برتانيا او د هغه اوسنی خاموش بهرنی سياست!؟  

که تاريخونه لولو د انګرېزانو امپراتوري، د انګرېزانو استعمار، او برتانوي ښکېلاک له کليمو سره ډېر مخ کېږو او يا که په کليواله کچه پښتانه له یو بل سره خبرې کوي وايي  فلانې داسې چالاک دی لکه انګرېز.  دا هغه کلیمې دې چې ډېری  هېوادوال ورسره بلد دي او پرې پوهېږي چې له دې څخه څوک مراد دي، ددې خلکو جغرافيا کومه ده او هغه پخوانۍ ستره امپراتوري یې چې لمر به نه پکې ډوبېده د هغې اداره کوونکی اوسنی نسل (اوسنی برتانوي حکومت) ولې هغسې مخکښ ظاهري سياست د نړۍ په مسئلو کې مخته نه وړي او نه په نړيوالو مسئلو کې ځان د خبرو سرټکی ګرځوي.

خبره داده چې د نن سبا هغه برتانيا چې يو وخت یې د نړۍ تر ۵۰ ډېر هېوادونه ان تر امريکا متحده ايالاتو پورې یې تر استعماراو استثمار لاندې وو او د هغو طبيعي منابع او شتمني به یې لوټلې او برتانيا ته به یې انتقالولې  اوس یې ولې هسې زور او شور نشته؟  ولې د نړۍ د خبرونو سرټکی نه ګرځي؟ ايا هغسې قوت نه لري او که يې ځان مخفی کړی دی؟

اصله خبره داده چې برتانيا او دولت یې اوس هغه پخوانی سياست چې د نړيوالو لوبو مخکښ ظاهري لوبغاړی به و او د نړۍ هرې مسئلې ته به یې ځان مخته مخته کاوه اوس یې د هغه سياست کولو رخ بدل کړی او په پټه هغه څه کوي چې خوښه یې وي او هغه کارونه چې په ښکاره یې کولای شوای خو هېوادونو ورسره ممانغت کاوه اوس یې په پټ او مخفي ډول مخ ته وړي او له بلې خوا یې ځان له امريکا سره په نړيوالو مسئلو کې یوځای کړی دی او د دواړو هېوادونو  پټ او ښکاره لاس وهنې، اجنډاوې، پاليسي او تګلارې چې د نړۍ په هېوادونو کې یې لري تر ډېره بريد يو د بل په مقابل کې نه دي واقع شوې او څه چې امریکا غواړي برتانيا یې کوي او څه چې برتانيا غواړي امريکا یې کوي، که په بل عبارت یې ووايو د نړيوالو لوبو پټ او مخفي کار د برتانيا پر غاړه دی او ښکاره او مخامخ لوبې امريکا کوي.

د The Forgotten Prisoners په نامه مقاله چې Peter Benenson ليکلې او له دويم نړيوال جنګ وروسته د نړۍ په هېوادونو کې د برتانيا په پټو او مخفي کارونو راڅرخي ليکي چې برتانيا له دويم نړيوال جنګ وروسته د له اته نيم څخه تر ۱۳ نيم ميليونه کسانو په وژلو کې مستقيم او غير مستقيم په نړۍ کې لاس درلود. 

او په هغو هېوادونو کې چې تر استعمار لاندې یې و په يو او بل نامه خلک تر تېغ تېرول  او د ازادي خوځښتونه یې داسې سرکوب کول چې د سلګونو او زرګونو کسانو په وژنه به پای رسېدل.

د همدې له امله و چې د هند د پارلمان کې موده مخکې دا خبره راپورته شوه چې له برتانيا څخه په هند کې د خپل حضور او استعمار جريمه واخلي او د هغو کسان چې وژل شوي او هغه تاوانونه چې برتانيا ورته رسولي دي بايد جبران شي او اوسنۍ برتانيا بايد د خپلې پخوانۍ امپراتوري تاوان پرې کړي.

برتانيا په خپل استعماري فکر سره هغه وخت چې د دريمی نړۍ غريب هېوادونه یې تر ولکې لاندې ول، هېوادونه او جغرافياوې به یې داسې جلا کولې چې مشکلات پکې وزېږوي، نه ددې لپاره چې مشکلات يې حل شي د مثال په توګه د افغانستان او پخواني هند جغرافيا یې داسې وويشله چې يو قوم ، يوه ژبه ، يکي يو خلک یې په دوو برخو وويشل چې د يوې کورنۍ نيم خلک د پولې يوې خوا او نيم خلک د پولې بلې غاړې ته پاتې شول او د يوه اوږده او ستر مشکل بنسټ یې کېښود چې لا یې هم افغانستان او په تېره بيا پښتانه بیه پرې کوي. همداسې یې د نړۍ په نورو ملکونو کې داسې مشکلات پرېيښي دي چې تر اوسه لا نه دي حل شوي او د خپلې فارورډ پاليسي تګلاره یې پکې عملي کړې ده. 

