د ستورو او سيارو ترمنځ توپير؛ د شپې تياره کې چې اسمان کې کوم سپين ټکي ګورئ، دا ستوري دي که سيارې؟ 

ټولو به ليدلي وي؛ کله چې د شپې تياره کې د اسمان پر لور وګورئ، ځيني غټ او ځيني واړه، ځيني ډېر روښانه او ځيني يو څه تياره، ځيني ځلا لرونکي او ځيني بې ځلا ټکي ښکاري؛ چې په عام ډول يې موږ د ستورو په نوم پېژنو. ستوري او سيارې د شمسي نظام دوه بېلې هستۍ دي. آيا ستوري او سيارې دواړه يو دي او که ترمنځ يې توپير شته؟ دې ليکنه کې د ستورو او سيارو ترمنځ توپير در ښييو. 

۱- ستوري: انګلېسي کې ورته star وايي. په دې اړه چې د انګلېسي ژبې  star کلمه کومه رېښه لري، ډېرې مناظرې پرې شوې دي. د کلمو رېښه څېړنې پوهې (Etymology) کې د star انګلېسي کلمې  په اړه  بېلا بېلې رېښې وړاندې شوي دي. ځيني وايي، چې star کلمه د پروټو-هند-اروپايي ژبې راخېستل شوې ده، چې د سوځولو او ايرو مانا لري. يانې له ash کلمې سره د ter ورستاړی يوځای شوی او star ترې جوړ شوی دی. ځيني بيا پر دې باور دي، چې د ستوري انګلېسي کلمه د لاتيني ژبې stella، د يوناني ژبې aster او جرمني ژبې له Stern کلمو راخېستل شوې ده. د ستوري تعريف داسې کېږي: "ستوری د پلازما یو روښانه، ډیر ګرم آسماني بال دی، چې د خپلې جاذبې قوې په وسيله سره نښتی ساتل کېږي." ځينو نورو بيا ستوری  داسې تعريف کړی، "ستوري هغه ستورپوهنيز توکي دي، چې خپله رڼا خپروي، چې د اتومي هستې د حرارت درجې يا تورمونوکلير د ويلې کېدو پر اساس چې هسته کې شتون لري، رڼا توليدوي."

۲- سياره: پښتو او دري ژبو کې ورته سياره وايي او انګلېسي نوم يې  Planet دی. د انګلېسي ژبې د Planet کلمه د يوناني ژبې له planetes کلمې راخېستل شوې ده، چې  يوناني ژبه کې planetes لالهانده او سرګردانه ګرځېدو ته وايي او بيا يې انګلېسي مترادفه کلمه wanderer ده. مطلب دا چې لروغونو يونايانو به هغه ستورو ته سيارې ويلې، چې کله به دوی کتل نو هغوی به حرکت او ګرځېدو کې وو. لنډه دا چې سیارې هغه آسماني څیز ته اشاره کوي چې یوه ثابته لاره (مدار) لري، په کوم کې چې د ستوري شاوخوا حرکت کوي.

۳- د ستورو او سيارو ترمنځ توپير: 
- د ستورو ځای تغير کوي، خو ډېر وخت وروسته واقع کيږي او بيا سيارې د ليد وړ د ځای تغير او حرکت لري. 
- ستوري خپله رڼا توليدوي خو سيارې بيا تياره دي او  خپله رڼا نه شی توليدولی. 
- د ستورو په پرتله سيارې وړې دي او ستوري بيا لوی وي. 
- سيارې کروي بڼه لري خو بيا ستورې ځانګړې معينه بڼه نه لري. 
- ستورو کې د حرارت درجه لوړه خو سيارو کې ټيټه  وي. 
- د شيدو لارې ستورټال شمسي نظام کې ستوری شتون لري، چې موږ لمر ورته وايو او بيا د دغه کهکشان کې اته سيارې شتون لري. 
- ستورو کې هایډروجن، هیلیم او نور رڼايي لرونکي عناصر وي، خو بيا  سيارې د جامد، مایع، ګاز او نورو عناصرو جوړښت لري.