د ستورټال يا کهکشانونو په اړه مو دې (https://rohi.af/news/91361) ليکنه کې د کهکشانونو تعريف، ډولونو، شمېر، بڼو، د کهکشانونو ترمنځ ټکر او کهکشانونو کې د ستورو د شمېر په اړه مالومات وړاندې کړل. دې ليکنه کې د هغه کهکشان په اړه ليکل کوو، چې زموږ شمسي نظام يې برخه ده او هغه ځمکه چې انسانان، نور ژوي او بوټي په کې اوسي، د همدې کهکشان د شمسي نظام يوه سياره ده.
پښتو کې ورته د شيدو لار ستورټال (کهکشان) وايي، دري نوم يې کهکشانِ راهِ شیری دی او د انګلېسي ژبې Milky Way نوم يې د لاتينې ژبې له via lactea اويوناني ژبې γαλακτικός κύκλος راخېستل شوی دی، چې د شيدو دايرې مانا ورکوي. د شيدو لار، راه شيري او Milky Way ځکه ورته وايي، چې که چېرې دغه کهکشان په تېره کې وکتل شي، نو د يوې لارې په بڼه ښکاري او رنګ يې هم سپين - شيدو ته ورته دی.
د شیدو لار کهکشان، یو لوی تاو راتاو سیسټم چې د څو سوه ملیارد ستورو څخه جوړ دی، لمر هم د دغه کهکشان يو ستوری دی. ځمکه چې موږ په کې ژوند، د همدې ستورټال يوه سياره ده. د دغه کهکشان قطر له سل بيا تر دوه سوه زره لمريز کاله حساب شوی. (لمريز يا نوري کال د اوږدوالي د اندازې واحد دی، چې انګلېسي کې ورته Light-year وايي. يو لمريز کال نېږدې ۹.۴۶ ترېليون کيلو متره کيږي. يو لمريز کال هغه واټن دی، چې لمر يې په خالي فضا کې د يو کال دننه يا ۳۶۵ ورځو موده کې وهي.) دغه ستورټال کې له سل بيا تر څلور سوه مېليارده ستورې او پر همددې شمېر سيارې حساب شوې دي. شمسي نظام د دغه کهکشان له مرکز ۲۷۰۰۰ نوري/لمريز کال واټن کې شتون لري.
دغه کهکشان خورا لوی دی؛ يوازې هغه شيدو رنګه لارې چې د شپې په تياره کې يې موږ ګورو د شيدو لار ستورټال برخه نه ده، بلکې ټول هغه ستوري چې د شپې په تياره کې له دې لارې لېرې ښکاري، د همدې کهکشان اړوند ستوري دي.
د شيدو لارې کهکشان څنډې نه مالوميږي، او او تر اوسه دقيق مالومات نه کيږي، چې سر او پای يې تر کوم ځای پورې دي. لا هم ډېرو څېړونو ته اړتيا ده، چې په دې برخه کې څېړنې وشي او د شيدو لارو کهکشان کې موندنې وشي. امريکا کې ناسا اداره او نړۍ کې نور څېړنيز مزکونه هر کال د نوي موندنو وايي.
وروستي