مورټیمر ډیورنډ، هغه انګرېز چې افغان ولس ته يې ډيورنډ کرښه په ميراث پرېښوده 

 مورټیمر ډیورنډ په انګلېسي Henry Mortimer Durand، انګرېز  ډېپلماټ وو چې ۱۸۵۰ز کال کې زږېدلی او ۱۹۲۴ کال کې ومړ. هغه وخت چې اوسنی هندوستان يا انډيا، بريتانوی هند وو،  مورټیمر ډیورنډ د ملکي چوپړونو برخه کې کار کولو. ۱۸۷۸ کال دويم افغان - انګلېس جګړه پيل شوه، د افغان - انګلېس دويمې جګړې پر مهال  مورټیمر ډیورنډ کابل کې د برېتانيا سکرتر وو. له ۱۸۸۴ بيا تر ۱۸۹۴ کالونو ترمنځ  د لسو کالونو لپاره نوموړی د بريتانيا د بهرنيو اړيکو مسوول وټاکل شو. په دې ماموريت کې  مورټیمر ډیورنډ د افغانستان د وخت واکمن امير عبدالرحمن سره په ۱۸۹۳ز کال ډيورنډ کرښه لاسليک کړه، چې يو ولس يې په دوه برخو ووېشلو او تر نن هم افغانانو ته د منلو وړ نه ده. 

نوموړي له امير عبدالرحمن سره د نومبر په ۱۲مه ۱۸۹۳ز کال په يوې پاڼې او اووه مادو کې يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې د افغانستان حکومت نه شول کولی چې له ټاکل شوې کرښې هغه خوا واک وچلوي. دغه تړون د  مورټیمر ډیورنډ په تخلص يا ډيورنډ ونومول شو او تراوسه  په همدې نوم ياديږي. د ډيورنډ کرښه هغه او دغه غاړه افغانان وايي، چې دغه کرښه د افغانستان د وخت واکمن د فشارونو له امله لاسليک کړه او هېڅ ډول ولسي مشروعيت نه لري. 

اوس وخت کې عامه اصطلاح هم ده، چې وېش يې کړه او واکمني  وکړه، خو په حقيقت کې Divide and Rule د بريتانيا د بهرنۍ پالېسۍ برخه وه. د همدې پالېسۍ لاندې بريتانيا د  مورټیمر ډیورنډ په وسيله افغان خاوره په دوه برخو سره تقسيم کړه. 

له ۱۸۹۳ کال را وروسته بيا تر نن چې نېږدې ۱۲۸ کاله تېريږي، هېڅ افغان واکمن دغه کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يوې رسمي نړيوالې پولې په ډول په رسميت نه پېژني. ډيورنډ تړون پاکستان سره نه بلکې له بريتانوي هند سره لاسليک شوی وو؛ دغه تړون د پاکستان له جوړېدو ۵۴ کاله ډېر عمر لري. د هندوستان او پاکستان په تجزيې سره بريتانوي هند ته ورکړل شوې خاوره بايد بېرته افغانستان ته ورکړل شوې وه ، ځکه چې تړون يې له بريتانوي هند سره شوی وو او په ۱۹۴۷ز کال کې بريتانوي هند له سيمې لاړ، خو د وخت افغان مشرانو نغاړي لامل شوه، چې دغه ستونزه تر اوسه پر خپل ځای پاتې شي. 

 مورټیمر ډیورنډ په ۱۹۲۴ کال ومړ او د خيبر پښتونخوا دېره اسماعيل خان کې د عيسويانو په يوې هديرې کې دفن شوی دی.