووالی او وحدت سره څومره لېرې مسلې دي، نو دلته د مزاري ځينې کړنې او افکار درته ليکو. 

- لومړی دا چې مزاري به د افغانيت کلمې سره حساسيت درلود. د نوموړي په يو شمېر ويناوو کې ښکاري، چې دی د افغان پر ځای ځان ته د افغانستاني خطاب کوي. مزاري افغان کلمه يوازې په پښتون قوم پورې تړلې بلله او ځان ته به يې افغانستانی ويلو. 

- د عبدالعلي مزاري ډېر کار او تمرکز پر هزاره والي وو. نوموړي هېڅکله د پښتون، تاجک، ازبک او د افغانستان د نورو قومونو د حقوقو او ځای په پار غږ نه دی پورته کړی. نوموړي به هر وخت ويل چې افغانستان کې هزاره ګان محروم دي او بايد حقوق ورکړل شي. د مزاري په وينا چې هزاره ګانو ته په افغانستان کې د مجرمينو په سترګه کتل کېږي او داسې مبارزه بايد وشي، چې هزاره والی په کې جرم نه بلکې وياړ او افتخار وي.  

- د نوموړي بله هڅه دا وه چې د شيعه ګانو جعفري مذهب بايد افغانستان کې د سني مذهب په ډول په رسميت وپېژندل شي. هغه د خپلو سياسي مبارزو ډېره برخه د هزاره ګانو او شيعه ګانو لپاره ځانګړنې کړې وه. نه يوازې چې د پردې تر شا يې دا سياست وو، بلکې په څرګنده به يې ناستو او غونډو کې هم د هزاره ګانو او شيعه ګانو د حقوقو ويل. 
 
- نوموړي ۱۳۶۸ل کال کې د افغانستان د اسلامي يووالي يا حزب وحدت اسلامي افغانستان په نوم ګوند جوړ کړ. دې ګوند کې يې نېږدې اته هزاره اکثريت سياسي ډلې سره راټولې کړې او بشپړ يو هزاره ګوند يې  جوړ کړ. دغه ګوند کې نه پخوا او نه اوس چې په دوه برخو وېشل شوی دی، له هزاره ګانو بل څوګ نشته. 

- مزاري د کابل کورنيو جګړو مهم اړخ وو. نوموړی کورنيو جګړو کې سياف سره ښکر په ښکر شو او دې ترڅ کې زرګونه پښتانه ووژل. مزاري د احمد شاه مسعود او برهان الدين رباني په مشرۍ شمال ټلوالې او شورا نظار سره هم نښې درلودې او هلته يې هم تاجکان وژلي وو او قتل عام کړي وو. 

نو اوس که چېرې د عبدالعلي مزاري نظريو او کړنو ته وګورو او بيا د نوموړي نوم سره د ملي يووالي او ملي وحدت کلمو اخېستل دغه کلمو ته سپکاوی دی. مزاری بشپړ قوم پاله او مذهب پاله کس او ورته وخت کې جګړه غوښتونکی او جنګ سالار وو. نو هغوی چې نوموړي ته د ملي يووالي لقب ورکوي او يا د ملي يووالي مبارز يې يادوي، خيانت او ستره مبالغه ده.