ځوان


ځوان
ځوانان باید ځوانې هیلې او ځوان فکر ولري، ځکه دا انرژي د ځان جوړونې او ټولنه کې د تحول راوستو گام اخستل دي؛ ترڅو فردي، کورنی او ټولنیز فکر وغوړیږي.

په ډېریو هېوادونو کې د ټولنې د بدلون او فکري مسیر د انتخاب لپاره په ځوان نسل د پانګونې او روزنې لپاره هڅې روانې وي. همدا نسل کولای شي، چې په خپله انرژي او ذکاوت د افرادو ترمنځ نږدېوالی راولي. موږ چې د تعلیمي سیسټم او ټول روزنیز بهیر څخه زوریږو تل مو د ناهیلیو بازار تود وي؛ خو داسې فکر د شته او راتلونکي نسل ترمنځ  لرېوالی اختیاروي. د انسان روزنه یوازې په تعلیم بناء کېدل د ټولنې ځینې ستونزې کمولی شي؛ خو دا داسې تعلیم سره د صبر، زغم، تعامل او یو بل منلو په کلتور کار کول اړین دي؛ ترڅو د ځوان تفکر سره د تېر، حال او راتلونکې د نښلولو مسوولیت احساس ورله غاړې شي، چې د دې تفکر بناء د انسانانو ترمنځ د تعادل په داسې تار غځولو کېدای شي، چې د فکر  او عمل لوری وټاکي. موږ د هرې وینا او فکر سره تقابلي چلند کوو او فردي غوښتنې پکې برملا کوو. دا هم د ټولنې د عامه ذهنیت د خربوالي او له تدبیره لرې گام اخستل دي. 

هر لوستی ځوان باید د خپلې وینا څخه د یوې مثبتې الې په شکل کار واخلي، ځکه نالوستې ټولنې سترگې او لاسپیکر همدا لوستی پوړ وي، چې د ټولنې د فکري او شخصیت سیمبول په سترگه ورته کتل کېږي، د ده د هر گام سره د ټولنې د بدلون  هیلې  تړلي دي. 

راځﺉ د ژوند له هرې شېبې څخه د ځوانو هیلو په دایره کې کار واخلو او د خیالونو له نړۍ د فکر او عمل زانگو ته ځان ورخطا کړو. ځوانان د هرې پدیدې سره د کار کولو  زمینه برابرولی شي، د ټولنې او هېواد سترگې هم دې پوړ ته وي.