سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۴- اډولف هټلر، د نازي جرمني ديکتاتور رهبر

زوکړه او کورنی ژوند
هټلر ۱۹۸۹ز کال کې اوسني اتريش، هغه وخت اتریش- هنګري نومي هېواد کې زږېدلی وو. د هټلر پلار درې وادونه کړي وو؛ هټلر يې د درېيمې ميرمنې زوی وو. هټلر پنځه وروڼه - خويندې درلودې، چې درې يې په ماشومتوب کې مړه شوي وو. هټلر درې کلن وو، چې کورنۍ يې له اتریش- هنګري، جرمني ته کډه شوه.  جرمني کې د څو کالونو وروسته د هټلر کورنۍ بېرته اتريش ته کډه شوه او هټلر هم د خپلې ځوانۍ ډېر کالونه اتريش کې تېر کړي. هټلر د خپل ژوند په وروستي کال، له ایوا انا پاولا نومي جينۍ سره واده وکړ. د واده پر مهال د هټلر عمر ۵۶ او د ميرمنې عمر يې ۳۳ کاله وو. دوی يوازې ۴۰ ساعته ګډ ژوند وکړ. له واده ۴۰ ساعته وروسته ایوا انا پاولا هټلر زهر وخوړل او هټلر په ډزو ځان ووژلو. 

زده کړې
د هټلر پلار هڅه کوله چې زوی يې د ده پر څېر شي خو هټلر باغي وو. پلار به يې وهل - ټکول ورکول خو مور يې ناز. نېږدې ۲۵ کاله وروسته د هټلر پلار او مور مړه شول. هټلر لېوالتيا درلوده چې سندرې ووايي او ماشومتوب کې به يې سندرې هم ويلې؛ وروسته يې مينه له نقاشۍ سره پيدا شوه او له همدې لارې يې پيسې تر لاسه کولې. د هټلر  پلار له مړينې وروسته، ده منځنی ښوونځی خوشی کړی او غوښتل چې د ښکلي هنرونو پوهنځی شروع کړي خو بريالی نه شو. 

هټلر د جرمن سرتيري په توګه 
د لومړۍ نړيوالې جګړې پيل سره هټلر جرمني کې وو او د جرمني پوځ کې يې دنده اخېستې وه. لومړۍ نړيواله جګړه کې دی ښه وجنګېد، ټپي شوی هم وو او د زورورتيا له امله مډالونه هم ورکړل شوي وو. ويل کيږي، چې د جرمني پوځ کې، د دننه کېدو پر مهال هټلر د جرمني تابيعت نه درلود او دې ډول خلکو ته اجازه نه وه چې پوځ کې دندې تر سره کړي، خو په تېروتنې د اتريش وګړی (هټلر) جرمن پوځ کې ټاکل شوی وو. 

هټلر ځيني يادښتونو کې ليکلي، چې له لومړۍ نړيوالې جګړې او د جرمني پوځ کې له دندې يې ډېر څه زده کړل او تجربې يې تر لاسه کړې. هغه وخت چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال، هټلر د جرمني د دفاع جګړه کوله، نو جرمن ملت پالنې  سره يې هم مينه زياته او په ورته وخت کې يې، د يهودېزم ضد  فکر ژور شو. نوموړی هغه وخت ډېر ناهيلی شو، چې لومړی نړيواله جګړه کې، جرمني ماته وخوړه. 

سياست ته د هټلر دننه کېدنه
د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته، هټلر د جرمني مونيخ ښار ته لاړ. هلته د پوځ دننه استخباراتو برخه کې دنده ورکړل شوه. هټلر ۱۹۱۹ز کال کې د آلمان د کارګرانو ګوند غړی شو. د ګوند عمومي منشي، انتون ډریکسلر د هټلر له وړتيا او مهارتونو اغېزمن شوی وو. د آلمان د کارګرانو ګوند د مارکسېزم، کاپېټالېزم او يهوديانو ضد؛ د جرمني نشنالېزم ايډيالوژي درلوده. ۱۹۱۹ز کال کې د ګوند په يوې ناسته کې د ګوند مشر انتون ډریکسلر، هټلر ته د ياد ګوند د ايډيالوژۍ يوه کاپي ورکړه. هټلر د آلمان د کارګرانو ګوند کې کار پيل کړ او په بشپړ ډول د يهودانو د له منځه وړنې مبارزه يې کوله. له يو څه وخت  وروسته، د آلمان د کارګرانو ګوند نوم، د آلمان د کارګرانو ملي سوسیالست ګوند ته تغير شو، چې په لنډ ډول نازي يادېدو. 

