د سږو سرطان؛ نښې، لاملونه او ورڅخه ځان ساتنه 

د سږو سرطان هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د سږو حجرې په غیر منظم ډول د سږو دننه وېش پيل کړي؛ د حجرو دغه غير روغتيايي وېشنه د تومورونو د ودې لامل کیږي. د سږو سرطان د تنفس کولو وړتیا کموي او دغه سرطان د بدن نورو برخو ته خپریږي. د سږو سرطان يو ستر لامل سګرټ څکول دي، خو دا اړينه ده چې بايد ووايو، د سږو سرطان يوازېنی لامل سګرټ څکول نه دي، بلکې نور لاملونه هم شته. د سږو سرطان وژونکی دی، مګر اغیزمن تشخیص او درملنه يې د مرګ شونتيا کموي. 

د سږو سرطان عمده نښې - نښانې: 
- د اغېزمن کس په غږ کې بدلون او خړپړتیا؛ 
- د سينې ميکروبي کېدنه؛ د برونشیت یا سینه بغل پيدا کېدل؛  
- د سینې دننه د لمف غدو پړسوب؛ 
- اوږدمهاله ټوخی چې شونې ده، ډېر بد وضعيت ته ورسيږي؛ 
- د سينې درد؛ 
- ساه لنډي او دوامداره ټوخی؛
- د هډوکي درد او د هډوکو ماتېدل؛ 
- وينه لرونکی ټوخی؛
 
- د خولې له لارې د وینې ټوټې غورځول؛ 
- د وزن او اشتها له لاسه ورکول؛ 
-  ستړيا او بې دمې کېدل. 

د سږو سرطان درې پړاونه: 
د انسان د وجود بېلا بېل سرطانونه مختلف پړاونه لري. د سرطان پړاونه د سرطاني حجرو د رشد پر بنسټ دي. خپله ناروغ او ډاکټر ته اړينه ده چې د سرطان پر پړاونو پوه شي، ځکه د همدې پړاونو اړوند يې درملنه کېږي او سرطان تر کنټرول لاندې نېول کېږي. د سږو سرطان هم درې پړاونه لري: 

- localized: دا هغه پړاو دی چې د سږو سرطاني حجرې د سږو دننه وي او د وجود نورو برخو ته يې سرعت نه وي کړی؛ 
- regional: دې پړاو کې بيا د سږو شااوخوا ځينو نسجونو او په ځانګړې ډول د لمف غدو ته رسېدلی وي؛ 
- distant: د سږو سرطان وروستی پړاو distant دی، چې د سږو وراېخوا د وجود نورو غړو ته هم خپور شوی وي. 

د سږو سرطان د مخنيوي لومړنۍ لارې - چارې: 
- هغه کسان چې عمرونه يې د ۵۵ او ۸۰ کالونو په منځ کې وي، اړينه ده چې د سي ټي سکن په وسيله معاينات چې Screening ورته وايي وکړي. 
- هغه کسان بايد ځانونه معاينه کړي، چې ديرش کاله يې په ورځ کې يو ډبی او يا هم پنځلس کاله په ورځ کې دوه ډبي سګرټ څکولي وي. 
- هغه کسان چې اوس هم سګرټ څکوي او يا يې په نېږدې تېر کال سګرټ خوشي کړي، د سږو سرطان معاينه ورته اړينه ده.

د سږو سرطان درملنه: 
اوس وخت کې تر يو بريده د سږو سرطان درملنه شونې ده، خو اړينه دا ده، چې بايد دغه درملنه د سرطان په لومړي پړاو کې پيل شي. 
- د سږو د سرطاني برخې يا ټول سږي لېرې کول؛ 
- کیموتراپي چې کولی شي سرطاني حجرې ووژنې او له فعاليت يې وغورځوي؛ 
- د وړانګو په وسيله درملنه، کوم چې د سرطان حجرو د وژلو لپاره د لوړې انرژي وړانګې په کې کارول کېږي؛ 
- هدف شوي درملنه، کوم چې د تومور د ودې مخنیوي لپاره یو ځانګړی چلند په نښه کاروي.