ښځو کې شنډوالی؛ نښې او لاملونه يې 

ميرمنو کې شنډوالی يو طعبيي بهير دی، چې ډېر ځلې له ۳۵کلنۍ پورته عمر کې پيدا کيږی. ځينو ميرمنو کې دغه حالت په غيري نارمل ډول واقع کيږي او له واده وروسته، څو کالونو کې حمل نه شي اخېستلی، چې شنډوالی يا Infertility ورته وايي. د شنډوالي طبي تعريف داسې دی، چې که چېرې د ادارې سره - سره، ميرمن د يو کال په موده کې اميدواره نه شي، نو شنډوالی رامنځته شوی دی. بل تعريف يې داسې دی، چې که چېرې ښځه او خاوند له شپږو مياشتو بيا تر يو کال داسې کوروالی چې د اولاد نه پيدا کېدو درمل او نورې  وسيلې په کې نه وي کارول شوې، تر سره، خو بيا هم ميرمن حمله نه شي، شنډوالی ورته وايي. 

د ميرمنې حمل نه اخېستو ستونزه په ښځه او خاوند دواړو کې شتون لري. مطلب دا چې ښايي  ستونزه ميرمنه کې وي او يا هم خاوند کې، چې له امله يې اولاد نه پيدا کېږي. د شنډوالي لاملونه ډېر دي، خو ځيني وخت داسې هم وي، چې له ټولو طعبيي معايناتو وروسته، هېڅ ستونزه هم پيدا نه شي او دې وضعيت ته، unexplained infertility وايي. 

ميرمنو کې د شنډوالي نښې: 
- د شنډوالي ستره نښه نه اميدواري ده. ښځه او خاوند کوروالی کوي، خو بيا هم له شپږو مياشتو او يا يو کال موده کې حمل نه اخېستل کېږي. له حمل نه اخېستو وراېخوا، ځينې نور نښې هم شتون لري، چې شنډوالی په ګوته کوي. 

- ميرمنو کې مياشتنۍ ناروغي بې قاعدې شي. کله ډېر اوږد وخت لپاره ورکه او بيا ځيني وخت ژر راځي. هغه ځانګړې ورځې چې د دوه مياشتنيو ناروغيو ترمنځ شتون لري، بې ترتيبه؛ لږې او ډېرې شي.  دې سره څنګ کې، د مياشتۍ ناروغۍ پر مهال د وينې مقدار هم نامنظم او د عادي حالت په څېر نه وي. 
- مياشتنی عادت دردونکی وي. د ميرمنو ملا، د خاصرې لګن او د وجود نورې برخې درد کوي. 
- ځيني ميرمنو کې د شنډوالي نښې دا وي، چې د پوستکي ناروغۍ ورته پيدا شي؛ پر وجود يې ځوانکې او ورته نورې دانې راڅرګندې شي. 
- جنسي لېواليتا کمزوري او ځينو  کې په بشپړ دول له منځه لاړه شي؛ وزن زيات او د وېښتانو توېدنه پيل شي. که چېرې جنسي اړيکې هم تر سره کېږي، نو د ميرمنې لپاره دردونکې وي. 

ميرمنو کې د شنډوالي لاملونه: 
-  ميرمنو کې د فیلوپین ټیوبونو ستونزې چې د تخمدان څخه رحم ته هګۍ لیږدوي.
- سګرېټ څکول هم په ميرمنو او بيا په هغه ميرمنو کې چې عمرونه ډېر وي، د شنډوالي تدريجي سبب کېږي. 
- هغه ميرمنې چې وزن يې ډېر وي او يا هغه ميرمنې چې ډېرې ډنګرې وي، حمل نه شي اخېستلی او د وزن اړوند شنډوالی ورته وايي. 
- په طعبيي ډول، له ۳۵ کلنۍ پورته عمر کې طعبيي شنډوالی رامنځته کېږي. هغه ميرمنې چې عمرونه يې له ۴۵ کلنۍ پورته شي، حمل ننه شي اخېستلی او ډېرې کمې داسې ميرمنې شتون لري، چې له ۴۵ کلنۍ پورته عمر کې هم حمل اخلي. 

ځيني خواړه او ميوې شتون لري، چې په استفادې سره يې ميرمنې په کم عمر کې د شنډوالي ژغورل کېږي، خو که چېرې د يو کال دننه ميرمن حمل وانه خلي او اراده ورته شتون ولري، نو بيا اړينه ده چې اړوند ډاکټر سره وکتل شي او دې برخه کې شته طبي لارې او درمل پلي شي.