غربي نړۍ چې له پخوا دارزښتونو او اخلاقياتو له سخت بحران اوفقر سره مخ ده خوپه اوس کې غربي تمدن اوغربي نړۍ داقتصاد له اړخه غښتلې او په ټيکنالوژي سمباله ده او داداري نظام له لحاظه يې يوه مستقره اداره رامنځته کړې. کوم اخلاقي بحران چې اوس دوی ورسره لاس اوګريوان دي داله ډيره پخوا زمانې ورته پاته دي ځکه دوی اوس هم ددې دعوې کوي چې موږ دنړۍ پرمختللی تمدن اوفرهنګ لرو او پخوا يې هم دغه دعوې کولې چې ددوی دغه دعوې وې چې په نړۍ يې يو لوی قيامت راووست چې هغه دوروسته پاتې هيوادونو متمدن کيدلو په نوم يوه استعماري لوبه ده دنولسمې میلادي پېړۍ تر پای پورې دنړۍ یوسل او دیرش آسیایی افریقایی او دلاتینې امریکا هیوادونه په مستقیم اوغیر مستقیم ډول دغربي استعمار ترولکې لاندې راغلل ددې پېړۍ ترپای پورې فقط څو محدود هیوادونه لکه افغانستان ایران عثماني ترکیه چین جاپان ټایلنډ او حبشه په مستقیم او اوکلي ډول داستعمار له دسیسو څخه په امان کې پاته شول.
په عربي اوفارسي کې داستعمار کلمه دانګريزي Colonialism په مقابل کې کارول کېږي.
غربي علماوو او اسلامي علماوو داستعمار لپاره بېلابېل تعریفونه کړي
دغربي علماوو له نظره استعمار مختلف تعريفونه لري.
۱: دپرمختلليو اومتمدنه هيوادونو ديوه ډله خلکو هجرت وروسته پاتې هيوادونو ته دهغوی دودانولو اومتمدن کېدلو په منظور باندې عبارت له استعمار څخه ده.
۲: بنجامين کيد, کارل پيرسن, اوفريدريش نومن استعمار او امپرياليزم قومي پديده بولي او وايي چې سپین پوستي وګړي چې له هغوڅخه يې مطلب غالبا اروپايان دي ذاتاپه نورو قومونو باندې برتريت اولوړوالی لري نو په دې بنا سپین پوستي وظيفه لري چې دنورو قومونو دمتمدن کېدلو لپاره په هغوی حکومت وکړي.
۳: ديويد فلد هاوس په نظر دمستعمره هيوادونو اصلي اوسېدونکي مخکې له دې چې اروپايان يې مستعمره کړي دپرمختللي فرهنګ اوتمدن څخه بې برخي ول نو اروپايان ددې باعث شول چې هغوی ته پرمختللی تمدن اوفرهنګ راوړي
داسلامي علماوو له نظره
داسلامي علماوو له نظره استعمار ديوځواکمن اومستبد ( عمدتاغربي) دولت له لوري دکوچنيو او وروسته پاتې هيوادونو په ولکه کې راوستل دهغوی ديني اوشرعي ارزښتونه له منځه وړل اودهغوی له طبعي اومالي منابعو څخه په خپل نفعه استفاده کولو ته وايي
داستعمار تاریخ
داستعمار تاريخ تر ډيرو پخوانيو زمانو دعيسی ع له پيدايښت څخه ۱۱۰۰ کاله دمخه فنفيقيانو يونانيانو او ورپسې روميانو تر زمانې پورې رسېږي لومړی ځل فنفيقيانو له خپل قلمرو څخه دباندې دتجارت جنګ اوخپل فرهنګ ددود کولو په منظور نظامي کمپونه جوړ کړل چې دې لړۍ ترپنځلسمې ميلادي پېړۍ پورې دوام وکړ. له دې وروسته اروپايانو دتجارت په منظور باندې لرې هيوادونو ته لاس واچاوه اوهلته يې نطامي کمپونه جوړکړل له نوموړيو کمپونو څخه يې دتجارت اوکښتۍ چلولو داسانتيا په منطور استفاده کوله اودنورو هيوادونو په داخلي چارو کې يې لاسوهنه نه کوله له شپاړسمې میلادي پېړۍ وروسته استعمار اوامپريالېزم په نوې بڼه رامنځته شو دنويو سمندرونو او امريکا لويې وچې په کشف سره اروپايي هېوادونو دنويو سيمو دپيداکولو لپاره په خپل منځ کې په سيالۍ اخته شول اروپايانو دخپلو لښکرکشيو په واسطه نوموړې ځمکې له اصلي اوسېدونکو ونيولې اوخپلو امپراتوريو کې يې شاملې کړې داروپايانو لومړی هدف دهغوی دشتمنيو لاسته راوړل وه وروسته نورې انګېزې هم ورسره پيداشوې لکه تجارت دلومړنيو معدني کرهڼيزو محصولاتو انتقالول له وروسته پاتې هيوادونو څخه پرمختلليو هيوادونو ته. دوخت په تېرېدو اروپايانو نشو کولای چې خپلې استعماري ګټې بدون له سياسي اونظامي استعمارڅخه لاسته راوړي چې په پايله کې دوی وکولای شول دسياسي اونظامي استعمار ترڅنګ دهغوی فرهنګ هم ترخپل استعمار لاندې راولي ددې په څنګ کې اروپايانو په مستعمره هيوادونو کې اقتصادي اجتماعي سياسي اوفرهنګي ټولنې سازمانونه او ډلې ټپلې جوړې کړې ترڅووکولای شي خپل استعماري مقاصد په اسانۍ سره لاسته راوړي.
