افغانستان کې د لوږې سونامي

افغانستان د لوږې کړکېچ په درشل کې دی. د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام شمېرې ښيي، چې په هرو نهو افغان کورنيو کې اته کورنۍ له شديدې لوږې سره مخ دي. د نړيوالې ټولنې له خوا د طاـلبانو ګوښي پرېښودل او په لوږه کې د پراخه شمېر افغان ولس پاتې کېدنې، افغانستان کې اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کړی دی. 

افغانستان کې اقتصادي ستونزې ورځ  له بلې په دې ډېريږي، چې د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو له امله نړيوال مرسته کوونکي او نورې ادارې افغانستان ته مرستې نه شي لېږلی. د افغانستان لپاره د خوراک نړيوال سازمان مسووله ماري اېلن وايي چې بېلا بېل لاملونه يو ځای افغانستان په اقتصادي بد وضعيت کې اچولی دی. د نېږدې پنځو لسيزو جګړو او بيا اوس کې روان وضعيت د افغانستان د اقتصادي کړکېچ لامل شوی. 

افغانۍ خپل ارزښت په بې ساري ډول سره د لومړي ځل لپاره په تېرو شلو کالونو کې له لاسه ورکړ؛ لاملونه يې دا دی چې په تېر کې امريکا او لوېدېځې نړۍ د افغانستان د حکومت اتيا سلنه بوديجه ورکوله او همدا ډول امريکا د افغانستان بانک نهه نيم مېليارد ډالر کنګل کړي دي. دې سره د ډالر پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت ټېټ کړ، پايله کې يې د خوراکي توکو بيې له ۳۰ - ۵۰ سلنه پورته شوې؛ ټيټ مالي ځواک لرونکې کورنۍ يې د رانېونې وړتيا له لاسه ورکړه او زمېنه په کې د لوږې سونامي يا توپان ته برابره شوه. 

ملګري ملتونه راپور ورکوي چې روان ۲۰۲۲ز کال به د افغانستان د ټولو وګړو ۹۷ سلنه د غربت تر کرښې لاندې راشي، په دې مانا چې دوی د ډېرو لومړينو خوراکي توکو، پوښاک او درملو د رانېونې وړتيا وبايلي. افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه وروسته له هغې لا پسې رېښه لرونکې او ژوره لاړه، چې د نوي حکومت لومړنۍ مياشتې د ژمي له پيل سره برابرې شوې. سوړ ژمي افغانستان کې بېکاري پسې ډېره، د سون توکو لګښت يې د غريبو کورنيو پر اوږو بل بار او په ساړه کې د خواړو د ډېر مصرف په صورت کې خرڅونه څو سلنه پورته شول. 

اقتصادي سونامي ګواښونکې ده. دغه وضعيت پر افغان ماشومانو ناوړه اغېز کړی او دوی يې له خوارځواکۍ يا سو تعذيې سره مخ کړي دي. خوار ځواکي په خپله د لسګونه ناروغيو لپاره لار پرانېزي چې په نوبت سره لوږه په روغتيايي ناورين بدليږي. 

افغانستان کې د لوږې سونامي ځنځيري لاملونه او ځنځيري پايلې لري. نړيوال بنديزونه، بيکاري، د بهرنيو مرستو بندېدل، افغانستان ته د نړيوالې ټولنې شا کېدل، د حکومت نوی والی، د دولتي ادارو نيمه پيل، د  مسلکي او باصلاحيته لوړپوړي انساني ځواک نشتون، د افغانستان بانک کمزوری مديريت، د بانکي سېستم درېدنه او سستېدنه او د تېر حکومت د فساد پاتې شوې اغېزه يې سبب شوي، چې اقتصادي وضعيت کړکېچن کړي. 

دغه سونامي به د لوږې، لا ډېرې بيکارۍ، اقتصادي ځنځير شلېدنې، ناروغيو د رامنځ ته کېدو، کورنيو ستونزو او تاوتريخوالي، روحي ناروغيو، ټولنيزې ګډوډۍ، جنايي پېښو لوړېدو او پراخه ګډوالۍ په بيه وړاندې ځي. 

د افغانستان حکومت له نړيوالې  ټولنې او نړيواله ټولنه له افغانستانه غوښتنې لري، ترڅو په پايله کې يې يو او بل سره ومني؛ خو افغانستان د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه نه ږدي او استدلال دا کوي، چې د ټول - شموله حکومت، ښځو حقونو او زده ککړو برخه کې، طاـلبانو ټول شرطونه پوره کړې دي او هېڅ ستونزه نور نشته؛ بيا له بلې خوا نړيواله ټولنه او امريکا هغه ټول شموله حکومت چې طالبان وايي، هغه د ښځو ازادي چې طاـلبانو ښځو ته ورکړې او هغه د زده کړو بهير چې د طاـلبانو په نظام کې دی يا به راشي، دوی ته د منلو وړ نه دی. 

يو او بل پر وړاندې د طاـلبانو او نړيوالې ټولنې درېدنې، له شرطونو، غوښتنو او اصلونو نه تېرېدنه سبب شوې، چې افغان ولس د غربت تر کرښې لاندې وضعيت ته راولي او د بد اقتصاد په سونامي کې يې وساتي.