د لوی درز يا بېګ بېنګ (Big Bang) نظريه 

دا چې په اوسنۍ بڼه کاینات څه ډول رامنځ ته شوي او له کله شتون لري، په اړه يې ډېرې څېړنې او مناظرې تر سره شوې دي. کاینات چې د ستورټالونو يا کهکشانونو مجموعه ده، دومره لوی دي، چې انساني فکر يې د سپړنې او څېړنې څخه عاجز دی. د نړۍ اوسنۍ ټېکنالوژۍ هم دا په کره توګه نه ده موندلې چې کاينات څنګه او کله منځ ته راغلي دي او بيا څنګه د کايناتو له منځه په مېلېونه ستورټالونه پيدا شوي دي. دې برخه کې هر څه د وړاندوينې، نظريې او احتمال په بڼو وړاندې کيږي. ۱۹۲۷ز کال کې، د جارج لومیتره په نوم يوه ستوري پېژندونکي او عالم او دا نظريه وړاندې کړه، چې کاينات لومړی په يو ټکي کې سره راټول وو؛ د دغه ټکي دننه د ډېر تودخي پر بنسټ چاودنه رامنځ ته شوه او په اوسنۍ او له اوسنۍ په متغيرې بڼې کاينات ترې را پيدا شول. جارج لومیتره خپله دغه نظريه د لوی درز يا لوې چاودنې په نوم نومولې او انګلېسي کې يې ورته د Big Bang نوم ورکړی. 

اړينه دا چې ووايو، لوی خدای ج چې د ټولو کايناتو خالق دی، په خپل قدرت سره  يې کاينات پيدا کړي دي او دا ټول کاينات د لوی خدای ج په لارښوونه په منظم ډول خپلې دندې تر سره کوي. د جارج لومیتره او نورو عالمانو پېړۍ پېړۍ وړاندې، الله ج په سپيڅلي قران کريم کې د کايناتو د لوي چاودنې يا Big Bang يادونه کړې. 

[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : ۳۰]، أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوٓا أَنَّ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ
ژباړه: ايا کافران په دې نه پوهیږي، چې دغه ټول اسمانونه او ځمكه يو له بله سره نښتي ول، بيا موږ دوى دواړه بېل کړل. او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا کړ. ايا هغوى (زموږ دغه خلاقيت) نه مني؟

پورته مبارک آيت کې په څرګند ډول سره د کايناتو د چاودنې ويل شوي دي او همدا ډول د سپيڅلي قران کريم دغه لاندې مبارک آيتونه د کايناتو جوړښت او فعاليت ذکر کوي: 

[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : ۳۱]، وَجَعَلْنَا فِى الْأَرْضِ رَوٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
ژباړه: او موږ په ځمکه کې غرونه ټك وهل، تر څو چې په دوى باندې ونه خوځيږي، او په هغه کې مو ارتې لارې جوړې کړې، ددې لپاره چې خلك خپلې لارې معلومې کړي.

[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : ۳۲]، وَجَعَلْنَا السَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوظًا ۖ وَهُمْ عَنْ ءَايٰتِهَا مُعْرِضُونَ
ژباړه: او موږ اسمان يو خوندي چت جوړ کړ، خو دغه (کفار) د هغه د نښانو لوري ته هیڅ پاملرنه نه كوي.
[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : ۳۳]، وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ الَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ
ژباړه: او هماغه الله دى چې شپه او ورځ، او لمر او سپوږمۍ یې پيدا کړل، هر یو د دغو سیارو څخه په یو (بېل بېل) مدار حرکت کوي، ګرځي.

سپيڅلي قران کريم کې نېږدې ۱۴۵۰ کاله وړاندې د کايناتو او په هغې کې د شته کهکشانونو، ستورو او سيارو د جوړېدو او فعاليت ذکر شوی دی، چې انسانان پېړۍ پېړۍ وروسته د پرمختللو وسايلو په وسيله تر يو بريده د هغې مطالعې ته نېږدې شوي دي. 

د لوې چاودنې / Big Bang اړوند ويل کېږي، چې ۱۳،۸ مېليارده کاله وړاندې کاينات ټول يوه شريکه او سره نښتې کتله وه. دغه کتله کې د تودخي درجه ۵،۵ مېليارده سانټي ګرېډ ته ورسېده او پايله کې کاينات سره ووېشل شول، چې دغه وېشنه د  لوې چاودنې يا ستر درز پر اساس شوې او ورته Big Bang وايي. 

دا چې څنګه د بال په څېر کاينات سره ووېشل شول او په اوسنۍ بڼه رامنځ ته شول، پوهان يې د لوې چاودنې د ملاتړ لپاره د کهکشانونو اوسنی حرکت وړاندې کوي. دوی وايي چې ستورټالونه اوس مهال له يو بل څخه لېرې کيږي او حرکت کوي او زموږ د شيدو لارې له کهکشان څخه هغه نور کهشکانونه چې لېر پراته ډېر په تېزۍ حرکت کې دي. دې سره دا څرګنديږي، چې پخوا دا ټول کاينات سره يو ځای او نښتي وو، خو د ۱۳.۸ مېليارده کاله په تېرېدو سره يې ترمنځ واټن پيدا اوسره لېرې شوي دي.