کرزي لويديځ هېوادونه په افغانستان کې په بحران راوستلو تورن کړل

کرزی وايي چې ځینو بهرنیو هیوادونو په افغانستان کې د بحران راوستلو ته لمن وهله تر څو دی مجبور شي چې له خپلې پریکړي شا ته شي او پارلمان پرانیزي.
د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د خبر له مخې کرزي د سه شنبي په ورځ له شاوخوا ۲۵۰ معترضو نوماندانو سره په ليدنه کې وويل چې دانتخاباتي درغلیو دڅیړنې محکمې له جوړیدو وروسته دغې محکمې له سترې محمکې یوه میاشت وخت وغوښت چې انتخاباتي درغلی په ښه ډول وڅیړي چې موږ هم ددغې محکمې وړاندیز ومنلو خو وروسته یو شمېر بهرنیو لاسونو زموږ دپریکړو تر پوښتنې لاندې راوستلو او په دې هېواد کې د بحران د رامنځته کولو لپاره په تحرکاتو پیل وکړ او نوماندانو ته یې ویلي و چې له جمهوررئیس پرته ملي شورا پرانیزی موږ درسره یو.
کرزي معترضینو نوماندانو ته ویلي چې د دې لپاره له خپلې پریکړې شاته شه چې هیواد له بحران نه وژغوري.
له معترضو نوماندانوو سره په ليدنه کې کرزي د یو شمیر نوماندانو له سخت نیوکو سره مخ شوو.
حاجي فرید د ښاغلي کرزي ته وویل : ما دا لس کاله فکر کولو چې ته دافغانستان جمهورریس یې، خو اوس راته دا څرګنده شوه چې ته جمهورریس نه، بلکې یو مظلوم یې او دخپل فرمان دفاع هم نه شې کولای نو د دې خلکو دفاع به څنګه وکړې.
ښاغلي فرید زياته کړې چې ما فکر کولو چې افغانستان یوازې دافغانانو دی خو اوس پوه شوم چې دا هېواد د ایکن بیري او دمیستورا دی چې هغوی یې په اړه پریکړې کوي.
همدا ډول ځینو نورو نوماندانو هم په کرزي باندې کلکې نیوکي وکړې او د کرزي د استعفا غوښتونکي شول. ځینو خو لا کرزي ته دا ګواښ هم وکړ که ېې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي نو د حکومت په ضد به وسله واله مبارزه پیل کړي.
وال سټريټ ژورنال په خپل راپور کې لیکي چې معترضو نوماندانو له کرزي سره تر لیدني وروسته نه غوښتل چې له ارګ ووځي او ویل ېې چې د چهارشنبي په ورځ به کرزی پرینږدي چې پارلمان پرانیزي.

د ولسي جرګې د سږ کال ټول ټاکنې له ډیرو ناندریو ډکي ټول ټاکنې بلل شوېدي او د ولسي جرګې په سږنیو ټاکنو کې له ټولو تيرو ټاکنو څخه کمو خلکو برخه اخستي وه. ویل کیږي چې د ولسي جرګې په سږنیو ټول ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او ډیری د ټاکنو د کمیسنونو چارواکي هم د لوی څارنوالي له خوا په درغلیو تورن شوي دي . 
ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزی پارلمان پرانیزي.
په وال سټریټ ژورنال کې د راپور د لوستلو لپاره لاندې کلیک کړئ.
http://online.wsj.com/article/SB10001424052748704013604576104022330430698.html?mod=WSJ_World_LEFTSecondNews