ځيرک موبايلونو خو پېژني؛ ځيرک سړک (smart road) نظريه مو اورېدلې؟ نړۍ د راتلونکې لپاره دا برخه بډايه کوي 

هغه کسان  چې دا ليکنه لولي نو دوی د smart phone يا ځېرک موبايل کلمو سره هم اشنا دي او پوهيږي، چې ځيرک تېلفون او ځيرک موبايل کومې ځانګړنې لري او څه ډول کار کوي. اوس وخت کې ټېکنالوژي په تېزۍ وړاندې ځي، تر دې چې سړکونه به هم ځيرک يا smart شي. دې ليکنه کې د ځيرک سړک (smart road) په اړه مالومات ولولئ. 

د تګ - راتګ، لارې پيدا کول، ان لاين موټر راغوښتل، پرته له موټر چلونکي د ګاډو تګ او نورو برخو  کې له وړاندې دېجېټل او پر ټېکنالوژۍ ولاړ کارونه شوي دي. د وګړو په ډېرېدو او اسانتياوو منځ ته راتګ سره د اندېښنې هم ډيريږي، چې وخت به له انسانانو ګاډي ډېر او دولتونو په ستونزمنه شي، چې ښارنو او سړکونو کې ګاډي کنټرول کړي.  

سمارټ/ځيرک سړکونه د څيزونو انټرنیټ (IoT) اړوند وسایل کاروي ترڅو موټر چلونه خوندي او ډیره اغیزمنه کړي. دې ټېکنالوژۍد چاپيريال ساتنې سترې موخې، زرغونتيا او د هوا پاکوالی په پام کې نېول کېږي. دې ټېکنالوژۍ کې فزيکي بنسټونه يا زيربناوې پر ټېکنالوژۍ د ولاړو سافټ او هارډ پروګرامونو او وسايل سره يو ځای کېږي. د ځيرک  سړکونو ټېکنالوژۍ خپله غيږ کې د ګڼې - ګوڼې مديريت، پر لوړې ټېکنالوژۍ د ترافيکي څراغونو برابرول، پر سړکونو د احتمالي ستونزو او ګواښونو ښوودنه، د سړکونو ظرفيت او خوندي موټرچلونه په ګوته کوي. 

د ځيرک سړکونو پرمختللې بڼه چې د راتلونکې لپاره پام کې نېول شوې ده، په دې ډول ده چې سړکونه به کولی شي، د موټرونو سرعت په خپلسري ډول هغه وخت راکم کړي، کوم وخت چې ټکر يا بل ګواښ نېږدې وي. ځيرک سړکونه به دا وړتيا ولري، چې ناوړ موټرونو ته د تګ اجازه ورنه کړي او هغه موټرې په ګوته کړي، چې يايې سړک ظرفيت نه لري او يا هوا ککړوي. 

د نړۍ د موټرونو توليدي شرکتونه هم په دې لټه او هڅه کې دي، چې د ځيرک سړکونو سره په سمون کې بشپړ برېښنايي ګاډي هم توليد کړي، چې ښارونو کې د اوسنيو شته موټرو په پرتله به توپيري وي. د ځېرکو سړکونو يوه بېلګه چې په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوه، برېښنايي سړکونه وو. برېښنايي سړکونو لپاره ځانګړي برېښنايي بسونه جوړ شوي وو چې د تيلو مصرف کمول يې موخه وه.