د هټلر او پوتين ورته والی؛ پر اتريش د هټلر او پر اوکراين د پوتين بريد 

له دويمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹) مياشتې وړاندې، د نازي جرمني ديکتاتور مشر اودلف هټلر پر اتريش او بيا چکسلواکيا بريد وکړ. له اتريش وروسته يې د چکسلواکيا  پر لور پوځيان ولېږل او هغه يې هم لاندې کړ. دا هغه وخت وو، چې اورپا له لومړۍ نړيوالې جګړې نږدې دوه لسيزې په ارامۍ کې تېرې کړې وې. د هټلر دغه پارونکي بريدونه لامل شول، چې دويمه نړيواله جګړه پيل شي. د دويمې نړيوالې جګړې وروسته اروپا لويه وچه تر نن ورځې ارام او له جګړو لېرې وه، خو د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين د تېرې ورځې بريد يو ځل بيا د اروپا په اړه د جګړې خبرونه رسنيز کړل. 

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم تېره ورځ پر اوکراين د روسيې د بريد په غبرګون کې پوتين له هټلر او اوسنۍ روسيه له نازي جرمني سره پرتله کړه. ولادیمیر زیلینسکي وويل، چې له ۱۹۳۹ کال را وروسته د لومړي ځل پوتين د اروپا وچه تيارې خواته يوړه او جګړه يې په کې شروع کړه. 

شنونکي ليکي چې هغه وخت د جرمني د ساتنې لپاره هټلر ته اتريش او چکسلواکيا  مهم هېوادونه وو. هټلر پرته له دې چې د هغه مهال د اتريش او چکسلواکيا له مشرانو سره خبرې وکړي، پر ياد هېوادونو  يې بريدونه وکړ. همدا ډول د ناټو او لوېديځ له ګواښونو روسيه ځان ساتل غواړي؛ او دغه هدف ته د رسېدو لپاره د روسيې لپاره اوکراين مهم هېواد دی، چې د ناټو او لوېدېځ  ځواکونو د نفوذ مخه په کې ونېسي. پوتين د هټلر په ډول، پرته له دې چې د اوکراين د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هوکړه ولري، پر اوکراين يې پوځي بريد پيل کړ. 

د پوتين او د هټلر د پرتلې برخه کې ويل کېږي، چې هټلر غوښتل چې ټوله اروپا ونیسي. پوتین  هم  غواړي د روسیې پخوانۍ امپراتوري بیرته راولي. د پوتين دا ډول سياست راتلونکې کې  فنلنډ ته، چې د روسیې د امپراتورۍ یوه برخه وه، د بالتیک ایالتونو ته، چې د روسیې د امپراتورۍ برخه وو، او پولنډ ته، چې د روسیې د امپراتورۍ برخه وه یو ستر ګواښ دی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه نه یوازې د جګړې په ډګر بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم روانه ده. کله چې د اسمان څخه د روسیې توغندي باران شول او ټانکونه یې له پولې تیر شول، د اوکراین رسمي ټویټر اکاونټ یو کارتون خپور کړ چې د نازي مشر اډولف هټلر ښیې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خندا کوي. د اوکراين د رسمي ادرسونو څخه بيا تر عامو وګړو پورې، پر اوکراين د روسې بريد پر اتريش او چکسلواکيا د اودلف هټلر له بريد سره پرتله کېږي. 

ځيني شنونکي دا هم اټکلوي، چې پر اتريش او چکسلواکيا د هټلر بريد دويمې نړيوالې جګړې ته لار پرانېستله او شونتيا شته چې پر اوکراين د ولادميير پوتين بريد به د اروپا وچه کې درېيمې نړيوالې جګړې پيل او لامل شي.