هټلر دغه ګوند کې ډېر وځلېد. ۱۹۲۰ کال کې يې پوځ کې دنده خوشې کړه او ټول وخت يې د ګوند چارو ته ځانګړی کړ. نوموړي ۱۹۲۰ کال د مارچ مياشتې په ۳۱مه نېټه، شپږ زره کسانو ته په يوې عامې ناستې کې وينا وکړه؛ د کپېټالېزم، يهودېزم  او مارکسېزم ضد ايډالوژي يې بيان کړه او دې سره يې جرمني کې شهرت پيدا کړ. هټلر خپله وينا کې د ورسا تړون په اړه هم نيوکې وکړې. د ورسا تړون سره لومړۍ نړيواله جګړه د جرمني په ماته پای ته ورسېده. هټلر ويل، چې جرمنيانو مخامخ جګړه کې ماته نه ده خوړلې، بلکې د شا له خوا په چاړه وهل شوي دي. 

د هټلر ياده وينا د ګوند د مشرتابه ترمنځ د اختلاف لامل شو او دوی وغوښتل چې يا بايد هټلر د آلمان د کارګرانو ملي سوسیالست ګوند څخه وشړل شي او يا دوی دغه ګوند پرېږدي. دوی هټلر تورن کړ، چې ګوند سره خيانت کوي او دغه ګوند به له منځه يوسي. جرمني او ګوند سره د خيانت په جرم هټلر، ۱۹۲۴ کال کې بند شوی. له څو مياشتې بند وروسته دی خوشی شو او په اړه يې پرېکړه وشوه  چې بېرته بايد خپل هېواد يانې اتريش ته ولېږل شي. د اتريش واکمن د جرمني د دغه غوښتنې په اړه شک درلود او په ځواب کې يې وويل، چې هټلر د جرمني پوځ کې  دنده تر سره کړې او د اتريش لپاره يو ژمن وګړی نه شي کېدلی. دې سره په ۱۹۲۵ز کال کې هټلر په رسمي ډول د اتريش له تابيعت لاس په سر شو. 

واک ته د هټلر رسېدل
د آلمان د کارګرانو ملي سوسیالست ګوند د هټلر پر سر د راپورته شوې ګډوډيو وروسته سره وپاشل شو. ۱۹۲۵ کال  کې هټلر د ګوند ځينې مخکښ کسان بيا سره راټول او دې سره يې ځان د ګوند مشر هم وټاکلو. ۱۹۳۳ز کال کې د هټلر ګوند پارلماني ټاکنې وګتلې او هټلر د جرمني مشر وټاکل شو. هټلر ورپسې ځان د جرمني ټولواک اعلان کړ او د حکومت بڼه يې بشپړه ديکتاتوري کړه. 

دويمه نړيواله جګړه او  د هټلر ځان وژنه 
۱۹۳۸ز کال کې هټلر اعلان وکړ چې آسټریا د نازي جرمني برخه ده او دې سره يې په ۱۹۳۹ز کال کې دويمې نړيوالې جګړې ته لار پرانېسته. هټلر له ۱۹۳۳ بيا تر ۱۹۴۵ کال پورې د جرمني واکمن وو او د نړيوالې دويمې جګړې مهم اړخ. نوموړي دويمه  نړيواله جګړه کې له ماتې وروسته، د ۵۶ کالونو په عمر، ۱۹۴۵ کال د اپريل په ۳۰مه، د جرمني برلين ښار کې ځان وژنه وکړه.