له سړې جګړې وروسته نړۍ امريکا ته ور پاتې؛ په کې زبرځواک يا هجمون هېواد شو. د امريکا په زبرځواک کېدو سره، د نړۍ پر سترې او کوچنۍ مسلې د امريکا سر لغړ وو. دا يوازې امريکا نه، بلکې د نړۍ هر ستر هېواد چې د تاريخ په اوږدو کې زبرځواک شوی، د خپلو پراخه ګټو د خوندېتوب په پار د نړۍ د هېوادونو په سياستونو او چارو او نړيوالو سازمانونو کې لاس وهنې کوي. د اوکراين او روسيې په کړکېچ او ورپسې بيا د دغه دوه هېوادونو ترمنځ نښته کې د امريکا پوځي شراکت شتون نه درلود. دا چې روسيه يې پر اوکراين بريد ته اړه کړله، په اوکراين او سيمه کې د امريکا پارونکي سياستونه وو او بيا چې کله ولسمشر پوتين پر اوکراين د بريد پلانونه ځان ته پر مېز کړل، نو د امريکا نېوکې او د مخنېوي فشارونو شتون درلود. ډېری دې ته حيران دي، چې ولې امريکا پر اوکراين د روسيې د بريد په غبرګون کې، اوکراين ته د مرستې په پار پوځيان ونه لېږل؟ دلته يې يو څو لاملونه په ګوته کېږي.
۱- اوکراين اوس وخت کې امريکا دومره مهم نه دی، چې د روسيې غوندې ستر هېواد سره په کې ځان په پوځي ډول مخامخ او جګړه کې ښکېل کړي. د امريکا او اوکراين اوسنۍ اړيکې داسې دي، چې نه اوکراين د امريکا ګاونډ هېواد دی؛ پراخه سوداګريزې اړيکې سره نه لري؛ اوکراين کې د امريکا پوځي شتون او آډې له وړاندې نه وې او مهم دا چې اوکراين د ناټو سازمان، چې امريکا يې په سر کې ده، غړی هېواد نه دی. نو مسايلو ته په کتو امريکا ته دا په زيان وه، چې د اوکراين په مسله کې روسيې ځان مخامخ کړي.
۲- که چېرې د امريکا د اوسني ولسمشر جوبايډن سياستونه وکتل شي، نو له ۲۰۰۴کال وروسته هغه د امريکا له پوځي دننه کېدو سره مخالفت ښيي. جوبايډن په ۱۹۹۵ز کال په بالکان کې په قومي جګړه کې د امريکا پوځي دننه کېدنه ستايلې وه او بيا يې په ۲۰۰۳ز کال پر عراق د امريکا يرغل ته هم مثبته رايه ورکړې وه. خو يو څه وخت وروسته د جوبايډن سياسي دريځ د امريکا د پوځي مداخلې سره مخالف شو. نوموړي د بارک اوباما له خوا پر لېبيا پوځي بريد سره مخالفت وښوودلو او همدا ډول يې له افغانستانه د خپلو پوځيانو پر اېستنې ټېنګار کولو په پای کې يې همداسې وکړل. د بايډن بهرني سياست څخه خبر شنونکي دا شننه کوي، چې جوبايډن اوس دې ته لومړيتوب ورکوي چې نړيوال اقليم بدلون باندې تمرکز وکړي، د نړۍ په کچه د خپرېدونکو ناروغيو برخه کې د خپل هېواد په ګټه سياست ولوبوي او همدا ډول اقتصادي برخه کې له چين سترګه کوي او د پوځي دننه کېدنې پر ځای، هڅه کوي، چې له نورو لارو خپله هجموني وساتي.
۳- امريکا کې شوې څېړنې او سروې ښيي، چې نېږدې ۷۲ سلنه امريکايان نه غواړي، چې هېواد او حکومت يې د نړۍ په مسايلو کې پوځي مداخله وکړي. له پوځي لاسوهنو د امريکا ولس ضرر موندلی او هغه انساني او مالي توان چې د امريکا ولسمشرانو د جګړو له امله د امريکا ولس ته اړولی دی، نن يې امريکايان جبرانوي. امريکا کې د بيو لوړوالی د بېلګې په ډول يو هغه لامل دی، چې غوڅ امريکايي ولس د نړۍ په هېوادونو کې د امريکا پوځي شتون سره مخالفت ښيي. کله چې د اوکراين او روسيې مسله شوه، نو د نظر پوښتنو اړوند د امريکايانو رايه دا وه، چې امريکا بايد ځان په کې ککړ او دننه نه کړي.
۴- امريکا اوس وخت کې د چين او روسيې په ډول له هغه هېوادونو پوره سترګه کوي، چې اټومي وسلې لري. که چېرې امريکا اوکراين ته د روسيې په مقابل کې پوځيان لېږلي وای، نو دا په نيغ ډول د امريکا او روسيې مخامخ کېدنه وه او ستره شونتيا دا وه چې نړيواله او هغه هم اټومي جګړې سره پيل شي. د بايډن حکومت، د اټومي او مستقيمې جګړې له ويرې د اوکراين په مسله کې ځان شاته کړ. جوبايډن په خپلو ويناوو کې هم اعتراف کړی وو، چې روسيې سره مخامخ کېدنه کوچنۍ مسله نه ده او خورا کنګس کوونکې ده.
د امريکا په څېر هېواد چې په تېر کې په لويو او کوچينو بهانو د نړۍ هېوادونه لاندې کړي دي، نو هغه وخت چې د اوکراين پر سر روسيې سره د مخامخېدو خبره کېږي، ورته برخليک ټاکونکې موضوع ده. که چېرې له يوې خوا امريکا په دې هڅه کې ده، چې اوکراين ته د پوځيان په نه لېږلو سره خپلې ملي ګټې ښې خوندي کولی شي، خو په ورته وخت کې، دا امريکا شاته کېدل د امريکا د زبرځواکۍ لپاره يو تدريجي زوال هم کېدلی شي.
وروستي