انسان اکثره وخت پښېمانه-پښېمانه وي . په هغه زمان کښي چي خلكو به دحکومت له ويري ږيري پرېيښي وې، مسجدونه به له خلكو ډک وه، لنډه داچي داسلام خبرو څه اغېز کړی وو او اسلام خورا ښه عملي کېده. په هغه وخت کښي ټولو خلكو د آزادی ارمان درلود او کله چي يې د اوسنی حکومت دا اورېده نو دغه يې څه نا څه غور باله. البته چي د اوسني حکومت په لمړي اول او دوهم کال کښي به له هري لوری اورېدل کېده چي وطن مو آباديږي او ... خو نن هغه ټوله خلك پښېمانه دي، وايي چي که وو هغه دطالبانو پادښاهی لا ښه وه، په کال کښی به مو دغلا دا نه اورېده. په ژوند مو نه وه تر غوږ سوي چي هر بېسواده چي فقط سلاح ولري مشر او بادار دي وي . خو نن داسی ورځي راغلي چي وعدې راسره سوي دي خو عملي سوي نه دي، وعدې راسره کيږي او عملي کيږي نه او حتی دا چي وعدز به لا راسره وسي خو عملي به نه سي . نن چي بعضي وايي د پنځوسو ملکونو څخه سرتېري، ډاکټران او انجينران راغلي وطن مو راودانوي، خو زه دا وايم چي که هغوی پنځوس سره ملکه په اصلي په پټه غواړي نه چي وطن مو آباد سی او په ښکاره مو غولوي چي سړک درپخوو او ... او دا کله شونې ده چي دهغه دوطن هغه خلګ چي هلته حتی پر سړکونو لکه ليوني ګرځي او درئيل ګاډيو په هډو کښي ليوني وي او هغوی دي راشي چي زموږ وطن دي را اباد کړي . ډې خبري ته که نور هم ځير شو، دا څرګنديږي چي څونه درواغ؟ حتی درواغ خو هم اندازه لري او که يا؟ خو نن ورځ زموږ وطن په درواغو، په رشوت، په زور، په درغلي، په احمقۍ سره پر مخ ځي. په خبرونو کښي مو تر غوږه رسي چي دساري په توګه کرزي د پلانکي ملک سره نوی قرارداد لاسليک کړ ددوغنه پيسو، خو هغه قرارداد زموږ د وطن د تاريخي شيانو وي چي بلې هم دا يې ستاسو . آيا دا غولول نه دي چي دی موږ په ميليون او يا ... خطاباسی او دهغه په عوض کښی لس چنده حتس سل چنده وړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دا څنګه ورسره منو چي راته وايي دملک جمهور رئيس مو ښاغلی حامد خان صاحب کرزی دی او امر دي دبش په سپينه ماڼۍ کښي چليږي او دکرزي دي هيڅوک پر خبره غوږ نه نسی؟؟؟؟؟ دا څنګه ورسره ومنو؟ آيا دا دمنلو ده ؟ ډيره ښکاره او واضح خبره ده. زما تر سترګو به ولي اوښکي نه بهيږي؟ چي بعضي دي دپاکستان او يا کوم بل ځای څخه افغانستان ته راځي د ځانمرګۍ په نیت البته چي په لکو يې ترلاسه کړي وي يعني د پيسو او دنيا په عوض هغه دي دلته راځي ځانمرګۍ دي کوي او هغه زما اصلي ورور، هغه مسلمان مجاهد چي فقط او فقط ديوه الله په لاه کښي جنګيږي هغه دي هم په دې بد نامه ياديږي... زه نه پوهېږم چي ددې غولېدو ادامه به تر څو وي؟ څوترڅو به غوليږو؟ نور دي الله په دې وطن افغانستان کښي ټول کفار ورک کړي او خدای دي ټولو افغانانو ته يووالۍ ور په برخه کړي . دټولو افغانانو ديووالي او سوکالۍ په هيله
وروستي