الجزيرې د افغانستان په اړه په يو تازه راپور کې ليکلي دي، چې د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغان حکومت، امريکايي او اروپايي ډېپلماټانو ناسته کې د بحث ډېر تمرکز پر بشري مرستو وو خو د شنونکو له انده چې دې ناسته کې د طاـلبانو (په رښتیا کې يا de facto) بڼه د حکومت رسميت پېژندنه هم شامله وه.
د امريکايي او اروپايي ډپلماټانو په يو ګډ ليک کې چې له ناستې وروسته خپور شوو، دوی له طالبانو په کې غوښتي، چې د بشري حقونو پر وړاندې تاوتريخوالي، خپلسري توقیفونو، جبري ورک کېدنې، پرته له محکمې وژنې او شکنجې، د رسنيو ځپل او محدودول، د زده کړو او کار په برخه کې د نجونو او ميرمنو بندول او له نارينه پرته د ښځو پر اوږدو سفرونو بنديزونو لګولو مخه بايد ونېول شي.
د شفیع اعظم په نوم د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي چې اوسلو ناستې ګډونوال وو، الجزيرې سره په خبرو کې د اوسلو ناسته اسلامي امارت لپاره ګټوره بللې ده.
اعظم الجزيرې ته ويلي، "دا د طالبانو لپاره یو ګټور فرصت و چې د اروپایی اتحادیې اکثریت غړو ته وینا وکړي او د دوی اندیښنې واوري او له دوی سره زموږ لاسته راوړنې شریکې کړي او د ننګونو په اړه خبرې وکړي او همدارنګه اروپا ته زموږ راتلونکي پلانونه انتقال کړي."
الجزيرې د محسن امین په نوم د يو شنونکي له خولې ليکلي چې د اوسلو ناسته په de facto بڼه د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنه وه او دا بايد وويل شي، چې له وړاندې د طالبانو حکومت په de facto بڼه په رسميت پېژندل شوی دی.
د افغانستان په اړه يو بل بحث د ټول شموله حکومت جوړېدل دي، چې چې خپله طالبان، ناراضه افغان سياسيون، د افغانستان ګاونډ هېوادونه او نړيوالې يې په اړه بېلا بېلې څرګندونې لري خو د ا.ا وايي چې حکومت يې له وړاندې ټول شموله دی.
وروستي