ستا له غمه-  د ډاکټر ايمل ارمان شعري ټولګه

د ډاکتر ايمل ارمان پلرنی ټاټوبی ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالي، د حصارشاهي کلی دى، خو د هرات ولايت،  شين ډند ولسوالۍ کې يې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

ښاغلی ارمان په ۱۳۷۶ لیږدیز لمریز کال د ننګرهار عالي لېسې څخه د بکلوريا او په ۱۳۸۱ ل کال د ننګرهار اسلامي پوهنتون څخه د لسانس په کچه د فراغت سندونه ترلاسه کړې دي. نوموړي خپلې تخصصي او لوړې زده کړې په هالند او هندوستان هېوادونو کې تر سره کړي، چې د ګران هېواد له مهمو علمي کدرونو څخه شمېرل کېږي او د ژوند په ډېرو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د نورو ډېرو بېلابېلو علمي او مسلکي چاپي اثرونو سربېره (ستا له غمه) د ښاغلي ډاکټر ايمل ارمان لومړۍ شعري ټولګه ده چې د ۱۴۰۰ لېږديز لمريز کال په ژمي کې يې په ښه کېفيت، ښکلې بڼه او لوړ تېراژ د شعر مينه والو ته په خپل شخصي لګښت په چاپ شوې بڼه وړاندې کړو.

د کتاب پېل د کتاب په ارزښت او د شعر په خوږو خبرو شوی دی، چې بېلابېلو ليکوالانو پرې په ليکلي ډول خپل نظرونه وړاندې کړې دي، هنري او شعري پېل يې د اسلامي عنعناتو، رواجونو او عقيدو په منلو او پرې د باور ساتلو باندې څرګندېږي، همدا ډول دې ټولګه کې د ګران هېواد هر اړخيز وضعيت او د هېوادوالو د زړه خبرې په خورا ښکلي انداز او د شعر په خوږه ژبه وړاندې شوې دي، چې د شعر مينه وال به ترې د زړه له کومې خوند واخلي، په دې ټولګه کې د هر هغه څه څخه د شعر په هنري ژبه کې يادونه شوې ده، کوم چې د هېوادوالو په زړه ول او غوښتل يې چې د يو چا له خولې په داسې يو انداز راووځي چې له اثر او تاثير ‌ډک وي، په زړونو کې ځای ونيسي او په ډېره اسانۍ له ټيټې کچې وګړو تر لوړپوړو ورسي، د هېواد او هېوادوالو په وړاندې د ناخوالو يادونه د دې کتاب د منځپانګې يوه ستره برخه جوړوي او د همدې ناخوالو لاملونه يې رابرسېره کړې دي او د ناخوالو د رامنځته کوونکو په عاملينو يې پکې د سمون لپاره غږ کړی دی.

ډېری شعرونه يې دين او وطن سره د مينې په اړه دي، حماسي شعرونو ته پکې د پام وړ ځای ورکړل شوی، چې د دې ترڅنګ يو بل سره مينه، محبت، سترګې، رخسار، جانان او د مينې ژوند د کتاب اصلي منځپانګه رامنځته کوي او جوړوي.

پورته ټول هغه بنسټيز لاملونه دي، چې ښاغلی ارمان يې د شعر ليکلو او د کتاب چاپولو ته هڅولی دی، همدا وو چې د ګرانو هېوادوالو او د شعر مينوالو ته يې (ستا له غمه) پنوم خپله لومړۍ شعري ټولګه وړاندې کړه، ترڅو د شعر د ټولو مينوالو مينه پرې خړوبه شي، همدارنګه ښاغلی ارمان هڅه کوي، ترڅو راتلونکي کې لانور خواږه شعرونه درنو هېوادوالو ته د کتاب په بڼه وړاندې کړي.

بيا هم ستاسې له ټولو مننه او پدې تمه چې د دې کتاب شعري او هنري منځپانګه درته په زړه پورې اوسي.