دا ډېپلوماټ: د افغانستان کانونه يو ترېليون (زر مېليارده) ډالر ارزښت لري 

د دا ډېپلوماټ پر نوم يوې انګلېسي ژبې ورځپاڼې  په يوې تازه مقالې کې ليکلي دي، چې  د افغانستان هغه کانونه چې تر اوسه سپړل شوي نه دي، ارزښت يې تر يو ترېليون يانې زر مېليارده امريکا ډالرو  پورې رسيږي. افغانستان کې د کانونو د اېستنې برخه کې له  وړاندې ستونزو شتون درلود؛ ناامني او پراخه فساد د افغانستان د کانونو د اېستنې مخه نېولې وه. 

اوس وخت کې د نوي حکومت په راتګ  سره يو ځل بيا د افغانستان د کانونو  د استخراج پر پروژو تمرکز زيات  شوی دی. لوګر ولايت کې د مس عينک کان چې تېر حکومت يې تړون ليک له يو چينايي شرکت سره کړی وو، اسلامي امارت بيا ترې غوښتي، چې د تېر  تړون پر بنسټ د ياد کان چارې پيل کړي.  

د شنونکو پر اند که چېرې د افغانستان کانونه په سم ډول سره وسپړل  شي  او دې برخه کې بهرنۍ پانګونې وشي، نو ژر شونې ده، چې افغانستان په اقتصادي اړخ کې پر ځان بسيا شي او اوسنی بد اقتصادي وضعيت به يې پرمختللی شي.

افغانستان داسې کاني زيرمې لري، چې د سيمې په ډېری هېوادونو کې يې ساری نشته؛ ګاز، نفت، لاجورد، مس، اوسپنه او لسګونه نور د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې کاني طعبيي سرچينې دي، چې تر اوسه يې په اړه کار نه دی شوی.