د شمالي کوريا ډله ييزې ويجاړونکې (mass destruction) وسلې

نړۍ کې اوس مهال اته هېوادونه په څرګنده اټومي وسلې لري او غني کړې يې دي؛ پنځه هېوادونه داسې دي چې د اټومي وسلو د لرلو شک پرې کيږي خو دوی تر اوسه اټومي وسلې رسنيزې کړې نه دي. په ۱۹۶۸ ز کال څه د پاسه ۴۰ هېوادونو ترمنځ د Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons په نوم تړون لاسليک شو چې له مخي د اټومي وسلو پر جوړولو بنديز ولګول شو. امريکا، روسيه، چين، فرانسه او انګلستان هغه پنځه هېوادونه دي چې د ۱۹۶۸ز کال د اټومي وسلو د نه توليد له تړون وړاندې يې اټومي وسلې غني کړې وې او لومړۍ ازموينې يې تر سره کړې وې. هندوستان، پاکستان او شمالي کوريا د پورتني تړون وروسته اټومي وسلې جوړې او شمال کوريا په ۲۰۰۳ز کال کې د Non-Proliferation of Nuclear Weapons تړون سره پرېکون وکړ او په ۲۰۰۶ ز کال کې يې لومړۍ اټومي وسله وازمويله. د څېړنو له  مخې اسرائيل او ايران هم اټومي وسلې لري خو تر اوسه يې دا موضوع رسنيزه شوې او څرګنده شوې نه ده. 

شمالي کوريا له ۲۰۰۳ راهيسې د اټومي پروګرام په څرګنده غني کوي، نېږدې ټولې نړۍ سره يې هم په دې ورانه ده او ډېری نړيوال تړونونه چې د ډله ييزې ويجاړونې د مخنېوي په پار دي دغه هېواد په کې برخه نه اخلي. نړيوالې شمېرې ښيي چې شمالي کوريا اوس مهال له ۳۰ - ۴۰ اټومي وسلې جوړې کړې دي او همدا ډول په دغه وسلو کې په ځنځيري ډول کارېدونکي توکي fissile material خوندي کړي دي. شمالي  کوريا اوس دا وړتيا خپله کړې ده چې هر کال له شپږو تر اوو نوې اټومي وسلې د خپل هېواد دننه توليد کړي. په تېرو ۱۵ کالونو کې شمالي کوريا شپږ د اټومي وسلو ازموينې په ښکاره توګه کړې دي. 

شمالي کوريا د اټومي وسلو ترڅنګ پرېمانه بيالوژيکي او کيمياوي وسلې هم توليد کړې دي، چې د ډله ييزې وژنې او ويجاړونې وړتيا لري. دغه هېواد په بيالوژيکي وسلو کې باکتریا، ویروس، پروټوزوان، پرازیت، فنګس، کیمیاوي او نور زهرجن مواد ځای پر ځای کړي او لا هم د دغه ډول وسلو په غني کولو اخته ده. 

د شمالي کوريا په اړه ويل کيږي، چې داسې وسلې يې جوړې دي، چې له دغه هېواد به د امريکا متحدو ايالتونو ته اټومي سرګلولې وتوغوي او کولی شي چې د امريکا په هر ايالات کې چې وغواړي، بکترياوې، فنګس کيمياوي او نور زهرجن مواد وشېندي، چې د ډله ييزې وژنې او ويجاړونې سبب کيږي. په کور دننه، شمالي کوريا يو مېليون او درې سوه زره وسله وال پوځ جوړ کړی دی، چې اکثريت يې په کيمياوي او بيالوژيکي وسلو سمبال دي. شمالي کوريا د نړۍ څلورمه شمېره تر ټولو ستر پوځي ځواک لرونکی هېواد دی. 

شمالي کوريا له ۲۰۰۶ کال را وروسته توانېدلې چې لنډ، منځني او لېرې واټن وېشتونکي بالسټيک توغندي جوړ کړي، چې په نېږدې کې د امريکا ملګري هېوادونه جاپان او سويلي کوريا او لېرې کې د امريکا متحده ايالات او د هغه متحد هېوادونه پرې نښه کولی شي. اوس مهال شمالي  کوريا د ۱۳زره کليو متره په واټن بالستيک مزايل په لاس کې لري، چې د امريکا هر ايالات او برخه پرې وېشتلی شي. شمالي کوريا په ۲۰۱۷ کال کې د لويو وچو ترمنځ يا intercontinental ballistic missiles توغندی په بريالتوب سره وازمويل. 
د سړې جګړې پر مهال شمالي کوريا سره تر ډېره روسيې او په دويم ګام کې پاکستان د اټومي وسلو په غني کېدو کې مرسته کړې، خو د اټومي وسلو د جوړونې د مخنېوي نړيوال تړون لاسليک وروسته، شمالي کوريا نېږې د نړۍ د ټولو هېوادونو سره اړيکې خرابې دي او په يوازې او منزوي ډول د اټومي او بيالوژيکي وسلو جوړونې ته ادامه ورکوي. 

که څه هم تر اوسه په دې اړه څرګند شواهد او سندونه شتون نه لري، خو د شمالي کوريا حکومت د هايدروجن بم   د شتون  اوبريالۍ ازموينې وايي. د چارواکو په وينا، دوی  د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ مياشت کې د هایدروجن بم بريالۍ ازموينه  تر سره کړه. شمالي کوريا  د ټېکنالوژۍ په برخه کې هم مخکښه ده؛ د سايبري بريدونو تر سره کولو په پار ډلګۍ لري او همدا ډول يې د نورو هېوادونو د انټرنېټي او سايبري بريدونو د مخنېوي په پار ځانګړې ټيم روزل دی، چې د امريکا او نورو هېوادنو د سايبري بريدونو مخه نېسي. 

شمالي کوريا  د روان ۲۰۲۲ ز کال پيل هم د بالسټيک توغنديو په ازموينې وکړ؛ جاپان او سويلي کوريا د شمالي کوريا دغه اقدام ګواښونکی ياد کړ او زياتوي، چې شمالي کوريا په ۲۰۲۲ کال هم د اټومي وسلو د بندولو  او د مذاکراتو لېوالتيا نه لري، بلکې لا هم پر خپلې پخوانۍ پالېسۍ وړاندې ځي او تمرکز يې پر پوځي ځواک دی. شمالي کوريا د اقتصاد له اړخه د نړۍ د خوارو هېوادونو څخه دی او خلک  يې په ټيټ اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي. د بد اقتصادي وضعيت وراېخوا، د شمالي کوريا حکومت پر خلکو لسګونه محدوديتونه اېښي دي او ډېرۍ هغه ازادۍ چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلک د مدني يا افرادو ازادۍ تر چتر لاندې ترې برخمن دي، شمالي کوريا کې شتن نه لري.