نړيوالو اړيکو د نړيوالو نظامونو نظريه يوه مروجه نظريه ده. ګڼو شننونکو او اند لرونکو د نړيوال نظام د بڼې او جوړښت په اړه نظريې وړاندې کړې دي. د نړيوالو اړيکو د نظريه ورکونکو له منځه، د مورټن کاپلان نظريه ډېره عامه ده او نوموړي د نړيوال نظام شپږ ډولونه وړاندې کړي دي.
۱- د ځواک د توازن سېسټم Balance of Power System:
د مورټن کاپلان په وينا دغه سېسټم نړۍ کې په ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ کې؛ ۱۸۱۵ او ۱۹۱۴ کالونو ترمنځ شتون درلود.
د مورټن کاپلان د ځواک د توازن سېسټم ځانګړنې داسې بيان کړې دي:
- دولتونه يا ملي لوبغاړي نيغ په نيغ سره اړيکو او مذکراتو کې وي؛
- دې ډول سېستم کې تر ټولو لومړۍ هر دولت ته خپلې ملي ګټې مهمې وي او هغه څاري؛
- ملي دولتونه د هر هغه دولت او د دولتونو د ډلې/ائتلاف پر وړاندې دريږي، چې د نړيوال سېسټم زبرځواک په لاس کې نېسی؛
- دې سېسټم کې لاندې شوي، يرغل شوي او کمزوري دولتونه د سترو دولتونو په څېر عمل نه شي کولی؛ دوی د ستر ځواک لرونکو دولتونو تر اغېز لاندې عمل کوي؛
- دې سېسټم کې جګړه نه کېږي، بيا که چېرې جګړه کېږي نو د سېسټم يو يا څو اصلي غړي دولتونه به په کې له منځه ځي؛
- هر ملي دولت به، بل دولت دې ته نه پرېږدي، چې په نړيواله کچه اصول او کړنلارې وټاکي.
۲- سست دوه قطبي سېسټم Loose Bipolar System:
د مورټن کاپلان په نظر شونې ده چې د ځواک د توازن نړيوال سېسټم به پر سست دوه قطبي سېسټم بدل شي. سست دوه قطبي سېسټم هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې دوه ملي دولتونه له نورو لوبغاړو سره يو ځای دوه بلاکه رامنځ ته کړي. مورټن کاپلان ځکه دې سېسټم ته سست دوه قطبي سېسټم وايي، چې دوه زبرځواکونو ترڅنګ کوچني ملي دولتونه شتون لري او دغه دوه زبرځواکونو سره ملي دولتونه د ائتلاف تړون نه لري نو شونې ده چې د د زبرځواکونو وراېخوا نور دولتونه لامل شي، چې سېستم له منځه يوسي. دغه ډول نړيوال نظام له دويمې نړيوالې جګړې وروسته بيا د سړې جګړې تر پای پورې شتون درلود. د ۱۹۴۵ څخه بيا تر ۱۹۹۱ پورې د امريکا او پخواني شوروي يووالي ترمنځ نړيوال سېسټم په دې بڼې وو. دې ډول سېسټم کې بې ثباتي شتون لري؛ د نړيوالو سازمانانو شتون او هغه ملي دولتونو چې په دوه بلاکونو کې شامل نه وي، د بي ثباتۍ لامل وي.
۳- سخت دوه قطبي سیسټم Tight Bipolar System:
هر کله چې په سست دوه قطبي نظام کې نه همغږي او بې پرې دولتونه له منځه لاړ شي، دوه زبرځواکونو سره مدغم او ګډ شي او نړيوال نظام يوازې د دوه زبرځواکونو ترمنځ اوسي، نو بيا سست دوه قطبي نظام پر سخت يا کلک دوه قطبي نظام بدليږي. د پورته دوه نظامو برخلاف چې په تاريخ کې عملاً رامنځ ته شوي دي، سخت دوه قطبي سیسټم تر اوسه تاريخي مخېنه نه لري.
۴- لړيز نړيوال سېسټم Hierarchical International System:
دا ډول نظام هم تر اوسه جوړ شوی نه دی او خيالي بڼه لري. لړيز نړيوال سېسټم ته سلسله مراتبي نظام هم وايي. د مورټن کاپلان په نظر، دې نظام کې د ټولې نړۍ چارې د يو نړيوال لوبغاړي سره وي؛ ټول دولتونه يو دولت شي او ملي دولتونه شتون نه لري. مورټن کاپلان لړيز نړيوال سېسټم په دوه بڼو کې وړاندې کوي- مستقيم او غير مستقيم. نانيغه يا غېر مستقيم بڼه يې ديموکراسۍ ته ورته ده. مستقيم په هغه وخت کې وي، چې د زور له لارې يو نړيوال ځواک نړيوالې چارې په لاس کې واخلي. دې نظام کې هېڅ داسې ځواک شتون نه لري، چې لړيز نړيوال سېسټم پر وړاندې ودريږي؛ چارې په ترتيب سره د همدې نظام له لارې نورو ته تقسميږي.
۵- سراسري نړيوال سېسټم The Universal System:
دا سېسټم هم تاريخي مخېنه نه لري او ارماني دی. ځانګړنه يې دا ده چې يو نړيوال حکومت به جوړ شي او ټول دولتونه به يې غړي وي؛ د ملي دولت په نوم کوم شتون به نه وي. سراسري نړيوال سېسټم کې ټول دولتونه د يو نړيوال حکومت په چوکاټ کې وي، هېڅ دولت پر بل دولت تېری نه شي کولی، ځکه دولتونه د نړيوال حکومت غړي او برخې وي. دې نظام کې خپلواک هېوادونه شتون نه لري.
۶- وېټو نړيوال سېسټم Unit Veto System:
د نظام کې هر لوبغاړی د بل لوبغاړي پر وړاندې ګوته پر ماشه وي. مطلب دا چې هېڅ داسې نړيوال اصول شتون نه لري، چې د نظام د لوبغاړو ترمنځ د جګړې، بريد او تيري مخه ونېسي. هر لوبغاړی ځان داسې چمتو کوي چې پر بل د بريد وړتيا ولري او حتی که بريد او جګړه کې خپله هم له منځه ځي. دې ډول نظام کې يووالی او همغږي شتون نه لري، هره کړنه د وسلې او زور غبرګون سره مخيږي.
پورته نړيوالو نظامونو ته په کتو اوس مهال کې د نړيوال نظام سست دوه قطبي دی. لوېديځې او ختيځې نړۍ دوه بلاکونه جوړ کړي دي؛ نړيوال سازمانونه شتون لري او همدا ډول اوس وخت کې داسې ملي دولتونه شته دي، چې د امريکا او چين - روسيې په بلاک کې شامل نه دي.
وروستي