داستعمار ډولونه
پوهانو اوڅېړونکو استعمار په دوه ډوله وېشلی دی ۱ زوړ استعمار ۲ نوی استعمار
لومړی زوړ استعمار: چې دعيسی ع له پيدايښت څخه يوولس سوه کاله دمخ شروع شو او ترپنځلسمې پېړۍ پورې يې دوام وکړ
دوهم نوی استعمار: چې له شپاړسمې پېړۍ څخه شروع شو او له نن ورځې پورې يې دوام کړی
دنوي او زوړ استعمار توپيرونه
زوړ استعمار
۱: زوړ استعمار دکمزوريو دولتونو په مادياتو قبضه کوله دهغوي عقيدوي کلتوري اومذهبي ارزښتونو ته يې هېڅ زيان نه رساوه ۲: زوړ استعمار حکومت دزور او وژلو له لارې کاوه. ۳: زوړ استعمار يوملت نيغ په نيغه يو دولت ترخپل استعمار لاندې راووست.
نوی استعمار
۱: نوی استعمار دکمزوريو اومحکومو دولتونو دمادياتو ترڅنګ دهغوی په ديني معتقداتو ثقافت کلتور اوتهذيب هم قبضه کوي. ۲: نوی استعمار دمستقيم يرغل په ځای په خپلو شيطاني اعمالوسره ددوستی مرستې او لاسنيوي غيرمستقيم مادي او عقيدوي پلانونه عملي کوي.
۳: نوی استعمار لومړی ديوهيواد په داخل کې دخپلو روزل شویو غلامانو په واسطه خپل اهداف په مخ بيايي.
په لويو وچو کې استعمار
په لاتينه امريکا کې استعمار:دغربي استعمارڅخه مخکې په لاتينه امريکا کې دازتک مايا او اينکا په نوم درې پرمختللي تمدونونه موجود وه چې په دغو تمدونونو کې پرمختللي قتصادي اجتماعي اوسياسي جوړښتونه موجود وه. خط اوکتابت راکړه ورکړه لاسي صنايع دطلا اونقرې لوښي اوله معدنونو نه استفاده په هغوی کې رواج وه اروپايانو داستعمار په لومړي قدم کې په چورچپاول اووحشت لاس پورې کړ دهغوی دطلا اونقرې لوښي يې ترې په زور ونيول دهغوی اصلي تمدونونه يې له منځه يووړل صنعت يې ورته له منځه يووړ او دلومړنيو موادو په توليد يې اخته کړل اودهغوی ضرورتونه يې په خپل ځان پورې محدود کړل دهغوی اصلي نسل يې ياله منځه يووړ اويايې له نورو اروپايانو اوافريقايانو سره مختلط کړ په امريکا کې يې دمسيحي دين مبلغين خپاره کړل ترڅو يې له خپل اصلي دين څخه واړوي اومسيحيان يې کړي چې ترډېره يې مثبته پايله ورکړه چې په پای کې يې بياداعمل له سختو غبرګونونو سره مخ شو. داروپا استعمار دمعدني او زراعتي محصولاتو دلاسته راوړلو په اساس ولاړ وه معدنونه يې په خپل استثمار کې واخيستل او په امريکايي وګړو يې په زور سره په کانونو کې بدون له مزد اومعاشه کار کاوه. دهغوی صنعتي توليدات يې په خپل واک کې واخيستل اوامريکايي وګړي يې په زاعتي محصولاتو کې مصروف کړل اکثريت هغه څه په ځمکو کې کښت کېدل چې اروپايانو ورته اړتيا درلوده لکه شکره اوقهوه چې دکښت کچه يې دې حد ته ورسېده چې دکارګرو دکموالي په صورت کې يې افريقايي تور پوستي غلامان راوستل او په ځمکو کې يې کار پرې کاوه.
