مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

تاریخ دا په زرینو کرښو ولیکل، د دوست او دښمن دواړو ذهنیت اوس دا حقیقت منلي، سیمه او نړۍ د امریکایانو په شمول په دې بیا ـ بیا اعترافات وکړل چې طالب د دوی د سیاسي معادلاتو، استخباراتي مالومات او ستراتژیک تحلیل په خلاف د جګړې او سیاست دواړه ډګرونه ګټلي، دوی په دې هم اعتراف کړې چې د دوی د وړاندوینو په خلاف طالب په کور دننه د یوې مډرنې، تعریف شوی او مدونې حکومتواله او ملت ـ دولت په فورم کې د خدماتو، اسانتیاوو، ملي اعتماد او سیاسي ثبات په برخه کې هم ملموس، مالوم او لازم کارونه او کارخانګې ترسره کړې.

نړۍ نشي کولای چې د یوې چور شوی، په بی اعتمادۍ کې ډوب او د اقتصادی شننو له اړخه د یوی فلجي بانکوالۍ له سل سلنې سقوط څخه د ژغورنې، په برخه کې چې د اقتصادی ثبات د ملا تیر جوړوی، په دې برخه کې د طالب د ملي مسوولیت، دولتي رسالت او تاریخي ماموریت په لاسته راوړنو سترګې پټی کړې.

همدارنګه د تیر ۴۳ کلن انارشیزم او بی ثباتۍ په نس کې د قدرت د سرطانی غدو رشد چې بیا په تیر ۲۰ کلن اشغال کې د ثروت او قدرت دواړو خاوندان شول، دوی به افغانستان او حتا د واحد افغانستان وجود او هویت ګواښل او په عینی حال کې د استعمار او فاسدو حکومتونو د دوام سبب شوی ول، د طالب په راتګ سره نیست او نابود شوی.
د طالب حکومتواله د یوه هېوادشموله او ملي فورم په دریځ کې په څو مهمو برخو کې د پام وړ لاسته راړونو لرونکې دی:


۱ـ د شرعي عمومي عفوی او آمن اعلانول، هغه چاره چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې بی مخینې او د افغانانو ترمنځ د زغم، د ګډ افغانستان جوړولو او په افغانستان کې د سیاسي انتقال او ثبات په برخه کې تاریخی ګام وو.


د سیاست، سیاسي تاملاتو، اړیکو، لابی او ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم افغانستان مهم ګامونه اخیستي، د بیلګې په توګه:
۲ـ له نړۍ سره د یوه متوازین، بلانس محوره، څو وجهی، بی طرفه او په عینی حال کې د فعال سیاست او خوځنده ډیپلوماسۍ له دریځ د اړیکو بیا احیاء کول.
۳ـ په داسې حال کې چې د امریکا په محور ګڼ نړیوال قدرتونه له طالب سره په یوه خطرناک ۲۰ کلن تقابل کې واقع وو او دا وړاندوینه د ژبو په سر وه چې افغانستان به یوځل بیا د نړۍ په مطلقي انزواء کې راګیر شي، مګر داسې ونشول، د حکومت مشرانو نړۍ ته د ثبات، همکارۍ او یوه نهایت رغونکې تعامل پیغام مخابره کړل، چې په پایله کې یې په کابل کې له ۳ فعالو سفارتونو څخه اوس د سفیر په کچه فعالو سفارتونو شمیره تر ۱۵ اوړی، ګڼ نړیوال سازمانونه هم خپلو کارونو ته راستانه شول او کابل یوځل بیا د انزواء د نظریی پرځای د نړۍ د پام او محور په دریځ کې شامل شول.

