بسم الله محمدي، څنګه د ځان سپيناوی کوي؟ دفاع وزير زه وم، خو محب د هېواد ملي اردو له منځه یوړه 

له هېواده تښتېدلی د ملي دفاع مخکېني چارسمبالي وزير بسم الله محمدي په يوې ليکنه کې د ځان سپيناوی کړی دی او زياتوي چې دی دفاع وزير وو، خو واک او صلاحيت نه وو ورکړل شوی. محمدي ادعا کوي، چې حمد الله محب او يو شمېر نورو کسانو په قصدي ډول سره د افغانستان تېر نظام او پوځ سقوط کړ. 

دی وايي چې  زه د ولسمشر اشرف غني د حکومت په وروستیو څلوېښتو ورځو کې، هغه هم د ولسي غوښتنو پر بنسټ، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شوم. دا په داسې حال کې وه چې سلګونه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې وې.

د بسم الله محمدي په وينا چې د نظام ړنګېدل له هغې  ورځې شروع شوي وو، چې کله په ۲۰۱۴ او بيا په دويم ځل ټاکنو کې اشرف غني درغلۍ وکړې او ځان يې د هېواد ولسمشر اعلان کړ؛ د محمدي په وينا چې د تېر شل کلن نظام د ړنېګدو مسووليت د اشرف غني او د هغې د ټيم په غاړه دی. 

محمدي د خپلې  ليکنې په يوې برخې کې ليکلي، "ولسمشر غني په ارګ کې دننه ځان ته او خپلې نږدې کړۍ ته یو بل حکومت جوړ کړی و چې د افغانستان پوځ یې د ضعف او پاشلتیا لور ته روان کړ او د پوځ له منسوبیونو یې د جګړې هر ډول انګېزه او روحیه واخیسته."

محمدي، حمد الله محب تورنوي چې محب په پوځي مسلک کې د پوره پوهې له نلرلو او کاذب غرور سره، په لوی لاس د هېواد ملي اردو له منځه یوړه.

محمدي وايي چې دی غني نه بلکې ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي دفاع وزارت سرپرست ټاکلی وو. "زه د ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس په توګه یې کار کاوه د سیاسي واک د وېشلو د هوکړه لیک پر بنسټ، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شوم. هغه لامل چې په داسې حساسو شرایطو کې مې دغه مسوولیت ومنلو، پر دغه نیت ولاړ و چې لږ تر لږه وکولای شم د هېواد په دفاع کې ونډه واخلم."

بسم الله  محمدي د ځان د سپيناوي په اړه وايي،  زه په ۹۰ دقیقه کې او په ډېرو پیچلو شرایطو کې په دغه نیت راغلم چې لږ تر لږه د هېواد د دفاع په برخه کې خدمت وکړم. خو ولسمشر اشرف غني له خپلو سیاستونو او څو کسیزه کړۍ سره، د افغانستان پوځ تش کړي و. په پوځ کې ځان، روحیه او انګېزه نه وه پاتې، تر څو ما د نظام د حتمي مړینې مخه نیولې وای. د پوځ ترټولو غښتلو او روحیه لرونکو قوماندانو ته چې کلونو مو یو ځای سره کار کړی و، غږ کاوه چې ولې دفاع نه کیږي؟ ویل یې چې سرتېرو روحیه، انګېزه او مورال له لاسه ورکړي.

بسم الله محمدي د وروستي وضعيت په اړه وايي، چې  په حکومت کې په دغه حساسو شرایطو کې، ډېرې او اوږدې ناستې کېدې. ساعتونه وخت تېرېده، خو هېڅ مناسبه پرېکړه نه کېده. ولسمشر په وضعیت پوهېده، خو نږدې کسانو یې هغه نه پرېښود او یا به یې خپله نه غوښتل چې وضعیت درک کړي.

دا چې ولې طالبانو پر شمالي ولايتونو لومړی بريدونه پيل کړل، محمدي يې په اړه ليکلي، "دغه سیمې مخکې، احمد شاه مسعود په مشرۍ د مقاومت طبیعي بستر و. له له دغه سیمو د طالبانو پروړاندې د مقاومت د ولسي مرکز په توګه کار اخیستل کېده او طالبان له څو ځله بریدونو سره ونه توانېدل چې دغه سیمې ونیسي. دا ځل طالبانو غوښتل چې د پخوا په خلاف، لومړی دغه سیمې تصفیه کړي، تر څو د مقاومت جبهې بیا ژوندي کېدو شونتیا رامنځته نشي. له همدې امله، دا ځل طالبانو خپل بریدونه له شمال ختیځ او شمال لوري پیل کړل او وروسته یې په لویدیځ برخه کې دوام ورکړ."

دفاع پخواني وزير د غني د تګ په اړه ويلي، د ماسپښین ۲ بجو شاوخوا د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۱۵ مه نېټه ۲۰۲۱ کال، درې چورلکې له ارګه پورته شوې او د شمال په لور روانې شوې. ما د دفتر له کړکۍ چورلکې ولیدې. فکر مې وکړ چې په معموله توګه به تګ راتګ کوي. د ولسمشر درې چورلکې به تل په ارګ کې وې او قومانده یې دده په لاس کې وه. لس دقیقې وروسته، پخواني ولسمشر، حامد کرزي، اړیکه ونیوه او وویل چې غني وتښتېد. ما وویل چې لس دقیقې مخکې درې چورلکې والوتې. پخواني ولسمشر وویل، نه مې و ویلي چې دا سړی هېواد ډوبوي. او له بده مرغه چې ډوب یې کړ. او خپله وتښتېد. وروسته د هوایي قول اردو قوماندان ما ته خبر راکړ چې څلورمه چورلکه د محب په امر له هوایي ډګره پورته شوې او په ټوله کې څلور چورلکې ازبکستان ته تښتېدلې دي.

بسم الله محمدي د خپلې ليکنې په وروستۍ برخې کې وايي، "د اشرف غني له تېښتې وروسته، زه له لوی درستیز او د دفاع وزارت د مشرۍ له پلاوی سره دهماغې ورځې تر مازدیګره په وزارت کې پاتې شو. وضعیت پاشلی و. هوایي ځواکونو ته ولاړو. هلته مو پرېکړه دا وه چې د احمد شاه مسعود د زوی، احمد مسعود، ، او کورنیو چارو د پخواني وزیر، تاج محمد جاهد، چې ټول یو ځای و او د یوې ډله نورو همکارانو سره پنجشېر ته ولاړ شو. زموږ د لېږدولو لپاره یوه چورلکه تیاره شوه چې احمد مسعود له څو تنه نورو سره په هغه پنجشېر ته ولاړ او ټاکل شوې وه چې موږ په بله چورلکه کې ولاړ شو. له بده مرغه چې شپه شوه او د هوایي ډګر نظم له منځه ولاړ او موږ د چورلکو د نشتون له امله ونه توانېدو چې پنجشېر ته ولاړ شو. د ځمکې لارې د طالبانو په لاس کې وې. د شپې لخوا په هوایي ځواک کې د متحده عربي امارتو د دیپلماتانو په همکارۍ چې د وتلو په حال کې و، له تاج محمد جاهد سره اماراتو ته ولېږدول شو."