مالي روغتيا يا Financial Health څه ته وايي؟ څنکه يې مالومه  کړئ چې مالي روغتيا لرئ يا نه؟ 

مالي روغتيا بېلا بېل تعريفونه لري او مختلفې برخې په بر کې  نيسي. د يو کس مالي  وضعيت او د مالی وضعيت ثبات ته مالي روغتيا  ويل کېږي. مالي روغتيا داسې هم تعريفيږي چې د يو کس هغه احساس چې مالي امنيت په کې ولري او په مالي برخه  کې د خوښونې خپلواکۍ ور سره وي، مالي روغتيا بلل کېږي. مالي روغتيا په دوه برخو وېشل کېږي- شخصي مالي روغتيا او د کار - بار مالي روغتيا. دلته پر شخصي مالي روغتيا خبرې کوو. 

پر خپلې مالي روغتيا څنګه پوهېدلی شئ؟ 
مالي روغتيايي وضعيت د خلکو ترمنځ توپيري دی. د يو کس مالي روغتيا له بل سره توپير لري. دلته ځيني عمومي ټکي شته دي چې کولی شئ خپله مالي روغتيا پرې مالومه کړئ. 
۱- د ځان ارزونه وکړئ؛ آيا تاسې د توقع خلاف پېښې د مديريت لپاره پيسې لرئ؟ که چېرې يو بېړني وضعيت کې واقع شئ، نو دومره بوديجه در سره ده، چې په مالي اړخ کې تر بېرون او پرې بريالي شئ؟ 
۲- ستاسې خالص ګټه څومره  ده؟ منفي او که مثبت لور کې روان ياست؟ 
۳- هغه وسايل چې تاسې ورته ژوند کې اړتيا لرئ، در سره دي؟ کوم څيزونه چې تاسې يې اړتيا احساس کړی، نو د رانېونې وړتيا يې لرئ؟ 
۴- د سپما کچه څومره ده؟ کولی شئ دومره  سپما وکړئ که چېرې اوسنۍ دنده مو له لاسه ووځي  او يا هم شته کار - بار مو سره خراب شي، نو د يو څو کالونو لپاره پر نغدو پيسو او يا بل کار - بار ځان بسيا کړئ؟ 
۵- کومه داسې بيمه، ذخېره، بوديجه او سپما لرئ، چې د راتلونکي لپاره مو پرې تيکه کړې وې او پوهيږئ چې بد وضعيت کې به ترې ګټه واخلئ او بل چاته به په کې نه اړېږئ؟ 

پورته مسايل ارزيابي کړئ، که چېرې ځوابونه مو مثبت وو، نو بيا مالي روغتيا لرئ، خو چېرې نه شی کولی د پورته  پوښتنو برخې مثبتې ډکې کړئ، نو بيا مو مالي روغتيا بد وضعيت کې ده او ښايي چې دوام يې وضعيت لا خرابه کړي. 

څنګه خپله مالي روغتيا ښه کولی شئ؟ 
که چېرې وپوهېږئ، چې مالي روغتيا مو ناروغه او خرابه ده، نو ځينې لارې شتون لري، چې تاسې يې پر پلې کولو سره کولی شئ، مالي روغتيا درملنه کړئ. دلته ځينې هغه ځانګړنې لارې - چارې په ګوته کوو، چې د مالي روغتيا د ښه والي برخه کې به ګټورې وي. 
۱- د خپلو لګښوتونو لپاره پلان جوړ کړئ. د عوايدو پام کې نېونې سره د لګښت پر يو سم پلان کار وکړئ؛ هڅه داسې وکړئ چې ډېر سخت وضعيت کې هم له پلان بهر ننه  شئ.
۲-  لګښتونه مو وسنجوئ؛ راکم يې کړئ او د شونتيا تر بريده  مه يې کوئ. 
۳- سپما ته مخه کړئ؛  ډېره هڅه وکړئ چې سپما وکړئ. هر هغه وخت چې ستاسې مالي روغتيا خرابيږي نو غوره درمل به يې سپما وي، چې وضعيت ژغورلی شئ. 
۴- د سپما او پانګونې برخه کې ډېر دقيق اوسئ. کوم به ستاسې مالي روغتيا ډېره ډاډمنه کړئ؟ که  پانګونه وکړئ نو پر مالي روغتيا مو  منفي اغېز څه ډول دی؟ لنډمهاله او که د يو اوږد وخت لپاره به ستاسې وضعيت په کې  خراب وي. د بېلګې  په ډول؛ پانګونه درمل فرض کړئ، درمل عوارض جانبي لري نو جانبي عوارض ډېر مضر کېدای شي او که د درملو خوړل به ډېر ګټور وي؟