د اوکرايين جګړه: څوګ به يې وګټي؟ 

نېږدې له ۱۸ کاله کړکېچ او ډېری وخت ترېنګلو اړيکو او بار - بار ډېپلماټيکو ناستو - ولاړو وروسته، روسيې پر اوکرايين پوځي بريد پيل کړ. پر اوکرايين د روسيې پوځي برید پراخه نړيوال غبرګونونه راپورته او نړيواله مسله شوه. دا څرګنده ده چې که چېرې يوازې روسيه او اوکرايين سره پرتله شي، نو روسيه په هره برخه کې له اوکرايين  وړاندې، غښتلې او پياوړې ده. که چېرې اوکرايين سره د نړۍ هېوادونه او ملاتړ يې نه وي، نو روسيه به ژر او په کمو تلفاتو اوکرايين داسې سينې ته کړي، څه ډول چې ۱۹۹۰ کال کې صدام حسين کويټ لاندې کړی وو. که چېرې د روسيې او اوکرايين پوځ سره پرتله شي، نو څه ډول چې د روسيې د وګړو شمېر د اوکرايين  درې ځلې دی همدا ډول د روسيې د پوځ شمېر او وړتياوې هم د اوکرايين په پرتله درې برابره دي. 

د شمېر پر بنسټ د روسيې او اوکرايين پوځي وړتياوې پر لاندې ډول دي: 
                                   روسيه                         اوکرايين 
د پوځ شمېر:                 ۸۵۰زره                          ۲۰۰ زره
بحري بېړۍ:                   ۶۰۵                               ۳۸ 
جګړيزې جېټ الوتکې:      ۷۷۲                                 ۶۹
چورلکې:                      ۱۵۴۳                               ۱۱۲
بريدګرې چورلکې:            ۵۴۴                                ۳۴
ځمکني ټنګونه:               ۱۲۴۲۰                           ۲۵۹۶
پوځي بوديجه:               ۶۵ ميليارده                      ۵ ميليارده 
ډېرو سره ښايي دا پوښتنه وي، چې روسيه او په ځانګړي ډول ولسمشر ولادميير پويتن له اوکرايين څه غواړي او اوکرايين سره يې ستونزه په څه کې ده؟ دغه پوښتنه دوه لنډ او اساسي ځوابونه لري. لومړی دا چې اوکرايين ۱۹۹۱ ز کال کې له پخواني شوروي يووالي بېل او خپلواک هېواد يې ځان اعلان کړ. د پوتين په فکر کې اوکرايين د روسيې برخه ده او بايد پلارني هېواد يا روسيې پورې بيا وتړل شي. دا يوازې د پوتين فکر نه دی، بلکې پوتين چې نېږدې دوه لسيزې کوم سياست غوره کړی او غواړي پلی يې کړي، د اوکرايين راخپلول دي. دويم مسله چې پوتين اوس وخت کې د اوکرايين پر وړاندې سياسي  دريځ توند کړی، ناټو کې د اوکرايين غړېتوب دی. اروپايي ټولنه او امريکا په دې لټه کې وو، چې ژر اوکرايين  د ناټو غړی هېواد کړي. که اوکرايين د ناټو غړی هېواد شوی وای، نو بيا د روسيې اوسنی بريد پرې شونی نه وو. د ناټو شعار دا دی چې پر يو غړي بريد يې پر ټولو بريد دی او ګډ ځواب ورکوي. نو که چېرې اوکرايين د ناټو غړيتوب اخېستی وای، د روسيې بريد په دې مانا وو، چې په يو وخت کې يې پر انګلستان، جرمني، فرانسې او ګڼو نورو بريد کړی دی. 

د شنونکو په اند کې که چېرې امريکا او ناټو په نيغ ډول د روسيې پر وړاندې د اوکرايين په ملاتړ راپورته شي، نو دې سره نړۍ درېيمې نړيوالې جګړې ته تلی شي او شونتيا يې هم کمه ده. د دوی په اند، پر اوکرايين د روسيې پيل شوې جګړه به روسيه ګټي، خو جګړې وروسته به د روسيې او لوېدېځې نړۍ ترمنځ بله جګړه پيليږي، چې هغه کې به روسيه زيان ومومي. دا احتمال هم شته، چې امريکا او ناټو په نامستقيم ډول اوکرايين سره ودريږي چې دا چاره بيا پر اوکرايين د روسيې پيل شوې جګړه اوږدولی شي. 

ناټو او امريکا له وړاندې اوکرايين ته يو شمېر پرمختللې وسلې، دفاعي سېسټمونه او د توغنديو د خنثی کولو وسيلې ورکړې دي، چې دې سره به له روسيې وخت واخلي، چې د اوکراين جګړه خپله کړي.