روهي (جمعه/۲۲ د سلواغې)، ټوېټر نه يوازې د سياسي څېرو، چارواکو او د نړۍ د نامتو کسانو له خوا کارول کېږي، بلکې په عام ډول هم شهرت لري او مېلېونه کسان يې کاروي. د فېسبوک، انسټاګرام او نورو ټولنيزو رسنيو پر خلاف، د ټوېټر يوه ځانګړنه دا ده، چې يو ټوېټ کې له ۲۸۰ ډېر توري يا سمبولونه نه شي کارېدلی.
که يو څوګ وغواړي چې له ۲۸۰ تورو او سمبولونو ډېره موضوع يا خبر ټوېټ کړي، نو اړ دي، چې موضوع په برخو ووېشي او بيا يې ټوېټ کړي. لومړيو کې، ټوېټر کې دا محدويت ۱۴۰ توري وو، چې وروسته يې دوه برابره او ۲۸۰ کړ.
اوس وخت کې، هڅې دا روانې دي، چې ټوېټر به د ۲۸۰ تورو محدويت له منځ يوسي او کارن ته به اجازه ورکړي، چې په برخو د وېشنې پر ځای، خبرونه او نورې لېکنې يو ځای ټوېټ کړي.
د ۲۸۰ تورو محدويت په له منځه وړنې سره، ټوېټر به نورې ځانګړنې وړاندې کړي، چې د هغوی اړوند به ټويټونه کيږي. يانې د لنډو خبرونو، اوږدو ليکنو، رسنيزو خبرتياوو او نورو لپاره به بڼه انتخابيږي.
ټويټر د ۲۸۰ تورو محدويت دې لپاره رامنځ ته کړی، چې ډېر مهم مسايل دلته په لنډ ډول ذکر او وليکل شي. دغه محدويت اوس وخت کې د ټوېټر کارن اړ کړي، چې له ۲۸۰ تورو ډېر ليکل په ۱، ۲، ۳ او نور برخو ووېشي او بيا يې پورته کړي.
وروستي