د ايران او روسيې اوسنيو غښتليو اړيکو ته ځغلنده کتنه!  

د ايران او ماسکو اړيکې تر بل هر وخت نن سبا خوږې او د دوستي او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او تر ټولو مهم تمرکز په دې ارتباطاتو کې اقتصادي، نظامي او سيمه ييزې اړيکې جوړوي چې دواړه هېوادونه د پخوا په نسبت يو بل ته په دې برخو  کې خپلمنځي ګډې همکاري ته ډېره اړتيا لري.

او سربېره پر دې دواړه هېوادونه له چين سره يو ځای  د امريکا  او لويديځ  سيالان او د امريکا او ناټو تر اقتصادي بنديزونو لاندې کلونه کلونه ژوندي ګرځي او لا هم د تسليمي سرونه نه ټيټوي.

سره له دې چې سخت کرونايي حالات دي او د نړۍ ولسمشران تر ډېره بريده سفرونه نه کوي خو د روسيې او ايران په داسې حال کې تودې اړيکې ددې ښودنه کوي چې روسيه غواړي له ايران سره خپله همکاري او اړيکې خصوصا په اقتصادي برخه کې نږدې او قوي کړي. 

د جنوري په دويمه نيمايي کې د ايران د ولسمشر ابراهيم رييسي د ولسمشر په توګه د لوړې له کولو وروسته په لومړي باندني سفر ماسکو ته د پوتين په بلنه ولاړ، سفر چې د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين په بلنه ترسره شوی و  دواړو ولسمشرانو د خپلمنځي خبرو اترو په اهمیت اعتراف وکړ. او د دواړو هېوادونو تر منځ د شل کلنو اقتصادي اړيکو د لارنقشې د جوړولو هوکړه ليک یې لاسليک کړ او له خپلو حکومتونو یې وغوښتل چې د اوږد مهاله همکاري د لارنقشې د  ژر ، اسانه او ښه عملي کېدا اغېزمنې لارې چارې دې ومومي.

ایران له روسیې سره لا د مخه د Shanghai Cooperation Organisation شانګهای سازمان غړی او د  Eurasian Economic Community په چوکاټ کې ښه همکاري لري او دواړه هېوادونه ددې سازمانونو غړيتوب لري. له همدې امله ایران کېدلی شي په داسې پراخ او دوه جانبه پلېټ فارم کې هم له روسيې سره ښې نږدې اړيکې ولري. 
په دې سره ايران هڅه کوي له چين وروسته چې د ۲۵ کلونو ستر ستراتيژيک تړون یې ورسره څو میاشتې مخکې لاسليک کړی دی اوس غواړي له روسيې سره نږدې شي او په يو ډول امریکا او لويديځ ته دا ګوتڅنډنه وکړي چې که تاسې (امريکا او ناټو) زموږ په مقابل کې هرڅومره هم مانع کېږئ موږ نور انتخابونه هم لرو  او له نورو هېوادونو سره د متقابلو همکاريو له لارو کار اخيستلی شو.

له بل پلوه په سوريه کې د ايران او روسيې نږدې همکاري ، له بشارالاسد څخه د ايران او روسيې ملاتړ او د امريکا په مقابل کې درېدل  هم  دواړه هېوادونه ګډ کار او نږدې همکاري ته رابولي او تر ډېره بريده په منځني ختيځ کې د دواړو منافع يو د بل سره په ټکر کې نه دي.

د پوتين او ابراهيم رييسي په دری ساعته  خبرو اترو کې د خپل منځي قوي اقتصادي اړيکو، سياسي نږدې مسايلو ، منطقوي موضوعاتو او د نړۍ په حالاتو خبرې وشوې او ځينو تفاهونو ته ورسېدل.

