د سترګو ناروغيو او تت ليد برخه کې هغه وخت مسله د هېښتيا وړ نه وي، چې د اغېزمن کس عمر ډېر وي. د عمر په اوږدو کې ډېر تيلفون کارول، کمپيوټر ښېښې او نورو رڼاګاڼو سره نېږدې پاتې کېدل، ځينې ناروغۍ او نور سبب کيږي، چې د سترګو ليد تت او کمزوری شي. د عمر په ډېرېدو سره لسګونه نورې پېښې او لاملونه هم شته چې د سترګو ليد تتوي. دې ليکنه د کم عمره ماشومانو د تت ليد او کمزوري نظر په اړه مالومات درکوو.
ماشومانو کې د تت او کمزوري ليد نښې
- د سترګو رنګ سور او خړ وي؛
- هر وخت له سترګو اوښکې او اوبه بهيږي؛
- له روښنايۍ او رڼا سره ډېر حساسيت لري؛
- سترګې يوې خوا کږې وي.
ماشومانو کې د تت او کمزوري ليد لاملونه
- هغه ميندې چې د اميدوارۍ پر مهال شراب او نور الکولي مشربات څښي او همدا ډول ځيني نشه يي توکي کاروي، نو له زېږون وروسته يې د ماشوم د سترګوو ليد تت او د سترګو ستونزې لري.
- د ماشوم د پيدا کېدو په لومړيو اوونيو او مياشتو کې که چېرې د ماشوم د پاکوالي سم خيال ونه ساتل شي، نو ځيني مضرې بکترياوې او ويروسونه هم سترګې ميکروبي کوي او له امله يې د سترګو ليد خرابيږي.
- که چېرې نوي پيدا شوي ماشومان له برېښنايي وسايلو، لکه موبايل او کمپيوټر سره لوبې کوي، نو دا يې هم پر سترګو بد اغېز کوي. ځيني کورنۍ په دې پار چې ماشوم ارام وي، نو ډېر کم عمر کې د لوبو او ګيم لپاره موبايل ورکوي خو په دې وخت کې د ماشوم سترګې د موبايل ښېښې او د کمپيوټر سکرين تېزې رڼا لپاره چمتو نه وي.
- ځيني ماشومانو کې د سترګو کمزوری او تت ديد ارثي وي. که چېرې د ماشوم پلا او مور د سترګو ستونزې ولري نو په جنيټکي ډول پر نوي پيدا شوي ماشوم هم اغېز کوي او ليد يې تتيږي.
ماشومانو کې د تت او کمزوري ليد درملنه
هر کله چې پلار او مور د ماشوم د سترګو په ستونزو او تت ليد پوه شي، نو غوره ده، چې ژر اقدام وکړي او ډاکټر سره پرې مشوره وکړي. لومړيو کې شونې ده، چې په اسانۍ سره د سترګو د تت او کمزوري ليد درملنه وشي، خو که چېرې ډېر وخت پر تېر شي، نو بيا د تت ليد درملنه ستونزمنه کېږي.
د مخېنوي لپاره يې بايد هغه لاملونه چې پورته ذکر شول، جدي پام کې ونېول شي. په ځانګړي ډول د ماشوم د ارامولو لپاره هغې ته بايد موبایل ورنه کړل شي. همدا ډول د تلويزون په پرده ډېر کارتون کتل او کمپيوټر په اختيار کې ورکول، د وخت په تېرېدو سره د ماشوم پر سترګو ناوړه اغېز کوي؛ د سترګو نظر تت او کمزروی کوي.
وروستي