روهي (دوه نۍ/۴ د سلواغې)، د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير په مشرۍ يو لوړپوړی افغان پلاوی د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی او تېره ورځ يې له نارويي او يو شمېر نورو هېوادونو ډپلماټانو سره رسمي ناستې او خبرې پيل کړې.
دغه ناسته کې د طاـلبانو او بهرنيو ډپلماټانو وراېخوا يو شمېر افغان فعالانو هم شتون درلود او د ښځو برخې ځينې استازو هم په کې ګډون کړی وو. دې ناسته کې د اوسني حکومت د رسميت پېژندلو په اړه بحث نه کيږي، خو چارواکي وايي چې دا ډول ناستې د رسميت پېژندنې لپاره لار پرانېزي.
د ناروې ناستې په اړه د حکومت له خوا يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، "د ناروې هیواد په پلازمینې اوسلو کې د افغان سرپرست حکومت د مسؤولینو او یو شمیر افغان شخصیتونو ترمنځ یوه ورځنۍ ګډه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډې کې د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هیواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبلل شو او تاکید وشو چی د هیواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښیرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي.
د غونډې ګډونوالو له لوري د افغانستان د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لار تفاهم او ګډه همکاري وبلل شوه. ټولو ګډونوالو په یوه خوله دا ډول ناستی د هیواد په ګټه وبللې."
د جميلې افغاني په نوم د ناستې يوې ګډونوالې رسنيو سره خبرو کې ويلي دي چې په لويه کې ناسته مثبته وه؛ طالبانو ښه نيت وښوودلو، خو دا به وخت ته اړتيا ولري چې دوی خپلې خبرې او ژمنې په عمل کې ثباتې کړي.
ددغه ناستې د اجنډا په اړه د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي دي، چې افغانستان کې د يو مسووله سياسي سېسټم جوړېدل چې د انساني او اقتصادي کړکېچ پر وړاندې ځواب ويونکی وي، امنيتي او د ترهګرۍ ضد ګواښونو پر وړاندې ودريږي، انساني حقوق او په ځانګړي ډول نجونو ته د زده کړو حقوق ورکړل شي؛ د ناستې مسايل وو.
فرانس پرېس خبري آژانس د حکومت د وياند له خولې ليکلي دي، چې هغه غوښتنې چې لوېدېځه نړي يې لري، ډېرۍ يې له وړاندې اوسني حکومت کې پلي شوې دي؛ مونږ غواړو د خبرو او د پلماسۍ له لارې لوېدېځۍ نړۍ سره په اړيکو کې پاتې شو.
افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره دا اروپا ته لومړی رسمي سفر دی، خو له ناورې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير په مشرۍ د سيمې هېوادونو ته سفرونه تر سره شوي وو.
وروستي