د افغانستان بې څښتنه او بې پوښتنې اوبه او د ګاونډ هېوادونو غوړه ګټه اخېستنه 

د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهر شاه پاچاهۍ او د سردار محمد داود خان د جمهوريت په وروستيو کالونو کې د شته شونتياوو او وړتياوو په  پام کې نېونې سره د افغانستان د اوبو د مهار، کنټرول او مديريت لپاره ګامونه پورته شول. د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستۍ لسيزې کې د اوبو د مهار  چارې روانې وې، چې د سردار محمد داود خان سپينه کودتا او ورپسې د داود خان د جمهوريت په وروستيو کالونو کې د اوبو مهار ته ځانګړې پاملرنه روانه وه، چې د غوايي کودتا وشوه او نابشپړې چارې نېمګړې پاتې شوې. 

افغانستان کې په تېرو ۴۳ کالونو ناخوالې او جګړې او د افغانستان ګاونډ هېوادونو د نورو موخو ترڅنګ په دې هڅه کې وو، چې  د افغانستان وضعيت د يو اوږد وخت لپاره جګړيز وساتي او دې سره  دوی په اسانۍ د افغانستان له اوبو ګټه پورته او خپلو هېوادونو کې يې مهمې چارې پرې بشپړې کړې. تېر څلورو لسيزو کې د افغانستان ګاونډ هېوادونو او په ځانګړي ډول ايران او پاکستان د اوبو په برخه کې د ټولو  نړيوالو حقوقو او اصولو په سرغړونه د افغانستان له اوبو ګټه پورته کړه. د کابل سيند له اوبو پاکستان د غنمو کر- کيله بډايه  کړه او افغانستان په شته اوبو کې نه يوازې چې شاړې ځمکې يې کرنيزې نه شوې، بلکې د اوبو د کمښت پر بنسټ کرنيزې ځمکې هم په کې شاړې شوې. 

د عامو خلکو په خوله کې د افغانستان د اوبو په برخه کې د پاکستان او ايران نوم ډېر دی. تاجکستان چې افغانستان ور سره ګډه - اوبلنه پوله لري، د آمو سيند له اوبو يې يو اړخيزه ګټه پورته کړې؛ تاجکستان په کې د برېښنا توليدي هېواد او افغانستان برېښنا وارداوي. تاجکستان د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر آمو سيند د (نيرو ګاه دشت جم) د برېښتا د توليد دستګاه جوړه کړې چې نېږدې درې مېليارده ډالر ارزښت لري او تاجکستان يې په منځنۍ اسيا کې د برېښنا د توليد برخه کې صادارتي هېواد جوړ کړی. 

همدا ډول د افغانستان په شمال کې دوه نور ګاونډي هېوادونه، د افغانستان له اوبو خپلسرې ګټه پورته کوي. د آرال جهيل نوي سلنه اوبه له آمو سينده دي؛ دغه جيهل ازبکستان او ترکمنستان ته د پاکو اوبه ستره طعبيي سرچينه ده، چې ګټه ترې اخلي. همدا ډول د قراقوم په نوم کانال له آمو سيند څخه د ترکمنستان خاورې ته دننه شوه  دی. د قراقوم کانال بې اوبو او وچ ترکمنستان د اوبو اړتيا ور پوره کړې ده او افغانستان د خوراکي توکو او کرنيزو مواد برخه کې ترکمنستان ته اړ دی. ازبکستان له آمو سيند څخه د اوبو د پورته کولو په پار د تورپالانګ په نوم د اوبو بند په سرخان ولايت کې جوړ کړی دی. همدا ډول ازبکستان د بخارا په نوم بل کانال جوړ کړی دی، چې له آمو سيند اوبه پورته کوي. 

ايران د افغانستان په لوېدېځ کې بيا د افغانستان د لوېدېځې حوزې له اوبو له لسيزو ګټه پورته کوي. ايران د هلمند له اوبو پراخه ګټه اخلي. ايران د جاپاني مختصصينو په مرسته خپله خاوره کې داسې سېسټمونه جوړ کړي دي، چې د هلمند سيند اوبه ذخېره کوي. ايران کې ورته دغه ذخيرو ته نيمه څاه ګان ويل کيږي او يو مېليارد متره مکعب اوبه يې ذخيره کړې چې د سستان او بلوڅستان وچ ولايتونه يې زرغون کړي دي. د ايران د اوبو دغه پروژې سبب شوې دي، چې د افغانستان د نيمروز ولايت چخانسور ولسوالي يې بې اوبو کړې ده. 
نور بيا په  دويمه برخه کې ...