امپريالېزم څومره منفي دی؟ 

امپريالېزم هغه دولت يا ځواک ته وايي چې د پراختيا، د ځواک غځولو او پر نورو د تسلط په پار، له خپل هېواد او پولو وراېخوا، د نورو د لاس ته راوړنې هڅې کوي. د امپريالېزم يوه ځانګړنه نېونه يا استعمار هم دی؛ هغه څوګ چې امپريالېست وي، يرغلګر به هم  وي. 

د سياست پوهنې اړوند دوه ښوونځيو کې د امپريالېزم انځور: 
۱-  امپريالېزم د مارکسېزم په ليدلوري کې 
هغه کسان او اند لرونکي چې د مارکسېزم ايډيالوژۍ طرف کوي، امپريالېزم د پانګونې زېږنده بولي. دوی استدلال کوي، چې پانګونه په خپله امپريالېزم ته لار پرانېزي او د سرمايه دارۍ يا پانګونې نظام وروستۍ پوړۍ امپريالېزم ده. مارکسېستي ايډيالوژي په دې باور ده، چې د پانګونې نظام کې ډېر توليد کېږي، دغه توليد لپاره بازار موندنه اړينه ده، هر کله چې په کور دننه  د پانګونې نظامونه خپلو توکو ته بازار پيدا نه کړي او يا هم توليد له حد ډېر شي، نو دوی ورته بهرني بازارونه پيدا کوي او دې سره امپريالېزم منځ ته راځي. 

۲-  امپريالېزم په ليبرال په ليدلوري کې 
ليبرالان د امپريالېزم خلاف خو د پانګونې نظام ملاتړي دي. دوی وايي چې هر کله د پانګونې يا سرمايه دارۍ نظام له خپل اصلي مسير څخه په ناسم مسير روان شي، نو پايله يې امپريالېزم کېږي. دوی دا مني، چې د پانګونې نظام د ګټې په لټه کې دی؛ د خپلې ګټې لپاره بايد بازار پيدا شي. دوی وايي چې په دې پار چې د پانګونې نظام پر امپريالېزم بدل نه شي، نو اړينه ده، چې د توليد لپاره په کور دننه بازار پيدا شي. په کور دننه بازار هغه وخت پيدا کېږي، چې پانګونه عقلاني  شي. بيا عقلاني په دې مانا، چې د توليد ترڅنګ د خلکو د اخېستو وړتيا هم لوړه شي، نو توليد او رانېونه به يې سره مساوي روان وي او بيا اړتيا نشته چې د هېواد له پولو وراېخوا د توليد لپاره نورو هېوادونو کې بهرني بازارونه پيدا شي. 

امپريالېزم اوس دې ۲۱ پېړۍ کې هم شتون لري. هغه هېوادونه چې د امپريالېزم ځانګړنې لري، د خپلو وسلو د توليد لپاره بازارونه پيدا کوي؛ د ۱۸مې، ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ امپريالېزم يې يو  نوې بڼې کې روان کړی دی. اوس وخت کې د امپريالستي هېوادونو  يوه بېلګه د امريکا متحد ايالت دی. د بشپړ پانګونې نظام سره د نړۍ په هېوادونو کې خپل توليد ته بازار پيدا کوي او همدا ډول د درېيمې نړۍ هېوادونو خامو موادو ته د لاس رسي لپاره يې جګړې اوږدې او بې حل ساتلې دي.