د پروستات سرطان (نارينو کې د تناسلي سېسټم ناروغي) په اړه يې ډېر پوه شئ

د پروستات سرطان په نارینه وو کې د سرطان یو عام ډول دی، او په اړه يې ښه مسله دا ده، چې په لومړیو پړاونو کې د درملنې وړ دی. دغه سرطان پروستات غُده کې پيدا کيږي. پروستات غُده نارينو کې د تناسلي آلې او مثانې ترمنځ واقع ده. وجود کې پروستات غُده بېلا بيلې دندې لري، چې مهمې يې دا دي: د نارينه د سپرم د لېږد او غښتلتيا لپاره هورمون توليدوي؛ د PSA په نوم د دغه غُدې اړوند انټي جن ساتي؛ د سپرم مايع حالت ساتي او بل دا چې د تشو متيازو کنټرول تر سره کوي. 

د سرطان د دغه ډول په اړه وروستۍ خپرې شوې څېړنې ښيي، چې پرمختللو هېوادونو کې په هرو اتو نارينه وو کې يو يې پر دغه سرطان ککړ او دا چې د درملنې وړ دی، نو له هرو ۴۱ کسانو يو کس د پروستات سرطان له امله ژوند له لاسه ورکوي. خو اړينه دا ده، چې د پروستات سرطان څخه د ژغورنې په پار بايد هغه وخت درملنه پيل شي چې سرطان په لومړيو پړاونو کې وي. که چېرې سرطان وروستيو پړاونو ته رسېدلی وي، نو بيا يې درملنه بيخي او يا ډېره کمه شونې ده. 

د پروستات  سرطان نښې
- د رڼو متيازو د کولو پر مهال ستونزې؛ ځيني وخت داسې هم وي، چې پر پروستات سرطان ککړ کس خپلې رڼې متيازې نه شي ساتلی او بې اختياره ترې ځي. 

- که څه هم مثانه او پښتورګي خالي وي، پر پروستات سرطان اخته ککړ داسې احساس کوي، چې تشې متيازې ورغلې دي او دا نښه د سوزاک نښو په څېر ده. ډېر ځلې، د شپې پر مهال ناروغ کس ته د تشو متيازو احساس پيدا کېږي. 

- هغه مهال چې تشې متيازې کوي، نو فشار يې کم وي او هغه کسان چې په عادي ډول تشې متيازې کوي، دې ناروغۍ لرونکي کسان يې په ارام کوي. 

- ځيني وخت په تشو متيازو او مني کې وينه لېدل کېږي. همدا ډول د تشو متيازو پر مهال او هغه وخت چې مني وځي او کس انزال کېږي، نو سخت درد احساسوي. 

- تناسلي آله، خاصرې لګن او ملا کې درد شتون لري. ځينې شديدې نښې يې دا دي، چې هډوکي درد کوي، ستړيا احساسيږي او وزن هم په کې له لاسه ورکول کېږي. 

د پروستات سرطان لاملونه 
د اوسنيو پرمختللو وسايلو او درملو سره - سره، تر اوسه هم دا نه ده څرګنده شوې، چې د پروستات د سرطان اصلي لاملونه څه دي. يو ستر لامل عمر ښوودل کېږي او هغه نارينه چې عمرونه يې له ۵۰ کلنۍ پورته وي د نورو په پرتله ډېر پر پروستات سرطان اخته کېږي. 

يو بل لامل چې د پروستات سرطان لامل شمېرل کيږي، کورنۍ مخېنه ده. هغه کسان چې په تېر کې يې د کورنۍ کوم غړي د پروستات سرطان تېر کړی وي، نو ډېره شونتيا شته، چې د کورنۍ نور غړي او په ځانګړې ډول نارينه اولادونه پرې اخته شي.