او له هغه وروسته چې د برتانيا امپراتوري ختمه شوه نو دوی د هغه مخامخ سياست او مخامخ سياسي لوبې ځای خپلې بلې جوړې کړې امپراتوري امریکا ته پرېښود او د نړۍ په کارونو کې پټې ګوتې وهل همدوی پیل کړل او دا کار دومره په ماهرانه انداز کوي چې غواړي خپل ټول تېر کړه وړه او د نړۍ په هېوادونو کې د استعمار په اړه د خپلو موخو او خپلو وژنو او قتلونو خبرې پټي کړي او ان د خپل هېواد د ښوونځيو له تاريخونو څخه یې دا خبرې چې برتانيا يوه ستره امپراتوري وه او د نړۍ په هېوادونو یې حکومت کاوه غورځولې دي او کوشش کوي په مصر، روم، منځنۍ ختيځ او نورو سيمو باندې بحث په تاريخونو او جغرافيا کې وکړي خو د خپلې برتانيا د پخوانۍ امپراتوري په اړه د ښوونځيو زده کوونکو ته څه شی نه تدريسوي، ځکه دوی پوهېږي چې زموږ تېر او پخوا تیاره دی او نه غواړي چې هغه وراني او خرابي چې پخوا یې مخامخ او په بربنډ ډول د نړۍ په هېوادونو کې کولې د خپلو ماشومانو زړونه د خپل دولت او سياست والو څخه تور کړي او د کرکې احساس پکې پيدا کړي، بلکې وروسته یې وپتېله چې هماغه کار به جاري ساتي خو په پټه او مخفي ډول او د نورو هغو هېوادونو سره په همکاري او همغږي چې ګټې یې په نړۍ کې له برتانياسره همغږې دي.

او يوه بله مهمه خبره داده چې برتانيا اوس د ښکاره لوبو د کولو لپاره هغسې چلباز او ځيرک مشران نه لري لکه چرچيل او نور چې ټوله نړۍ يې په خبرو تېر ايستله او په سختو حالاتو کې یې هېواد رهبري کاوه، اوس پکې داسې کسان واک ته رسېږي چې ډېر په نړيوالو مسئلو کې ان خبر لا نه وي لکه اوسنۍ د برتانيا خارجه وزيره ليزا ټراس چې تر ډېره یې د سياسي پوهې پر ځای فوکس په استخباراتي چارو دی او پر څوکۍ له کېناستلو وروسته يې د خپلو خبرو په لومړنۍ ناسته کې لا وويل چې زه به کوشش کوم چې په نړۍ کې د برتانيا استخباراتي اداره (ايم ای ۶) د برتانيا د خلکو په خدمت کې کړم او به ګورم چې زموږ استخباراتي ادارې زموږ د برتانويانو ګټې خوندي کړې دي او که نه.

او بله دا چې ليزا ټراس کوشش کوي ځان د برتانيا د مشهورې لومړئ وزيرې مارګريټ ټآچر په شان وښيي خو د هغې په ډول هوښیاره اوځيرکه نه ده  که څه هم ټراس تر هغې ځوانه او ښکلې ده. خو د وزارت لپاره د ښکلا پرځای پوهې، اهليت او ځيرکتيا ته اړتيا ده.

څو ورځې دمخه ماسکو ته په رسمي سفر کې یې د روسيې له خارجه وزير سره سرګي لاوروف سره په خبرو کې وويل چې د روسيې رستوف او نيژني نوو ګورد چې د روسې مشهور ښارونه دي  د د روسيې برخه نه دي.

ددې پرځای چې په سياسي موضوعاتو يا هغو موضوعاتو وغږېږي چې په نوموړې پورې مربوط دي هڅه یې کوله جغرافيا پکې راميدان ته کړي، او له خپلو خبرو اخوا یې پهه نورو فرعي او نامربوطو موضوعاتو تمرکز کاوه او خبرې یې کولې.

ليزا ټرس هڅه کوي ځان د يوې پرېکنده او فعالې خارجه وزيرې په توګه چې د پخوانۍ سترې برتانيا نمايندګي کوي وښيي خو ددې حرکات په نړيواله توګه د سياسي چارو د کارپوهانو نه خوښېږي او نوموړې به ونشي کړای د خپل خارجه سياست او خپلو خارجي ګټو لپاره له نورې نړۍ سره سمه لابې وکړي ځکه د روسيې په سفر کې  د روسيې خارجه وزير سرګي لاوروف ددې له سفر وروسته وويل چې زموږ مجلس او ناسته د برتانيا له خارجه وزيرې سره لکه د (کاڼه او ګونګيانو) تر منځ ناسته او مجلس داسې و، د مجلس او ناستې په سر او پای او هدف پوه نشو چې د څه لپاره راغلې او په څه شي بايد فوکس او خبرې وشي.

برتانيا چې ځان د ناټو سرلښکر ګڼي د خپل پخواني عادت له مخې غواړي چې د اوکراين او روسيې په مسئله کې هم خپل د فارورډ پاليسي يا (تفرقه واچوه حکومت کوه! ) اصول پلي کړي. له يوې خوا اوکراين ته توپونه او توغندي ورکوي او د ملکي مرستو پرځآی په سلګونه ټنه وسلې او مهمات ورلېږي چې د ختيځې اروپا دا هېوادونه د جنګ په لمبو کې راګير کړي او بيا وروسته د خپل اهدافو او وسلو د خرڅلاو او د سيمې د بې ثابتي لپاره کار وکړي  او له بلې خوا له روسيې سره د خبرو ګرم مجلسونه جوړوي، ماسکو ته ځي او  سرګي لاوروف  رسماُ برتانيا ته ورتګ ته دعوت کوي.

نو لنډه دا چې برتانيا غواړي د اوکرآين او روسيې په مسئله او يا هغو نړيوالو مسئلو کې له خپل د بوسو لاندې اوبه تېرولو له سياست څخه کار واخلي او دواړه جانبه خوشحاله وساتي.