ښځینه جنسي کمزورتیاوې؛ نښې، لاملونه او مخنېوی يې 

ټولې هغه ستونزې چې په ميرمنو کې جنسي لېوالتيا کموي،  جنسي  غبرګون يې نه څرګنديږي، جنسي ارګازم په کې نه رامنځ ته کيږي، خاوند سره د جنسي اړيکو پر مهال جنسي اړيکې ځورونکې او درد لرونکې وي، په طبي اصطلاح ورته د ميرمنو جنسي ستونزې يا Female sexual dysfunction وايي. نېږدې د نړۍ ټولې ميرمنې، د خپل عمر په بيلا بېلو پړاونو، لنډمهاله او اوږد مهاله ډول جنسي ستونزې تجربه کړې او کوي يې. تر شا يې پراخه لاملونه  شتون لري، چې په لويه کې پر فزيکي او روحي يا رواني لاملونو وېشل کېږي. 

ميرمنو کې د جنسي کمزورتياوو او ستونزو ځينې نښې نښانې: 
- د جنسي ليوالتيا لوېدنه Low sexual desire: 
دا يوه ستره جنسي کمزوري ده، چې ميرمنې ور سره مخامخيږي.  دوی کې د جنسي اړيکو او نېږدوالي غرېزه ټيټه شوې وي؛ داسې کوم ميلان نه لري، چې له خاوند سره يو ځای کېدل به دوی ته خوند لرونکي وي. که چېرې جنسي اړيکې هم تر سره کوي، نو د خپل خاوند په پار او په دې پار چې ټولنيز ژوند يې ښه ساتل شوی وي، خو دوی په خپله کومه لېوالتيا نه لري. 

- د جنسي هڅونې ګډوډي Sexual arousal disorder: 
دې صورت کې ميرمنې جنسي ليوالتيا لري، خو تناسلي غړي او د جنسي اړيکو اړوند هورمونونه يې د جنسي اړيکو لپاره غبرګون نه ښيي. ميرمن غواړي چې خاوند سره جنسي اړيکې تر سره کړي، خو هغه هڅونه او تحريک چې بايد د جنسي اړيکو په پار د ميرمنو په وجود کې راڅرګند شي، بې ځوابه  او بې غبرګونه  وي او دې سره جنسي ليوالتيا بېرته له منځه ځي. 

ارګازم ته نه رسېدل Orgasmic disorder: 
دې پړاو کې هم د جنسي اړيکو  لپاره  لېوالتيا  شتون لري او هم ميرمنې هڅېدلې وي، خو د ټول جنسي تحريک سره - سره بيا هم ارګازم نه رامنځ ته کېږي او ميرمنې جنسي اوج  ته  په کې نه شي رسېدلی. 

د جنسي درد اختلال Sexual pain disorder: 
هر کله چې ميرمن له خپل خاوند سره جنسي اړيکې تر  سره کوي، نو له ستونزو سره مخيږي؛ جنسي اړيکې ورته په فزيکې ډول  درد لرونکې وي او دوی په تکليف کې  اچوي. 

ميرمنو کې د جنسي کمزورتياوو او ستونزو ځينې لاملونه: 
- فزيکي ستونزې: بېلا بيلې ناروغۍ لکه سرطان، د زړه ناروغۍ، د پښتورګو ستونزې، مثانه کې مشکل او نور لامل کېږي چې ميرمنو ته جنسي اړيکې له ستونزو ډکې کړي. ځيني درمل چې د وينې د لوړ فشار، ساه لنډۍ (نفس تنګۍ)، کیموتراپۍ له  امله خوړل کيږي په ميرمنو کې پر جنسي تحريک منفي  اغېز کوي او جنسي غريزه ټېټوي. 

- د هورمونونو ګډوډي: د مینوپاز دورې وروسته د ایسټروجن هورمون  ټیټه کچه دا شونتيا رامنځ ته کوي، چې د ميرمنو په تناسلي نسجونو او جنسي غبرګون کې د بدلون لامل شي. د اسټروجن کمښت د وینې د جریان کمیدو لامل کیږي، کوم چې د تناسلي حساسیت کمیدو سبب ګرځي. دې سره د ميرمنې مهبل هم نه پراخه کېدونکی يا less elastic کېږي او ميرمنې لپاره  جنسي اړيکې درد لرونکې  او بې خونده وي. 

- رواني او ټولنیز  لاملونه: فشار، اندېښنې، غم، خپګان او په تېر کې جنسي ځورونې  سبب کيږي، چې  د ميرمنو پر جنسي اوج اغېز منفي کړي او ستونزې ورته  پيدا کړي. همدا ډول که چېرې د ميرمنې او خاوند ترمنځ په ګډ ټولنيز ژوند کې ستتونزې او ناخوالې  ډېرې وي، نو همدا مشکلات بيا پر جنسي اړيکو هم منفي اغېز کوی. د حمل نه اخېستو  وېره يو بل رواني لامل  دی، چې جنسي  اړيکې د ميرمنو لپاره  په کې سختې وي. 

ميرمنو کې د جنسي کمزورتياوو او ستونزو مخنېوی او درملنه: 
که چېرې جنسي ستونزې او کمزورتياوې د فزيکې او طبي لاملونو پر بنسټ وي، نو بيا اړينه ده چې له اړوند ډاکټر سره په دې اړه مشوره وشي او توصيه شوي درمل وخوړل شي او لارښوونې پلې  شي. که چېرې  په ميرمنو کې د جنسي کمزورتيا  او ستونزو تر شا رواني لاملونه پرته وي، نو بيا دواړه - ښځه او خاوند اړ دي، چې  په تدريجي ډول سره په ګډ ژوند کې شته ناخوالې، مخلفتونه او جګړې له منځه  يوسي. د ګډ ژوند بې  خوندي نيغ  په نيغ هم د ميرمنې او هم د خاوند پر جنسي ژوند بد اغېز کوي  او د وخت په تېرېدو سره په کې  نورې ستونزې را پيدا کېږي.