د مطالعې او لوستنې ترمنځ توپير 

۱- لوستنه څه دی؟ 
لوستنه يو ادراکي بهير دی، په کوم کې چې توري او نښې decode  يانې له رمز راېستل کېږي او په څرګنده او ساده ژبه بيانيږي. لوستنه کې له ليکنې يا د ليکنې له مواد په نيغ ډول پوهه او مالومات  اخېستل کېږي. لوستنه د اخېستنې يو مهارت دی. لوستنه فکري بهير هم دی، چې د لوستونکي لا وړاندې تر لاسه شوې پوهه بيا فعاله ژوندۍ کوي. د لوستنې موخې بېلا - بېلې او په لوستونکي پورې اړه لري؛ ښايي د زده کړې لپاره په پار وي او ښايي د ساتيري په موخه اوسي. 

۲- مطالعه څه ده؟ 
مطالعه بيا د پوهې د تر لاسه کونې، سپړنې او پوهېدنې بهير دی. مطالعه د مختلفو مهارتونو ټولګه ده؛ لوستنه، غوږنېونه، خبرې کول، ليکنه او نور مهارتونه په تول کې او يا په يوازې ډول مطالعه ده. مطالعه د ژوند تر پای دايمي بهير دی؛ پای ته نه رسي خو بڼې يې تغير کوي. 

۳- د لوستنې او مطالعې ترمنځ توپير: 
لوستنه کې پوهه له تورو او نښو تر لاسه کېږي او مطالعه کې بيا پوهه سپړل کېږي. لوستنه کې مختلف تکتيکونه کارول کېږي او بيا مطالعه پر مهارتونو ولاړه ده. يو بل توپير د مطالعې او لوستنې ترمنځ دا کېدای شي، چې لوستنه د ليکنې يا د ليکلو مواد لوستنه ده خو مطالعه په فعال ډول زده کړه او پلټنه ده. 

۳- پايله: 
مطالعه او لوستنه دواړه د مالوماتو او زده کړې د تر لاسه کولو لارې دي او په پار يې کېږي، مطالعه د لوستنې په پرتله پراخه لمن لري؛ لوستنه په خپله د مطالعې يوه برخه ده؛ يانې مطالعه کُل او لوستنه د مطالعې برخه يا جز دی.