داسې ښکاري چې روسيه د ايران له اوسني حکومت سره د روحاني د حکومت په پرتله ډېرې نږدې اړيکي ټينګول غواړي او هڅه کوي په سيمه ييزه او نړيواله  کچه له هېوادونو سره خپلې اړيکې لا قوي او سره نږدې کړي او -سربیره پردې د لویدیځو هیوادونو لخوا د اقتصادي بنديزونو او  کرونايي حالت سره سره  د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوې. او د سوداګري کچه د دواړو هېوادونو تر منځ د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه اضافه شوې ده چې د پياوړې اړيکو يوه څرګنده نښه ده. 

ابراهیم رئیسي له پوتين سره په ناسته کې یادونه وکړه چې هیواد یې له څلویښتو کلونو راهیسې د امریکا له خوا د لګول شویو محدودیتونو او بنديزونو لاندې ژوند کوي، خو زموږ له روسیې سره په دوستي کې هيڅ خلل نه دی ليدلی او زموږ د اړیکو پر پراخولو هیڅ ډول بندیزونه نشته. موږ کولای شو د اقتصاد، سیاست، کولتور، ساینس، ټکنالوژي، دفاع، امنیت، فضا او نورو ډېرو برخو کې همکارۍ ته پراختیا ورکړو.

روسيه په ايران کې د اتومي برېښنا بټۍ په جوړولو لګيا ده چې د بوشهر د اتومي برېښنا بټۍ نومېږي او د دوو نورو د اتومي انرژي بټيو په جوړولو به هم ژر لاس په کار شي.. د  بوشهر د بریښنا لومړی واحد لا دمخه په لاره اچول شوی، دوه نور تر کار لاندې دي. د انرژۍ او دفاع په برخو کې ډیر ښه ګډ مفاد د دواړو هېوادونو تر منځ لیدل کیږي.  

همدارنګه ايران په ضمن کې غوښتي دي چې د روسيې د توغنديو ضد سيستم S-400 واخلي او هم په نظامي برخه کې له روسيې څخه نظامي تجهيزات او سامان الات وپېري. ایران او روسیه د نفتو په برخه کې د همکارۍ بډایه امکانات لري.

روسیه غواړي چې په سيمه کې له ټولو هېوادونو سره نږدې او ستراتيژيکې اړيکې ولري او نه غواړي څوک د ځان د مخالفت دولت د خپل نفوذ په ساحه کې پيدا کړي او غواړي د اقتصادي او سيمه ييزو اړيکو په چوکاټ کې د شاوخوا هېوادونو سره اړيکې پراخې او نږدې کړي په سوريه کې د ايران او روسیې ګډې پوځي همکاري وکړای شول چې نړيوال تروريزم سره په برياليتوب سره مقابل وکړي او مات یې کړي.

سره له دې چې دواړه هېوادونه په ځينو برخو کې مشترکې او ګډې ګټې نه لري خو بيا هم دواړه هېوادونه په همداسې حالاتو کې هڅه کوي چې پر يو بل باور وکړي او په هغو ټکو تمرکز وکړي چې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کوي  د دواړو هېوادنو ولسمشرانو په خبرو کې وويل د تفاهم او جوړجاړي لټون د متقابلې ګټورې همکارۍ اصلي شرط دی.  

دوی زياته کړه امریکا او متحدین یې چې د تسلط، قدرت او دیکتاتورۍ له دریځونو څخه په خبرو کولو عادی شوي دي، د اړیکوجوړول ورسره د متقابل احترام او درناوي په چوکاټ کې نشي ترسره کېدلی.

د ولادیمیر پوتین سره له ملاقات او خبرو سربیره، ابراهیم رییسي د روسيې په پارلمان (دوما) کې وینا وکړه، د سوداګرۍ ټولنې او مسلمانو ديني عالمانو سره یې وکتل او ددې لپاره چې وښيي چې زموږ اړيکې تر بل هر وخت قوي او نږدې دي د کرملين په ماڼۍ کې یې د روسيې د ولسمشر په مخ کې د لمانځه پرمهال لمونځ ادا کړ او پوتين ورته لس دقيقې  انتظار کېناست تر هغه چې د ابراهيم رييسي لمونځ خلاص شو او غونډه بيرته پیل شوه.

شننه: سردارولی الکوزی 