د کړکېچ پېژندنه (تعريف):
هر هغه وخت چې پېښې (پديدې) له عادي وضعيت څخه ووځي، ګډوډ حالت رامنځ ته شي، نظم سره ګډوډ شي او طعبيي وضعيت بله بڼه خپله کړي، کړکېچ يا بحران بلل کيږي. بحران داسې هم تعريف شوی دی، "کړکېچ د پېښو او وضعيت داسې څرخېدل دي، چې له وړاندوينې وراېخوا پايلې له ځان سره ولري." نړيوال کړکېچ د دوه يا څو دولتونو ترمنځ د سياسي، پوځي، اقتصادي او ټولنيز ټکر او اختلاف هغه ټکی دی، چې جګړه او تېری زېږوي.
د نړيوال کړکېچ ډولونه:
نړيوال کړکېچونه (بحرانونه) د بېلا بېلو زوايو په پام کې نېونې سره په برخو او ډلو وېشل شوي دي. ګڼ لاملونه، متغير او ځانګړنې شتون لري، چې په ترڅ کې يې نړيوال کړکېچونه وېشل او تقسيم بندي کېږي. جيمز رابينسون نړيوال کړکېچونه (بحرانونه) په دوه برخو وېشي. اصلي/substantive او طرزالعملي/procedural. په لومړي کې جيمز رابينسون په لومړي کې حالت او کړکېچن وضعيت تر پاملرنې لاندې نيسي او دويم کې بيا، د کړکېچ عمومي وضعيت څېړل کېږي او د بحران ماهيت ته په کې ډېره پاملرنه کېږي. د کړکېچ ډېره وېشنه د کمي ځانګړنو پر بنسټ کېږي، چې د ګواښ شونتيا، وخت، پريکړې حیرانتیا او بې خبري په کې ځانګړنې حسابيږي. دلته هم د پورته ځانګړنو په پام کې نېونې سره کړکېچونه په درېيو برخو او ډولونو وېشو.
۱- بشپړ کړکېچن وضعيت:
هر کله چې د ګواښ شتون ډېر او شديد وي، د پرېکړې نېونې وخت ډېر کم وي، د بې خبرۍ او نه چمتوالي درجه لوړه وي؛ دې وضعيت ته بشپړ کړکېچن وضعيت او يا شديد بحران ويل کېږي.
۲- نوی کړکېچن کېدونکی وضعيت:
دې وضعيت کې د ګواښ شتون د لومړي په څېر ډېر او شديد وي، چمتوالي شتون نه لري او بې خبري په لوړې درجې کې وي، خو د پرېکړنې نېونې وخت زيات وي؛ داسې وضعيت ته نوی کړکېچن کېدونکی وضعيت وايي.
۳- سست کړکېچن کېدونکی وضعيت:
ګواښ کم دی او شديد تهديد نشته، يو څه چمتوالی او له وړاندې تياری شتون لري، د پرېکړنې نېونې وخت هم ډېر دی، که داسې يو وخت کې عادي وضعيت ګډوډۍ خوا ته په حرکت کې ښکاري، نو سست کړکېچن کېدونکی وضعيت ورته وايي.
پورته د کړکېچ په درېيو ډولو کې وخت او د پريکړې نېونې موقع، د ګواښ او تهديد څومروالی او د چمتوالي درجه ځانګړنې دي او پر همدې ځانګړنو نړيوال بحرانونه تقسيم بندي کيږي. د يادونې ده چې له پورته ځانګړنو وراېخوا، نړيوال کړکېچونه (بحرانونه) د نورو ځانګړونو پر بنسټ هم پر بېلا بېلو برخو او ډولونو وېشل کېدای شي.
وروستي