رویټرز: کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر بيا - پرانېسته او ناروې ته د افغان پلاوي سفر 

روهي نۍ/۲ د سلواغې)، رويټرز لوېدېځې رسنۍ په دوه جلا جلا مقالو کې د افغانستان په اړه ليکلي؛ دغه دوه راپورونو کې کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر بيا پرانېستې او د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په رسمي بلنه، ياد هېواد ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه ويلي شوي دي. 

رويټرز د اروپايي ټولنې د چارواکو له خولې ليکلي دي، چې کابل کې د دوی د دفتر پرانېسته افغانستان ته د انساني مرستو د رسونې او دغه هېواد کې د انساني وضعيت د څار په پار ده؛ د دفتر له بيا پرانېستلو يې موخه د طاـالبانو د نوي دولت په رسميت پېژندنه نه ده او په دې اړه طالبانو سره هم هوکړه شوې ده. 

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمېسيون وياند ويلي دي چې کابل کې يې خپل دفتر په رسمي بڼه خلاص کړی دی او له دې لارې به اروپايي ټولنه افغانستان کې خپل ماموريت وړاندې وړي، چې تر ډېره انساني او بشري او برخو کې دی. 

اروپايي ټولنې افغانستان کې د خپل دفتر په بيا پرانېستې سره، د ۳۰۴ مېليونه امريکايي ډالرو پر ارزښت د پروژو د پيل خبر هم ورکړی دی، چې ژر به يې پيل او تر سره کړي. 

 رويټرز په يو بل راپور کې ليکلي دي، چې د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې، آنیکن هویتفلد په رسمي بلنه افغانستان کې د  اوسني حکومت د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ يو پلاوی هلته  بلنه شوی دی. آنیکن هویتفلد ويلي دي چې دوی هڅه کوي، ترڅو د افغانستان اوسنی وضعيت د انساني بحران پر لور لاړ نه شي. 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ دغه پلاوی به د روانې جنوري مياشتې له ۲۳ - ۲۵ نيټې پورې ناروې هېواد کې د ګڼو نورو هېوادونو د ډپلماټانو په شمول له نارويي چارواکو سره لېدنې - کتنې ولري. 

که څه هم تر اوسه د افغانستان حکومت کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی، خو د يو شمېر هېوادونو سفارتونه  کابل کې پرانېستي دي؛ ځيني هېوادونو د سفارتونو د پرانېستو ويلي دي او د اروپايي  ټولنې په څېر ځينې نړيوالې ادارې د خپلو استازوالۍ د بيا پرنېستو په درشل کې دي.