کهکشان (Galaxy)

د کهکشان انګلېسي کلمه د يوناني ژبې له galaxias کلمې راخېستل شوې او galaxias په يوناني ژبه کې د شيدو لار يا  Milky Way مانا ورکوي. (د شيدو لار/ Milky Way هغه کهکشان دی، چې زموږ شمسي نظام په کې دی.) کهکشان داسې تعريفيږي، چې د ګازو، دوړو، او د ملیاردونو ستورو او د دوی د لمریزو سیسټمونو یوه لویه مجموعه ده، چې ټول د جاذبې په واسطه سره تړلي دي. د کهکشانونو شمېر خورا ګڼ دی؛ ترټولو کوچنی کهکشان  dwarfs نوميږي چې سلګونه مېليونه ستوري لري او بيا تر ټولو لوی او تر اوسه پېژندل شوی کهکشان  giants دی، چې لس ترېليونه ستوري لري. کهکشانونه د مرفولوژي پر بنسټ تقسيم  بندي او وېشل شوي دي؛ دغه وېشنه د کهکشانونو د ظاهري  لېدلو پر بنسټ کېږي. 

د کهکشانونو په اړه د ناسا وروستۍ موندنه چې تېر ۲۰۲۱ز کال کې خپره شوې ښيي، چې د لیدلو وړ کائناتو کې له دوه ترېيلون ډېر کهکشانونه شتون لري. د ناسا د مالوماتو پر بنسټ، دغه له دوه ترېليون ډېر کهکشانونو کې د ستورو شمېر د نړۍ د ټولو بهرنو په ساحلونو کې د شته کاڼو او شګو له شمېر ډېری دی. فضا کې د کهکشانونو ترمنځ تشه د يو کمزوري ګاز څخه ډکه ده او دغه تشې يا د کهکشانونو ترمنځ واټن ته  intergalactic medium وايي. 

تر اوسه په سلګونه زره کهکشانونه نوملړ شوي دي، خو يوازي يو څو کهکشانونو ته نومونه ورکړل شوي دي. د شيدو لار يا milky way په خپله يو کهکشان دی، چې زموږ شمسي نظام  په کې دی او ځمکه چې  انسان  په کې اوسي، د شيدو لار کهکشان د شمسي  نظام يوه برخه ده. 

د کهکشانو په اړه وروستۍ څېړنې دا هم ښيي، چې شمېر  ډېر دی او تر اوسه يې انسانان او د انسانانو ټېکنالوژۍ په دې بريالۍ شوې نه دي، چې د ټولو کهکشانونو کره شمېر مالومام کړي.  تر سره شوي څېړنې په ګوته کوي، چې کائناتو کې په مختلفو بڼو، رنګونو او اندازو کهکشانونه شتون لري. 

کهکشانونه په خپل منځ کې  سره ټکر هم کوي. د شيدو لارې کهکشان چې موږ په کې اوسو تر ټولو نېږدې کهکشان يې انډرومیډا نوميږي؛ وړاندوينه دا کېږي، چې د شيدو لارې کهکشان به  هم له انډرومیډا سره ټکر وکړي، خو داسې اټکل کېږي، چې دا ټکر به ميليونه کالونه وروسته وي. ساينس پوهان وايي چې  بيا هم که چېرې دا ټکر همدا نن او سبا وشي، نو کهکشانونه  دومره لوی دي، چې په ټکر سره به يې انسان پوهه هم نه شي؛ په کې شمسي نظام او او سيارې به سره ټکر نه شي.