پخوا به ځینو نظامونو پر رعیت باندې داسې راج چلاوه، چې مشر او حکومتي چارواکي به یې د دوی د وفادارۍ پر بنسټ ټاکل کېدل. مانا دغو کسانو به کاري ظرفیت نه درلود، خو د ګمارنې شرط یې یوازې حکومت ته نه ګواښ او وفاداري وه. د ماکیاولیسټي نظام جوړونکي په دې نظر وو، چې د واکمن هر ډولناوړه او له ټګۍ، برګۍ ډک کړه وړه د محکومو خلکو د بدبختۍ لپاره روا او جایز دي. او دغې نظریې یې اوس هم د نړۍ ځینې نظامونو ته ریښې غځولې دي. د دوی عام تصور دا و، چې محکوم ولس راقابو وساتل شي او د دې تر څنګ جاهل او ناخبره وي، چې دغه نسخه نن سبا په نوې بڼه ځینې نظامونو عملي کړې هم ده، لکه اوس چې ځینې هېوادونه د تکنالوژۍ د لېږد محدودول غواړي؛ تر څو یې ولس ناخبره او جاهل وي.
نو د دې نظامونو ریښې زموږ او ستاسو نیمه دیموکراسۍ ته هم پښې کړې دي. په تېرو اوو، اتو کلونو کې زموږ د جمهوري نظام هڅه دا وه، چې په حکومت کې داسې خلک ځای پر ځای کړي، چې د حکومت د پښو وهلو توان یا ونه لري یا هم د وفادارۍ له مخې داسې کوم کار ونه کړي. نو ګمارنې له ډېرو لوړپوړو تر ټیټ رتبه مامورینو پورې داسې کېدلې چې که ظرفیت هم لږ وي، خو چې حکومت ته ګواښ جوړ نه شي کړئ. چې په همدغه توګه ظرفیت وژنه وشوه او وړتیا حکومت ته د وفادارۍ لپاره قرباني شوه. او د دې تر څنګ چې تېر حکومت داسې نسخه وکاروله او سخت لوی تاوان یې وکړ او د رانسکورېدو یو دلیل یې همدا هم و. خو د تېرې ترخې تجربې نه د درس نه اخیستلو تر څنګ اوسنی حکومت هم په همدې هڅه کې دی، چې ګمارنې یوازې د وفادارۍ له مخې وشي نه د وړتیا او ظرفیت له مخې. چې د تېر حکومت یوه ترخه تجربه یې هم بللی شو او تاوان یې نن سبا ملت ګالي.
په دې وروستیو کې دا هڅې هم روانې دي، چې ځینې عام خلک د محکوم ولس په توګه وساتل شي، خو دا چاره د کمزورو نظامونو له توانه لوړه ښکاري او ښایي ناممکنه وي. موږ په اوسنۍ نړۍ کې ځینې ژوندي مثالونه د داسې نظامونو لرو، لکه په شمالي کوریا کې، چې د نظام هڅه یې له نننۍ پر مختللې نړۍ څخه د خپل ولس په لوی لاس لرې کول دي او هغوی د یوه قوي نظام په توګه تر یوه حده بریالي هم دي، ځکه چې عام ولس یې مخکې له مخکې محکوم کړئ دی. خو محکوم ولسونه چې هر وخت وي د نظامونو له اختناق څخه ستړي کېږي، او پایله یې ښایي د نظام له نسکورېدو سره، سره ډېره خطرناکه هم وي. نو کومه نسخه چې په تېرو اوو، اتو کلونو کې په افغاني حکومتونو کې د کارونې خواته روانه ده، د دې نسخې پایله د یوه بې کفایته او نا اهله حکومت په توګه راوځي. په درېیمه نړۍ کې هم وړتیا، خلکو او هېواد ته د وفادارۍ عهد زښته ډېر مهم دی، چې لوړ ظرفیت حاکمان او چارواکي د درېیمې نړۍ په رغونه کې خورا مهم رول لوبولی شي، چې متاسفانه پر موږ حاکمانو هېڅ کله په نظر کې نیولی نه دی.
وروستي