۴ـ ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت فعال کردار، د ورکړل شوی کارخانګې څو چنده کار او په لویه کې د سیمي او نړۍ د تصمیم او دریځ له پلازمینو سره له تهرانه تر انقرې، له بیجینګه تر ماسکوه، د مرکزی اسیا له جمهوریتونو تر پاکستان او خلیج پورې لابی او ددې ټولو سربیره له اروپایی ټولنی او امریکا سره پرلپسي ناستی ددې سبب شوی، چې زموږ ستراتیژیکه سیمه او د اسیا ستر قدرتونه په اعتماد کې واخلی او بل لور ته د سیمه اییز فشار او له هر چا سره د مشروع او معقول تعامل په دریځ کې امریکا او اروپا دیته راوکاږی چې له افغانستان سره د دولت په دولت خبرو نوی پړاو ته داخیل شي.

د زلمی خلیلزاد پرځای د ټام ویسټ انتخاب، د نوموړی له ناټو تر روسیې، ډهیلی، ترویکا پلس او اروپایی پلازمینو تګ راتګونه او په نهایت کې دوحه د امریکایی ګټو د ساتونکې په توګه ټاکل او تازه داچې واشنګټن په قطر کې له افغان حکومت سره د خبرو نوی پړاو پرانیست، ددې ښوودنه کوی چې افغانستان یوځل بیا په ښه توګه راپورته شوی.


۵ـ ددې فعال بهرنی سیاست او ډیپلوماسي پایله دا شوه چې په عربی خلیج کې د امریکا له ۳ ستراتیژیکو پارټینرانو څخه چې قطریان، اماراتیان او سعودیان دې هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزی، نوی ډهیلی او اندونیزیا هم اعلان کړې چې په کابل کې د خپلو سفارتی چارو په بیا پیل غور کوی، او د جرمنې سربیره اوس فرانسه غواړی د ټول اروپایی بلاک په شمول کابل ته راوګرزی.

۶ـ د جی شل یا د نړۍ د سترو اقتصادونو ۳ پرلپسی کنفرانسونه، د ماسکو او اسلام اباد د ترویکا پلس ناستي، په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته، د اروپایی ټولنې ناستي، په هند کې د سیمي د ملي امنیت د مشاورانو ناسته، د ناټو د مشرانو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ناستي او تازه د سعودی عربستان په غوښتنه د اسلامی هیوادونو د ګډ کنفرانس راغوښتل کیدل نور هغه نړیوال فعالیتونه او د افغانستان په محور او مرکزیت حرکتونه دې، چې ددې ښوودنه کوی چې افغانستان له سیاسی اړخه د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د کرغیړنو تحلیلونو او غوښتنو په خلاف د نړۍ د توجه ګرمه موضوع دی.

په کورنی اړخ او برخه کې هم الحمدالله له خوشباورانه لید پرته افغانستان په هیله بښونکې توګه راپورته شوی، د نظام مشرانو خپل ملي مسوولیت او تاریخي رسالت درک کړې او په ګڼو برخو کې د ملی حاکمیت او یوه تعریف شوی دریځ له تربیون څخه ولس ته د اړینو خدماتو د رسولو ترڅنګ د نظام جوړونې، دولتی بسترونو د ترمیم او د حکومتي سټرکچر د په کار اچولو په برخه کې اساسي کارونه روان دې.


د بیلګې په توګه د ګران افغانستان د امنیتی، نظامي او دفاعي جوړښت او ترمیم په برخه کې مهم کارونه لکه:

۷ـ د افغانستان د قوت، عزت، تعریف او ملي برم د ساتونکې رکن ملي آردو بیا جوړول. داسې ځواک چې هغه د مور وطن د استقلال، خپلواک حاکمیت، ځمکني تمامیت او تاریخی عزت او عزمت په ننګه او مېړانه دفاع وکړای شي.

۸ـ نږدی ۲۰ کاله وروسته د افغانستان د هوایی حریم افغانی کیدل، داسې چې اوس د ورځی تر ۳۰ ډیرې نړیوالۍ او کورنۍ الوتنې ورڅخه کیږی.
۹ـ د هوایی نظامی ځواک فعالول او د هغوی د ګڼو له کاره لویدلو الوتکو رغول.