په افريقا کې استعمار: افريقاته داروپايي استعمارګرو له ورتګ مخکې په دوه برخو وېشل شوې وه شمالي افريقا اوجنوبي افريقا دشمالي افريقا ځمکې چې له مخکې داروپايانو له لوري پېژندل شوې وې مختلفو تمدونونو اوفرهنګونو پکې وده کړې وه. خوجنوبي افريقاچې دپراخه دښتو او اوزياتو ځنګلونو اوطبعي منابعو اوکم نفوس په لرلو سره دیونسبتاپرمختللي تمدن اوفرهنګ لرونکې وه اروپایانو فقط دشمالي افریقا له منطقو څخه معلومات لرل اما عربو دشرقي افریقا لکه حبشې، موزامبیک، سومالي اوتانزانیا هیوادونه پېژندل اوله هغو سره يې تجارتي اړیکې درلودې بلاخره يې په پنځلسمه میلادي پېړۍ په پای کې اروپايي کيښتۍ په ټوله افریقا راتاو شوې له شپاړسمې تر اتلسمې میلادي پیړۍ پورې يې دافریقا اکثره منطقي په خپل تصرف کي راوستي ورپسې يې ۱۸۸۵م کال کې دبرلین په کنفرانس کې فرانسې بریتانیا بلژیک ایټالیا اوالمان ترمنځ دافریقا دلويې وچې هیوادونه وویشل شول هغه څه چې اروپایانوته يې اهمیت درلوده ددغوهیوادونو طبعي منابع وې.اروپایانو تجارتي راکړې ورکړې معدنونو کیندل صنعتي تولیدات خپلو شرکتونو ته په انحصار کې ورکړې او افریقایان يې له هرڅه څخه نا محروم کړل افریقایانو یوازې زراعتي محصولات اولومړني مواد تولیدولای شوي هغه هم هغه محصولات چې اروپایانو ورته اړتیاوه لکه قهوه کاکائو اوداسې نور خام مواد ددې محصولاتو په مقابل کې اروپایانو هغه محصولات افریقایانو ته راوړل چې اکثریت هغو خلکو استفاده ترې کوله چې داروپایانو او افریقایي اوسېدونکو ترمنځ به يې دواسطې په توګه عمل کاوه اونسبتا پیسه دار خلک وه.اروپایانو دافریقا دمسو بوکسیدو اوسپنې کانونه داسې چور کړل چې دافریقا راتلونکو نسلونو ته يې هیڅ پرېنښودل دیو افریقايي عالم په خبره اروپایانو داستعمار په دوران کې دطبعي او مالي منلبعو له پلوه افریقا داسې یو حالت ته ورسوله لکه یو لیمو چې وزبېښې او پوست يې لمر باندي وچ کړې داروپایانو ددوه پېړۍ استعمار وروسته چې ددوی شعار دافریقايي وګړو متمدن کېدل وه هيڅ یې هم ونکړه بلکې دا دوه پېړۍ استعمار دمیلیونونو افریقایانودوژلوسبب شو چې یوازې دالجزایر په جنګ کې یو میلیون افریقایان ووژل شول.بلاخره په ۱۹۶۰م کال کې داروپا چې نور يې دجګړې توان له لاسه ورکړی وه دمستعمراتو وزارت دپرېکړې په اساس يې افریقایي هیوادونو ته په محلي خودمختاره نه په مستقل ډول سیاسي خپلواکي ورکړه
په اسيا کې استعمار: داسيا لویه وچه له شپاړسمې ميلادي پېړۍ مخکې چې اروپايان يې استعمار کړي دپرمختلليو تمدونونو لرونکې وه. همدارنګه زراعتي اوصنعتي محصولاتو زيات پرمختګ کړی وه له اروپا څخه څوپېړۍ مخکې په اسيا کې دچاپ صنعت او داوسپنې ويلې کولو کورې موجودې وې. کله چې په پنځلسمه پېړۍ کې اروپايانو په اسيايي هيوادونو يرغل راووړ څو نوي هيوادونه لاندې کړي په اوايلو داستعمار کې يې موخه دصليبي جګړو انتقام او دمسيحيت د دین خپرولو تبليغ وه. داروپايانو استعمار په اسيايي هيوادونو کې په دوه برخو وېشل کېږي اوله دوره له ۱۴۹۸م نه شروع تر۱۷۵۷م کال پورې چې انګرېزان دهند په لويه وچه هم په همدې دوره کې غالب شول دوهمه دوره له ۱۷۵۷م نه شروع دشلمې ميلادي پېړۍ ترنيمايي پورې. اروپايانو په دې دوره کې په اسيايي هيوادونو کې لوټونکې جګړې وکړلې په ۱۸۱۳م کال کې دانګليس پارلمان دهند دشرقي هند کمپنۍ سوداګريز انحصار لغوه کړ دانګليس ډيرو کمپنيو اجازه ترلاسه کړه چې هند ته خپل توليدات يوسي هند ته انګليسي توليدات په ځانګړې توګه ماشيني نخي ټوکران