تستوسترون؛ سړيو کې جنسي هورمون؛  په اړه يې ډېر وپوهېږئ 

په انسانانو کې، تستوسترون د نارینه تناسلي نسجونو لکه ټیسټس/خيصو او پروسټاټ په پراختیا کې کلیدي رول لوبوي، په بیله بیا د ثانوي جنسي ځانګړتیاوو لکه د عضلاتو او هډوکو  لوېدل، او د بدن د ویښتو وده کې يې ونډه اړينه ده. سربیره پردې، په دواړو، ښځو او نارينو کې تستوسترون د روغتیا، هوساینې، مزاج، چلند هورمون دی او د اوستیوپوروسس يا د هوډکي د زېږوالي مخنیوي کې برخه لري. نارينه او ښځې دواړه تستوسترون هورمون لري، خو په اصل کې دغه هورمون په نارينو کې ډېر دی او د نارينو د تکثري سېسټم اړين هورمون دی. 

د بلوغ په جریان کې (د ځوانۍ په کلونو کې)، تستوسترون د هلکانو سره د نارینه ځانګړتیاوو لکه د بدن او مخ ویښتو، ژور غږ، او د عضلاتو پیاوړتیا کې مرسته کوي. نارینه د سپرم جوړولو لپاره تستوسترون ته اړتیا لري. د تستوسترون کچه عموماً د عمر سره کمیږي، نو د زړو نارینه وو په وینه کې د تستوسترون کچه ټیټه ده. ځینې ​​نارینه په کمې اندازې ټسټورسټون لري، دې ته د تستوسترون د کمښت سنډروم (TD) یا ټیټ تستوسترون وايي. د تستوسترون کمښت پدې معنی چې د نارينه وجود د جنسي هڅونې او نارينه ځانګړونو لپاره کافي هورمون نه لري.  

د تستوسترون هورمون د کموالي نښې - نښانې: 
که چېرې يو نارينه کې د تستوسترون هورمون کچه ټېټه وي، نو لاندې نښې - نښانې لري: 
- جنسي هڅونه يې کمه وي او د جنسي اړيکو د تر سره کولو لېوالتيا نه لري؛ 
- د فزيکې او دماغي ستړيا احساس؛ پرته له کوم څرګند لامل اغېزمن کس ستړی وي، دا ستړيا د تستوسترون هورمون د کمښت پر اساس ده؛ 
- د نارينه عضلې کمزورې او سستې وي؛ 
-  اغېزمن کس خپګان لري او د جنسي اړيکو وروسته او مخکې د زړه خپګان احساسوي؛ 
- تناسلي آله نه پورته کيږي او Erectile dysfunction شتون لري؛ 
-  که چېرې د تستوسترون هورمون کچه ډېره ټېټه وي، نو د نارينه د بدن وېښتان هم يا وده نه کوي او يا ډېر کم وي. 

د تستوسترون هورمون د کمښت لاملونه: 
- ځيني نارينه له پيدايښت سره د دغه هورمون  له کمښت سره مخ  وي او په طعبيي ډول يې د تستوسترون هورمون کچه ټېته وي؛ 
-  د نارينه خصیو ته زيان او ضربه رسېدل هم پر تستوسترون ناوړه اغېز کوي؛ 
- نارينو کې د ځانګړو جنسي او تکثري غُدو ناروغۍ ددغه هورمون د کمښت لامل کیږي؛ 
- ځيني وختونه، د وینې لوړ فشار، د وینې لوړ شکر، د کولیسټرول لوړه کچه، او د خيټې د شحم ډېروالی هم د هورمون کچه ټېټوي؛ 
- ايډز او HIV د تستوسترون د کمښت ستر لاملونه دي او د تکثري او تناسلي سېسټم اړينې حجرې وژني. 

د جنسي اړيکو د ګډوډۍ، د حمل نه اخېستو او د جنسي کمزورتيا يو عمده او ستر لامل د تستوسترون هورمون ګډوډي ده. اوس وخت کې د دغه هورمون د کمښت او يا له حده ډېرې کچې درمل او درملنه شتون لري، چې له اړوند متخصص ډاکټر په  لارښوونه او توصيه بايد تر سره شي.