آدام سمېت، د مډرن اقتصاد (کاپېټالېزم) پلار او د سیاسي اقتصاد مخکښ

آدام سمېت يو سکاټلنيدی فیلسوف او اقتصاد پوه وو؛ دی په ۱۷۲۳ز کال کې، د سکاټلینډ روښانتیا په بهير کې زږېدلی وو. نوموړی د سياسي اقتصاد مخکښ کس وو؛ د نوي اقتصاد يا کاپېټلېزم پلار بلل کېږي. د The Wealth of Nations يا د ملتونو شتمني د نوموړي مشهور کتاب دی، چې خپلې اقتصادي تيورۍ يې په کې وړاندې کړې دي. د نوموړي مډرن اقتصاد نظريه دا ده، چې مارکېټ په خپله ډېر ښه وړاندې تلی شي، خو په دې شرط چې دولت لاس وهنه ونه کړي او اقتصاد خپل سر ته پرېږدي. دی د دولت لاس وهنه د يو هېواد ملي اقتصاد ته زیان رسونکې بولې. 

آدام سمېت پر دې ټېنګار کوي، چې که چېرې د يو هېواد وګړي پرېښودل شي، نو ډېر ښه کولی شي، چې د خپل هېواد له طعبيي او نورو سرچينو سالمه ګټه واخلي او اقتصاد پياوړی کړي. سمېت د دولت له لاس وهنې سره مخالف دی او غواړي اقتصاد دې پرته له لاس وهنې وي او دې سره دی کپېټالېزم ته پرانېستله. 

۱۸مه پېړۍ کې د سکاټلینډ حکومت له نړيوالۍ سوداګرۍ سره مخالف وو، ادم سمېت دې وخت کې په فرانسوي ژبه laissez-faire اصطلاح وکاروله چې په انګلېسي ژبه د let do  او پښتو کې د (اجازه ورکړئ) مانا لري، وړاندې کړې وه. laissez-faire دا نظريه ده، چې حکومت باید بازارونه تنظیم نکړي او پرځای یې پریږدي، چې اقتصاد پخپله ملت پرمخ بوځي؛ يانې  وړاندې کونه او رانېونه د طعبيي سرچينو پر بنسټ وړاندې ځي. 

د سمېت په دې تېورۍ کې دی وايي چې بازار ته باید اجازه ورکړل شي چې د عرضې او تقاضا د "ناڅرګند لاس" له لارې ځان تنظیم کړي. د دې تیوري له مخې، تولید کونکي به د مصرف کونکو اړتیاو سره سم کافي محصولات چمتو کړي چې مصرف کونکي به یې په خپله خوښه واخلي. د تقاضا او عرضې نازک توازن بازار په څار کې ساتي. د دولت یا کوم بل واک لخوا هر ډول لاس وهنه د اقتصادي ودې او پرمختګ خنډ ګرځي. یوازینی رول چې دولت باید په داسې اقتصاد کې يې ولوبوي د فرد د حقونو ساتنه ده.

ادم سمېت د ازاد اقتصاد بېلګه داسې وړاندې کوي: يو کس په خپل انګړ کې فارم جوړوي. دغه کس کولی شي د ځایي چارواکو له اجازې پرته په خپل انګړ کې هرڅه وکري. هغه خلک چې په فارم کې کار کوي کولی شي هر هغه معاش او ساعتونه ومني چې دوی یې د کار کولو اراده لري او همدا ډول د کور د څښتن له خوا ورته کاري وخت او معاش ټاکل کېږي.  حکومت به یوازې هغه وخت دننه کېږي، چې د ياد کس کرل شوي بوټي د ګاونډي انګړ ته ورسيږي او هغه په تکليف کړي؛  یا که د فارم مالک کارګرانو ته د یوې ټاکلې اندازې معاش ورکولو تړون ولري، مګر هڅه وکړي، چې پر شا شي او د منل شوي معاش له ورکړې ډډه وکړي. 

ادم سمیټ ځینې وختونه د صنعتي انقلاب د اغیزمن شخصیت په توګه پیژندل کیږي، کوم چې په انګلستان کې په ۱۷۶۰ کې پیل شو. په دې جریان کې، د ټیکنالوژۍ پرمختګ د بشري ټولنې ژوند او کار کولو طریقه بدله کړه. باور داسې دی چې صعنتي انقلاب د همدې ادم  سمېت له نظريو اغېزمن وو او رامنځ ته شو. 

ادم سمېت د  سياسي اقتصاد مخکښ بل کېږي. سیاسي اقتصاد په هیڅ ملت پورې اړه نلري. دا د هیڅ هیواد نه دی. سياسي اقتصاد د تولید، راټولولو، ویشلو او مصرف کولو کړنه او پوهه ده. د سمېت په نظر سياسي اقتصاد په خپله وړاندې ځي، پرته له دې چې آيا تاسو یې غواړئ یا نه؟ دا د انسان د ذهن په ځانګړتیاو باندې تاسیس شوی، او هیڅ ځواک نشي بدلولی.