دوه حقوقي - سياسي کلمې (De Jure/دوژور يا قانوني او De facto/دفاکتو يا عملي)؛ افغانستان دفاکتو او که دوژور دولت دی؟
۱- دفاکتو لاتينه رېښه لري؛ deːˈfakto، انګلېسي لغوي مانا يې "in fact" ده. پښتو کې ورته په عمل کې، عملاً يا په رېښتا کې ورته ماناوې لري. سياست او قانون کې دفاکتو هغه وضعيت ته وايي، چې شتون ولري خو په رسمي ډول په رسميت پېژندل شوی نه وي. که حکومت وي او يا هم کوم بل واقعي شخصيت، شتون لري خو رسميت نه لري او قانون په رسيمت نه وي پېژندلی، نو دفاکتو ورته وايي. د دفاکتو نورې مترادفې کلمې essentially، unofficial، actually او in fact دي.
۲- De Jure هم لاتينه رېښه لري. د دفاکتو کلمې مقابله او متصاده کلمه ده. دوژور هرې هغې هستۍ، شتون او شخصيت ته وايي، چې په قانوني او حقوقي ډول په رسميت پېژندل شوی وي؛ اړينه ده که په عمل کې کړنې او شتون ولري او يا نه. پښتو کې د دوژور ماناوې مشروع، قانوني، حقوقي او رسمي کېدای شي.
۳- دفاکتو حکومت: هغه حکومت دی، چې په هغه کې د حاکمیت ټول صفتونه شتون ولري، خو واک يې په تېر کې له داسې حکومت تر لاسه کړی وي، چې دوژور وي. دفاکتو حکومت عملي شتون لري، د هېواد پر جغرافيې واک وي خو په رسميت نه وي پېژندلی شوی.
له حکومتونو وراېخوا نور مسايل هم دفاکتو کېدای شي. لکه يو هېواد کې ژبه. هغه ژبه چې ډېر ويونکي لري او مسلطه ژبه وي، خو د هېواد رسمي ژبې په ډول په رسميت نه وي پېژندل شوې.
اوس وخت کې د طالبانو حکومت هم په دفاکتو وضعيت کې دی. په عملي بڼه شتون لري، پر ټولې جغرافيې يې حاکميت لري، خو په رسمي ډول د نړۍ د هېوادونو له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی. هغه هېوادونه چې اوس وخت کې افغانستان سره سياسي اړيکې لري او هغه هېوادونو ته د افغانستان حکومت چارواکي سفرونه کوي، دوی د افغانستان اوسنی دولت د يو دفاکتو دولت په ډول په رسميت پېژني.
وروستي