د سترګو هغه ناروغي چې ليد په کې تت (blurred) شي 

Atopic keratoconjunctivitis يا آتوپیک کراتوکونژونکتیویت د سترګې هغه ناروغي ده، چې ليد په کې تتيږي. دغه تت ليد ته انګلېسي کې blurred vision وايي چې لامل Atopic keratoconjunctivitis ناروغي ده. له تت ليد وراېخوا، توپیک کراتوکونژونکتیویت د سترګې د خارښت، د روښانيۍ پر وړاندې حساسيت او سوځېدو سبب هم کېږي. AKC د atopy له امله منځ ته راځي. آتوپي يا atopy د وجود هغه حالت دی، چې دفاعي سېسټم په کې له حد ‌ډېر انټي باډي توليد کړي او پايله کې بيا حساسيت پيدا کيږي. دغه د وجود حساسيت پر سترګو اغېز کوي او د کراتوکونژونکتیویت ناروغي رامنځ  ته کيږي. 

د سترګو ناروغۍ (آتوپیک کراتوکونژونکتیویت) نښې: 
- د روښانيۍ او رڼا پر وړاندې سترګې حساسيت پيدا کوي؛ 
- سترګې خارښت کوي؛ 
- سترګې سوځي؛ 
- له سترګو د اوښکو بهېدنه ډېريږي؛ 
- د سترګې د غوټکي رنګ بدل شي؛ 
- له سترګو له اوښکو وراېخوا سپينې اوبه هم بهيږي، چې سرېښناکې وي؛ 
- د دغه  ناروغۍ اساسي ستونزه او نښه د سترکو د ليد تتوالی دی، چې blurred vision ورته وايي. 

د سترګو ناروغۍ (آتوپیک کراتوکونژونکتیویت) لاملونه
دا چې ويلي دې يو چا د سترګې ليد تتيږي، بنسټيزې لامل يې د وجود د دفاعي سېسټم ډېر تېز غبرګون او په ډېرې کچې د انټي باډۍ توليد دی. هر کله چې له حده ډېره انټي باډ توليد شي، نو وجود حساسيت پيدا کوي او دغه حساسيت روښانيۍ سره د سترګو حساسيت زياتوي او ورپسې د سترګو ديد کميږي. 

ځيني کسانو بيا دغه ناروغي  کورنۍ مخېنه لري او که چېرې په تېر کې د کورنۍ کوم غړی دا ناروغي ولري، نو شونې ده، چې د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته شي. 

له دې دواړو وراېخوا، په نيغ ډول تيزې روښانيۍ سره د سترګو تماس هم شونې ده، چې دغه ناروغي رامنځ ته او د سترګو پر ديد ناوړه اغېز وکړي. 

دغه ناروغي  د عمر بېلا بېلو وختونو کې پېښيږي، خو تر ډېره لس کلنۍ او له لس کلنۍ تر شل کلنۍ وروسته  عمر کې ډېره پېښيږي. که چېرې د تت ليد ستونزه ډېره اوږده شي نو بيا اړينه ده، چې اړوند  متخصص ډاکټر ته لاړ شئ.