د زیلینسکي تشويق؛ د اوکراين خونړی برخليک

د امريکا او ناټو مخالف سياسي اړخونه په دې اجماع لري، چې د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد بنسټيز او پارونکی لامل د ناټو او امريکا سياستونه او کړنې وې چې په څرګنده د روسيې ملي ګټو او ملي امنيت سره په ټکر کې وې.  د ناټو له ۳۰ غړو هېوادونو، غوڅ اکثريت يې د امريکا په دريځ او خوله روان دي. ناټو کې به يوازينی هېواد ترکيه، دوه يا درې نور داسې وي، چې د امريکا له سياستونو سره په څرګنده او يا هم پټه هوکړه نه لري او ځان يو څه ترې لېرې نيسي. امريکا د خپلې زبرځواکۍ ساتنې لپاره لومړی د ناټو په څېر يوې ټلوالې ته اړتيا لري او دويم بايد د روسيې او چين غوندې هېوادونه تر هغه ځايه ونه رسيږي، چې د امريکا هجمون وګواښوي. 

په تېرو څلورو لسيزو کې د چين چټک اقتصادي او دوه لسيزو کې د روسيې پوځي او اقتصادي چټکو يونونو د امريکا زبرځواکي د اوج څخه پر نزولي مسير برابره کړې ده. امريکا له هرې هغې شونې لارې ګټه اخلي چې نړۍ کې کوم داسې هېواد او ټلواله يې پر وړاندې شتون ونه لري، چې له امريکا اوسنی زرو زور واخلي او د امريکا ځای ناستی/ې شي. د همدې سياستونو په ترڅ کې امريکا له تېرې يوې نيمې لسيزې په اوکراين کې د لاسوهنې ډک سياستونه کوي او روسيه پر تهديدوي. 

سياسيون او د نړۍ مشران خو بايد ښه ژور پرې پوه وي، خو د امريکا د نيمې لارې ملګرتيا او سياسي استفاده اوس عامو خلکو ته هم ښکاره شوې ده. امريکا داسې ملګرتيا کوي چې پايله يې د امريکا د ملګري، واقعي شخصيت مرګ او د ملګري حقوقي شخصيت ويجاړي او بربادي وي. 

د اوکراين اوسنی ولسمشر ولادميير زیلینسکي له هنري ډګر نيغ سياسي ډګر ته ننوت. دی غرب داسې لاس کې نېولی دی، چې هم به ځان تباه او هم به اوکراين خونړي برخليک سره مخ کړي. دا د لوېديځ رسنۍ دې، چې له دوه کاله وړاندې کمېډي زیلینسکي څخه يې اوس اتل او د زړونو ولسمشر جوړ کړی دی. تاسې به لېدلي وي، دوه ورځې وړاندې د زیلینسکي مجازي وينا ته د اروپايي ټولنې د پارلمان غړي په درناوي د دقيقو لپاره پر پښو ولاړ او لاسونه يې له پړکولو نه ښکارېدل. همدا تشويقي سياستونه دي، چې د اوکراين وضعيت يې دې بريد ته رسولی. 

امريکا، ناټو او د غرب رسنۍ پراخه پروپاګندا کوي. دوی ولسمشر زیلینسکي داسې تشويقوي، چې د روسيې پر وړاندې په جګړه کې يې ښه ور مست کړي. که زیلینسکي  بريالي شي، نو هسې هم د امريکا او ناټو ډوډۍ غوړه او لوبه يې ګټلې ده، خو که چېرې خبره خرابه شي، نو بيا به د زیلینسکي برخليک د صدام حسين، معمر القدافي، حسني مبارک او محمد مرسي په ډول کېږي. 

پروپاګندا د امريکا د سياست بنسټزه برخه جوړوي. دوی په دې سياست کې ترهګر، نړۍ ته ګواښ، له بريد وړاندې اقدام، بشر دوستي، د بيان ازادي او نور رانغاړي او په کې خپلې موخې تر لاسه کوي. د افغانستان په شمول، هره هغه نړيواله مسله او هېواد کې چې د امريکا سياست دننه شوی وي، پايله يې له خونړي برخليک بل څه نه وي. روسيه خو د امريکا له اغېز  خوندي ده، خو که اوکراين هم په رېښتيا جګړه او سوله کوي، نو تر ټولو اړينه ورته د امريکا د لاس وهنې لاس پرې کول دي. که چېرې د امريکا او ناټو او لوېديځ رسنيو تشويق وي نو د اوکراين به ويجاړ او خونړی برخليک وي.