په افغانستان او عراق کې د امریکا د شل کلنې جګړې وروسته ویلای شو چې دغو اوږد مهاله جنګونو د امریکا ګټو او موقف ته لوی زیان اړولی.
د ۲۰۰۱م کال په لومړیو کې د افغانستان په لوېدیځو ولایاتو کې د ممکنو ناروغیو په اړه یوه سروی ترسره شوه؛ نوموړې سروی (څیړنې) څرګنده کړې وه چې د خوارځواکۍ ترڅنګ ټایفایډ او په احتمالي توګه کولورا ناروغې د خپریدلو په حال کې دي چې نوموړي بحرانونه د دریو کلونو وچکالۍ او د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ له کبله نور هم زیات شول.
د همدې کال د می په میاشت کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، روډ لوبرز، هیواد ته سفر وکړ او د بشري ناورین د رامنځته کیدو خبرداری یې ورکړ.
یوه میاشت وروسته اسامه بن لادن د سپټمبر د یولسمې حملې ته لاس واچاوه او د ځوابي برید په ترڅ کې امریکایي جنګي الوتکو د هیواد په مختلفو برخو باندې کابو اتلس زره بمونه وغورځول. د ۲۰۰۱م کال په اواخرو کې د طالبانو ریژیم نسکور شو او پایله کې افغانستان له یو لوی بشري ناورین سره مخ شو له همدې امله د ملګرو ملتونو د یوې څیړنې له مخې په نوموړي هیواد کې په اوسط ډول د ژوند بقا او شونتیا تر راتلونکو درې څلوېښت کالو پورې اټکل شوی وه.
ظاهراٌ داسې بریښیده چې د افغانستان د خراب شوي حالت نورمالول به د د سپټمبر د یولسمې حملې د غبرګون یوه برخه وي. په حقیقت کې، د بیارغونې او د بشردوستانه مرستو د پیل فکر د ولسمشر جورج بوش د "تروریزم په وړاندې نړیواله جګړه "کې نه لیدل کیده. د هغه ادارې ددې پر ځای خپله توجه پر عراق یرغل ته واړوله خو کله چې په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو دویم ځلي مقاومت یقیني او په پراخه کچه مشهور شو،متحده ایالاتو د افغان حکومت د بنسټونو د پیاوړي کولو او د تریاکو د تجارت د مخنیوي لپاره خپلې مرستې دوه چنده کړې.
پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د افغانستان په نظامي او ملکي برخو کې لویه پانګونه کړې، خو بیا هم د لویدیځ د مرستو زیاتوالي په کور دننه فساد لا پسې پراخ کړی او په نړیواله سطحه د کابل د حکومت اعتبار یې ډیر کمزوری کړی وو. هغه مهال چې جوبایډن واک ته ورسید، داسې مالومیده چې ممکن د افغانستان د ځان بسیاینۍ پروسه به ډیر کلونه ونیسي.
بایډن تیره میاشت ABC نیوز ته وویل چې په افغانستان کې ملت جوړونې هیڅکله د هغه لپاره مانا نه درلوده او څرګنده یې کړه چې ولې یې د اپریل په میاشت کې له دې هیواد څخه د ټولو امریکایي سرتیرو د وتلو اعلان وکړ. د نوموړي پریکړه د دې لامل شوه چې طالبانو د افغانستان ښارونه په مکمله توګه ونیول او د طالبانو سپین بیرغ له شلو کلونو وروسته یو ځل بیا په کابل کې ورپید.
لکه څرنګه چې امریکایانو تیره اونۍ د سپټمبر د یولسمې پیښې د شلمې کلیزې لمانځلو لپاره چمتووالی نیوه، بایډن په یوه ټلویزیوني وینا کې د امریکا د داخلي امنیت د راتلونکي په اړه د خپلو انتخابونو د وړاندې کولو هڅه وکړ او زیاته یې کړه چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه پریکړه یوازې افغانستان پورې اړه نلري بلکي دا د نورو هیوادونو د بیا جوړولو لپاره د لویو او اوږد مهاله نظامي عملیاتو د دورې پای ته رسیدل ول.
باید وویل شي چې په افغانستان او عراق کې د تروریزم پر ضد د امریکا جګړې د امریکا د ګټو او موقف لپاره زیانمنې وې؛ ددغې جګړې له امله جهادیان نور هم سخت دریځه شول، نږدې ۷۰۰۰ امریکایی پوځیان او لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰عراقی او افغان ملکیان یې د خپلو اهدافو لپاره قرباني کړل.
په هرصورت، د بایډن له هغې پریکړې چې له افغانستان څخه یې د شاوخوا ۲۵۰۰۰ امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه کړې وه، داسې ښکاري چې په افغانستان کې دولت جوړونې سره د نوموړي د کرکې سربیره، د طالبانو سره د هغې معاملې تر اغیزې لاندې راغلی وو چې د پخواني ولسمشرډونالډ ټرمپ د واکمنې پر مهال شوې وه؛ د نوموړې معاملې په ترڅ کې د ټرمپ حکومت طالبانو ته ژمنه ورکړې وه چې د روان کال په مې میاشت کې به امریکا د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه اوباسي او دغه اوږد ماموریت ته به د پای ټکی ږدي.
لکه څنګه چې بایډن ارزونه وکړه، که هغه خپل ځواکونه لکه څنګه چې ټرمپ يې له دې هیواده د ویستلو ژمنه کړې وه نه وای ویستلي، نو هغه مجبور وو چې د طالبانو په وړاندې خپله جګړه ګړندۍ کړي او په دې هیواد کې په یوې نوي ماموریت باندې له سره پانګونه وکړي کوم چې هغه ته د منلو وړ نه وو، ممکن دلیل یې دا وو چې په دغه پریکړه کې د امریکا هیڅ ګټې خوندي نه وې. آن کله چې یې د وتلو امر صادر کړ، هغه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابل حکومت سره د ملیاردونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د دواړو اخلاقي او عملي دلایلو له مخې، د دې لپاره چې امریکا ښکیلو هیوادونو ته د پام وړ بشري مرستې چمتو کړي او حتی د دوی د امنیت د ټینګولو لپاره د ملاتړي په توګه رول ولوبوي، دوې له یو لړ پیچلو پالیسیو څخه کار اخلي چې ډیری وختونه ددوې بهرنی سیاست د پوښتنې لاندې راولي.
پای
ــــــــــــــــــــــــــــــ
په افغانستان کې له ماتې وروسته څو درسونه
لیکوال: سټیف کول
ژباړن: صبغت الله عارفي
وروستي