ددې ټولو ترڅنګ د اقتصاد، سوداګرۍ او اقتصادې بنسټونو د ترمیم، تړلو او رغونې په برخه کې هم اساسي ګامونه اخیستل شوی:
۱۰ـ د سترو سیمه اییزو اقتصادی پروژو لکه ټاپی، ټاپ او لاجوردو په پیل خبرې.
۱۱ـ چین ته د جلغوزو او د نړۍ ګڼو تجارتی مارکیټونو ته د افغان زراعتی او نورو اقلامو صادرول.
۱۲ـ له مرکزی او جنوبی اسیا سره د ترانزیټی اتصال په سر مذاکرات او په لومړی ځل د براعظمګی تر بازارونو د مرکزی اسیا د توکو تګ.
۱۳ـ د حکومت نږدی نیم میلیون کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه، هغه چاره چې د تیر حکومت څخه د مطلقا خالی او چور شوی خزانې په وجود کې تر ټولو مهم ملی چلینج وو.
۱۴ـ د بشری مرستو جذب او سالم مدیریت.
۱۵ـ د برق د قطع څخه د مخنیوی په موخه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګټور مذاکرات، داچې د ژمی په سړو میاشتو کې به بریښنا نه قطع کوی.
۱۶ـ له ایران سره تر ۵ کالو د ۱۰۰ میګاواټه بریښنا هوکړه.
۱۷ـ د بریښنایی انرژۍ د ځان بساینی په برخه کې د ټولو مهمو او اساسی بندونو د فعالولو، رغولو او پلانیزه کولو هڅې او تازه د کابینې لخواه د شاه او عروس د بریښنا کوټ او بند د رغونې د چارو چټک کول.
۱۸ـ د ۴۰زره کارونو ایجاد.
۱۹ـ د ټولي ګډوډ شوی بریښنایی حکومتوالۍ بیا فعالول.
۲۰ـ د ګمرکونو او مالیاتی ادارو فعالولو او فساد پکې صفر ته راکښته کول.
۲۱ـ په ۷۸ کاری ورځو کې د نږدی ۲۷۰۰۰ میلیونه افغانیو راټولولو. دا په داسې حال کې چې د وارداتو کچه په لویه کې راټیټه شوی او تر ټولو مهمه داچې حکومت د اساسي توکو لکه اوړو، بورې غوړیو او سون توکو پر سر نږدی ۷۰ سلنه مالیه هم کمه کړې دی.


د حکومتوالۍ او دولتي نورو ګڼو خدماتو او لاسته راوړنو په برخه کې هم د یادونې وړ مثالونه شته:
۲۲ـ د عامی روغتیا وزارت له اړخه د ۱۴ میلیونه افغانانو وړیاه درملنه کول.
۲۳ـ ولس ته د غوره او بشپړو خدماتو د وړاندی کولو په موخه د حکومت د ټولي ادارې او تشکیلاتی اډانې فعالول او پر کار پیل.
۲۴ـ پر لومړی ځل له پاکستانی لوری سره د کراچۍ، ګوادر او واګی بندرونو پر سر خبری شوی او هغوی له دې مهمو، اسانو او ارزانو لارو د افغان ترانزیټ او تجارت د بیا پیل هوکړه کړی.
۲۵ـ د لسګوونو زره هکټاره ځمکو د غصب، د قاچاق د مخنیوی او د ځنګلونو له وهلو څخه د مخنیوی په موخه د ۴۵۰ کسیزی قطعې رامنځته کول.
۲۶ـ ټولګډونه او هېوادشموله حکومت جوړول.
۲۶ـ د نشه یی توکیو او مسکراتو سره د مبارزی په برخه کې د زرګوونو معتادینو وړیا درملنه، د نشه یی توکو د کښت صفر کول او د سلګوونو کیلو ګرامه نشه یی توکو نیول.
۲۷ـ د انسان د قاچاق په خلاف منظمه، هدف محوره او نتیجه لرونکې مبارزه.
۲۸ـ د روڼتیا، مسوولیت پذیری او ځواب وینی پیاوړی کیدل.
۲۹ـ د صفوفو د تصفیی کمیسون له لارې ولسی حکومتواله ته لاره پرانیستل، تر څو د بشر حقونو ناقضین، غله، داړه ماران، له قانون څخه فراریان، مضره اشخاص او ډلي د نظام د قانونمند کیدو او ولسي تابه په لار کې خنډ نشي.
۳۰ـ د حکومتی انحصار پایته رسول او د قدرت د ویش په برخه کې عادلانه ګامونه اخیستل.
۳۱ـ ښځو ته د هغوی د تعلیم، کار او مصونیت په برخه کې د میکانیزم محوره کار جریان.
۳۲ـ د مذهبی، قومی او ژبنیز تعصب ختم او د اقلیتونو د حقونو د تضمین او ساتنې په برخه کې د پام وړ هڅې.


