فېسبوک، وَټس آپ، تيلي ګرام او نور کې به (End-to-end encryption) سره مخ شوی ياست؛ څه مانا او ګټه لري؟ 

پښتو ژبه کې له پای تر پای د کوډ يا رمز ورکونې مانا لري. د End-to-end encryption لنډ انګلېسي نوم E2EE ليکل کېږي. د فېسبوک، وَټس آپ، تيلي ګرام، ويبر او نورو د پيغام لېږنې پر ليکه رسنيو او آپ کې  دا عبارت برخه د پيغام لېږنې او په ځانګړې ډول د انځوريز او غږيز زنګ پر مهال د ښېښې پر مخ درته راځي. 

هر کله چې عادي ژبه او کلمې په کوډونو بدلې شي، نو ورته encryption وايي. په دې مانا سره چې د خبرو، پيغامونو او  انځورونو څرګند ډول او مفهوم نه تر لاسه کېږي، بلکې د کوډ او رمز په بڼه وي. د بېلګې په ډول: د انګلېسي ژبې الفبا رمزي سېسټم کې په شمېرو ښوودل کېږي. a =01, b=02, c=03, d=04 او تر اخيره. اوس په encryption سېسټم کې د انګلېسي ژبې hello کلمه په لاندې ډول د  کوډ په بڼه ليکل کېږي. دغه شمېرې، “0805121215,” د hello کلمې کوډي بڼه ده. 
08 د h لپاره
05 د e لپاره
12 د l لپاره
12 د l لپاره
15د m لپاره.
پورته د encryption  يوه بڼه وه؛ لسګونه نورې بڼې هم شتون لري، چې عادي خبرې او کلمې په کې په رمزي او کوډ بڼه ليکل کيږي. 

هر کله چې عادي او د ورځنۍ ژبې کلمې د کوډ په بڼه وليکل شي، نو بيا تر هغې ترې مفهوم نه اخېستل کېږي، ترڅو چې decode يا له کوډ څخه اېستل شوې نه وي. 

هر هغه آپ چې موږ او تاسې ترې ګټه اخلو، د خونديتوب لپاره دا ډول سېسټمونه لري. که چېرې کوم آپ کې د زنګ پر مهال د End-to-end encryption عبارت سره مخ شوی، نو مانا يې دا ده، چې ستاسې پيغام، انځور او خبرې بل څوګ نه شي کتلی، لېدلی او اورېدلی. هېڅ کس ته ستاسې پيغام او خبرې نه رسيږي او هغه کسان يا سېستم چې د اړيکې لپاره د مخابراتو، تخنيک او  انټرنیټ چمتو کونکي دي،   په مانا او مفهوم به يې نه پوهيږي. 

د encryption کلمې سره د End-to-end کلمې دا مانا لري، چې ستاسې خبرې، انځورنه، غږيز پيغام، زنګ او نور يوازې ستاسې او د هغه کس/کسانو ترمنځ دي، چې سره اړيکه کې ياست. يانې چا چې دغه آپ جوړ کړی دی، د آپ مسوول او تخنيکي ټيم دی، د آپ او ستاسې د اړيکې مديريت کوي او تنظيموي يې، دغه اړيکې او پيغامونو ته لاس رسی نه لري او تنظيم يې هم په کوډي بڼه کوي. 

لنډه دا ده چې، که چېرې د اړيکې نېونې پر مهال اړوند آپ تاسې ته د End-to-end encryption خبرتيا درکړي، نو ستاسې اړيکه يوازې ستا او د مقابل کس ترمنځ ده. اړيکه په بشپړ ډول خوندي ده او د آپ کارمندانو او تخنيکي کسانو په شمول هېڅ بل څوګ ورته لاس رسی نه لري.