په ډېره زياته پيمانه راوړل شول چې دغه کار دهند اصلي صنايع ډير زيانمن کړل انګليسي استعمار هند په يو زراعتي اوځان پورې تړلي دلومړنيو موادو برابرونکي هيواد بدل کړ دهند ۷۵ سلنه نفوس يې په زراعت مصروف کړ. همدارنګه يې په ۱۸۳۸م نه تر۱۸۴۲م پورې په افغانستان يرغل وکړ په کومه جګړه کې يې چې ماتې وخوړه په ۱۸۴۳م کال کې يې په چين هم حمله وکړه چې په دې سره يې انګليسي سوداګرو ته اجازه ورکړه ترڅو له چين سره راکړه ورکړه وکړي چې په چين کې دغه سوداګري په تارياکو ولاړه وه دې حالت همداسې دوام وکړ انګريزانو به هندوستان ته خپله نقره انتقالوله په مقابل کې به يې له چين څخه چای انتقالاوه کله چې دانګليستان نقره په ختمېدو شوه انګليسانو نور څه نه درلوده چې هند ته يې يوسي اوپه مقابل کې يې له چین هيواده چای انتقال کړي دچينايانو چې له تارياکو سره ډيره مينه وه انګليسان په دې فکر کې شول چې تارياک يې ښه بديل کېدای شي دهند لويې وچې اکثريت ځمکو کې يې تارياک وکرل اوچين ته به يې انتقالول په مقابل کې به يې چای او نور محصولات له چین نه وړل يو وخت راغی چې دچين له نيمايي زيات نفوس په نشه يي توکو روږدی شو چې دې کار چينايي چارواکي سخت په ويره کې کړل دانګليستان دوه کيښتۍ چې له تارياکو ډکې وې چينايانو وويشتلې اوپه سيند کې ډوبې شوې دې کار انګليسانو ته ديوې غټې حملې موکه په ګوتو ورکړه چې دچين په ضد يې لوټونکې جګړه پيل کړه چې دتارياکو دجګړې په نوم ياديږي په پای کې دغه جګړه دنانکين دغيرعادلانه تړون دلاسليک لامل شوه ددغه تړون له مخې چين اړکړای شو ترڅو خپل پنځه بندرونه دانګليستان په مخ پرانېزي همدارنګه يې دهانګ کانګ ټاپو هم په خپل کنترول کې راوسته
دغربي استعمار پايلې
دلاتينې امريکا اکثريت هيوادونه دنولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې داسيا اوافريقا هيوادونو پس له دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته خپله سياسي خپلواکي ترلاسه کړه خو په اقتصادي لحاظ لا تراوسه هم يو شمېر هيوادونه دغرب له استعمار لاندې دي هغه ميراثونه چې استعمار مستعمره هيوادونو ته پرېښودل بې له بربادۍ او وژنو بل څه نه وه.
لومړی ميراث: دمستعمره هيوادونو په اقتصادي جوړښت کې تغير داستعمار په دوران کې يې دمستعمره هیوادونو اقتصادي جوړښت ته داسې تغير ورکړ چې اصلي صنايع يې ورته له منځه يووړه اقتصاد يې ورته له توليدي سکتورڅخه په مصرفي سکتور بدل کړ طبعي زيرمې يې ترې چور کړې زراعتي سکتور يې دغربيانو دغوښتنو مطابق هغه څه توليدول چې دغرب په ګټه وه.
دوهم ميراث: دمستعمره هيوادونو دطبعي او انساني منابعو څخه په خپله ګټه استفاده کوله هغوی يې داسې په خپل استثمار کې اخستي ول چې دهيواد داخل سربېره يې نورو هيوادونو او لويو وچو ته دکار په نيت بوول
دريم ميراث: دمستعمره هيوادونو په اجتماعي جوړښت کې يې داسې تغير راووست چې يوه طبقه يې تر آسمانه وخېژوله او بله طبقه يې له ځمکې لاندې کړه يعني طبقاتي جوړښتونه يې رامنځته کړل يوه طبقه خلکو ته يې دژوند ترټولو ښه شرايط برابر کړي وه او يوه طبقه خلک يې دژوند تر ټولو بدحالت کې ايثار کړي وه
څلورم ميراث: دمستعمره هيوادونو په فرهنګي جوړښت کې يې داسې تغير راووست چې دهغوی اصيل فرهنګونه يې له منځه يووړه او ددوی دغوښتنو مطابق فرهنګونو ته يې وده ورکړه ددې ترڅنګ يې دهغوی په ديني ارزښتونو تېری وکړ او په اکثريت هيوادونو کې يې مسيحي دين ته تبليغ وکړ چې په پايله کې يې دغه عمل له سخت غبرګون سره مخ شو.
وروستي