مګر طالب ته د وطن واکمني داسې مهال انتقال شوه، چې د ملي اقتدار هرڅه په قمار وهل شوی وو، د وطن ملی امیانۍ چور شوی وه، د ۹۰ سلنه افغانا د فقر تر کرښې لاندی ژوند کول، افغانستان د نړۍ د فاسدو حکومتونو په لیست کې ۲۰ کاله لومړی نوم وو، د وطن ټوله سرمایه له وطن څخه ایستل شوی وه، مافیا دولتی شوی وه، حکومت پخپل منځ کې په ډلو ټپلو ویشل شوی وو، داسې چې د واک د وېش جرګې به یی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې کولی او یو وخت خو داسې هم راغي چې د جمهوریت ۲ مدعیانو ځانونه د یوه دیوال په واټن کې ولسمشران اعلان کړل.


دې خلګو یوازی په دې هم بسنه ونه کړله بلکی د جګړې دوام ته یی کار وویل، د سولې سره یی جګړه اعلان کړه او د سولې د مدافعانو وژل، ګواښل او د سولې سبوتاژ د وخت د حکومت سیاست وو، د اشغال حضور ته د دلایلو تراشلو ترڅنګ یې د ډیورنډ په فرضي کرښې له پنجابی اسټبلیشمینټ سره د ازغځن تار په کښولو هم هوکړه وکړه او دا د بیلتون اسراییلي تارونه د غنی په امریتی ـ جمهوریت کې بشپړل شول.

ددې ټولو سربیره د افغانستان جغرافیوی سالمیت د فیډرالیزم له وباه سره مخ وه، له ملی هویت، افغانستان او افغان تاریخ څخه منکرین د مدنیت سرلارې بلل کیدل، د ملک پاچا په پردې خیرات خلګ کرایی کول او پر هغوی یې د جمهوریت په ننګه خپل ولس وژل، دوی به د پردیو جنایتونو، بمباردونو او وحشتونو پورونه هم په جارر پخپله غاړه اخیستل، تنظیمي ټوپکیانو او پاټکیانو هم لکه د وچې مار خپل زوړ پوست اچولی وو، دوی هم له هېڅ رنګه بدنامۍ او بی باکۍ څخه دریغ ونه کړل.
طالب د داسې یوه وضعیت په منځ کې افغانستان لومړی له یوه خطرناک ګړنګ څخه چې د افغانستان ماتیدل او پاشل کېدل وو بچ او په یوه تاریخی آزادی او خپلواکې یې ونازول او ورپسې یې داسې مهال چې خپله لوڅې پښې او نهر ګرزېدل او لا یې د ۲۰ کلن مقاومت او مبارزی ګردونه په مخ او ستړې یې په وجود کې له ورایه مالومیدې، مګر قرار او دمه یې ونه کړله، بلکې د وطن د اقتصادی ځان بساینې، سیالۍ او ملت ته د خدماتو وړاندې کول او افغانستان راپورته کولو بل جهاد یې پیل کړل.
درنښت