کم خوني (وينه لږی)؛ لاملونه؛ نښې، طعبيي او طبي درملنه يې 

د انسان او يا نورو ژوو په بدن کې د وينې د سرو ژونکو  (Red blood cell) لږوالی سبب کېږي، چې د کم خونۍ، وينه لږی يا anemia په ناروغۍ اخته شی. دغه ناروغي کم عمره ماشومانو کې ډېره وي، خو د عمر په مختلفو پړاونو کې يو کس پرې اخته کېدای شي. د وينې سرو کروياتو کمښت د کم خونۍ اصلي لامل دی خو ځيني نورې ستونزې او حالتونه هم شتون لري، چې پايله کې يې يو کس  په دې ناروغۍ اخته کېږي. 

د کم خونۍ نښې - نښانې: 
- د مخ، لاسونو، پښو او په لويه کې د پوستکي رنګ ژیړ او سپين تښتېدلی وي؛ 
- د زړه ضربان ډېر او غير منظم وي؛ 
-  ساه لنډي شتون لري او سينه کې درد احساسيږي؛ 
- وجود کمزوری او اغېزمن کس ستړی او بې دمې وي؛ 
- سر  درد کوي  او اشتها سمه نه وي. 

ولې مو وينه کمېږي؛ د کم خونۍ يو څو لاملونه: 
- د اوسپنې کمښت: وجود د اوسپنې کمښت د کم خونۍ عامه بڼه ده؛ هغه کسان چې وينه يې  کميږي، ډېری يې هغه دي چې د اوسپنې کمښت سره مخ وي. وينه کې د اوسپنې کمښت په خپله د وينې کمښت دی او هر کله چې وجود کې د وينې مقدار کم شي، نو په کم خونۍ اخته کېږی. دلته اړينه ده چې د وينې د کمښت دوه ډولونه په ګوته کړو- ځيني وخت ميرمنو کې د زېږون، د ټپ کېدو او ټکر او يا بلې ضربې پر بنسټ وجود زخمي کېږي او وينه ورڅخه ځي. دغه وضعيت ته د وينې کمښت يا blood loss وايي، خو anemia نه ده. لنډ مهاله وي او وروسته بېرته وينه پوره کېږي. دويم ډول د وينې کمښت anemia  ده، چې د اوسپنې کمښت، د وينو سرو کروياتو حجرو کمښت، د معدې زخم، سرطان او نورو له امله پيدا کېږي او کم خوني ورته وايي. 

- د وينې سرو کروياتو ( RBCs) کمښت او کمزورتيا: 
د هډوکو دننه نرمه، مغزي، سپنجي برخه د وينې د سرو کروياتو د توليد دنده  لري. د هډوکي دغه برخه د تنې حجرې stem cells توليدوي چې همدا د تنې حجرې د وينې سره کرويات، سپين کرويات او پلیټلیټ رامنځ ته کوي.  د وينې سرطان مختلفې بڼې چې د  leukemia په نوم ياديږي، د هډوکي پر سپنجي برخه اغېز کوي او هلته د وينې حجرو توليد کمزوری کوي او يا يې له منځه وړي. هغه کسان چې leukemia ولري نو غير روغتيايي او بې نارمله وينې سپنې حجرې يې ډېرې توليديږي  او په بل اړخ کې سره کرويات کمزوري کېږي. 

- د ويټامينونو کمښت: د وجود ځيني ويټامينونه د وينې حجرو په توليد کې رول لري. په ځانګړې، Vitamin B-12 ويټامين د وينې سرو کروياتو لپاره اړين دي. هر کله  چې وجود په پوره اندازه ويټامين بي ۱۲ ونه لري، نو بيا هم په کم خونۍ اخته کېږي.  

- د وجود دفاعي سېسټم ناسم غبرګون: د وينې سرو کروياتو حجرې ۱۲۰ ورځې ژوندۍ پاتې کېږي او د وينې په جريان کې وي. ځيني وخت شونې ده، چې دفاعي سېسټم په تېروتنې سره د وينې سرو کروياتو حجرې په نښه  او له ۱۲۰ ورځو وړاندې يې له منځه يوسي. دې وضعيت ته Destruction of RBCs وايي چې له امله يې کم خوني رامنځ ته کېږي. Destruction of RBCs کې د انسان دفاعي سېسټم د وينې سره کرويات د يوې بهرنۍ مادې په ډول پېژني او د ۱۲۰ ورځې نارمل روغيتايي پړاو له بشپړولو وړاندې يې له منځه وړي. 

د کم خونۍ درملنه: 
کم خوني ډولونه لري او درملنه يې هم د هغې د بڼې او تر شا لاملونو پر بنسټ کېږي. په لويه کې لاندې مسايل د کم خونۍ د درملنې برخه جوړوي: 
- د ډاکټر د توصيې اړوند داسې  درمل، خواړه، ميوې او شنه خوړل چې له اوسپنې غني وي. 
- هغه خواړه او ميوې بايد وخوړل شي، چې ويټامينونه په کې وي. په ځانګړې، د کم خونۍ يو لامل وجود  کې د بي ۱۲ ويټامين هم دی، چې په پوره کېدو سره يې کم خوني درملنه کېدای شي. حيواني غوښه، ځيکر او پښتورګي، ماهي، شيدې، هګۍ، وچې ميوې، وريجې، شنه پالک او نور د ويټامين بي ۱۲ برخه کې بډايه خواړه دي او د کم خونۍ لپاره غوره درملنه.