سياسي نزاکت؛ په ټولنيزو او سياسي بحثونو کې 

سياسي نزاکت  ته په انګلېسي کې Political correctness وايي او لنډ نوم يې PC ليکل کېږي. سياسي  ادبياتو او سياسي بحثونو ته دغه دوه کلمې د شلمې پېړۍ په اتمه لسيزه کې را دننه شوې دي. سياسي نزاکت دې ته وايي  چې  په  ټوليزو بحثونو،  مناظرو  او  ليکنو کې له هغه کلمو، جملو، خبرو او ګوتڅنډنو مخه ونېول شي؛ چې په  لويه کې يوې  ډلې، قوم، نژاد، مذهب، ژبې او اړخ ته په کې سپکوی کېږي.

هغه کلمې چې د يوې ټولنې دننه د يوې ځانګړې ډلې په اړه  د سپکاوي په ډکه ژبه ويل کېږي، د سياسي نزاکت نه مراعات کول دي. که په لنډ ډول ووايو، سياسي نزاکت دې ته وايي چې يو کس په  ټولنیزو او سياسي خبرو او کړنو کې د يوې داسې ډلې يا کس پر وړاندې د سپکاوي او توهين له خبرو ډډه وکړي، چې له وړاندې تعصبي چلند او ناخوالو سره مخ وي. 

د سياسي نزاکت يوه ټولنيزه بېلګه دا ده، چې که چېرې تاسې ته يو ښځه/جينۍ ووايي چې د ناروغي لپاره روغتون ته تللې وم او تاسې ورته ووايئ، چې هغه (ډاکټر) څه درته وويل، نو سياسي نزاکت پام  کې ونه نېول شو. تاسې دلته د ډاکټر جنس په ګوته کړ، يانې هغه يا ډاکټر څه وويل. ناروغه جينۍ يا ميرمنې دلته داسې احساس کوي، چې ستاسې په ليدلوري کې غوره جنس نارينه ده او دا چې طبي زده کړې غوره او ښې زده کړې دي، نو لا وړاندې يې تاسې په نارينه ډاکټر پورې تړی. 

د سياسي نزاکت پام کې نېونه په دې ډول سره کېږي، چې په ټولنيزو او سياسي بحثونو کې د سپکو کلمو د وينې پر ځای بايد داسې  ژوندۍ او مستندې بېلګې وړاندې شي، چې شته ادعا پرې ثبوت او ذکر شي. د بېلګې په ډول، که افغانستان کې د هزاره قوم په اړه وويل شي، چې دوی پر ميرمنو او ښځو غربي ديموکراسي پلې کوي، نو د افغاني کلتور په پام کې نېونې سره د افغانستان دننه يو قوم ته سپکه  وينا ده او کس چې دا ډول وينا کوي له سياسي نزاکت لېرې دی. د همدې ادعا لپاره  د دومره لنډې ژبې پر ځای کولی شو چې په تفصيل سره موضوع روښانه کړو او د څو لنډو سپکو جملو پر ځای مستندې نورې جملې ووايو.