که په، څه، نیکه، واده، ته، زه، او خواړه " پۀ، څۀ، نیکۀ، وادۀ، تۀ، زۀ، او خواړۀ" ولیکو د لیکلو موخه او ګټه به یې څه وي؟
د ځینو کلمو د لیکنۍ بڼې د غوراوي یو علت د التباس مخنیوی وي. پورتني مورفیمونه له نورو کومو مورفیمونو سره التباس لري چې باید د هې پر سر همزه ورکړو؟
ښایي له غور وروسته وایئ، چې د التباس د راپیداکېدو ویره خو یې نشته. هو، همداسې ده که په، څه او نیکه بې همزه ولیکو هم همدا مانا لري او که یې په همزې سره یې ولیکو هم همدا. دا چې ځینې یې " پۀ، څۀ او نیکۀ. لیکي نه پوهېږم دلیل به یې څه وي؟ که دلیل یې د التباس مخنیوی وي، نو د دې وییونو اړوند د التباس څه څرک نه لګیږي او که دلیل یې د نومیالي ژبپوه حبیب الله تږي هغه انتقاد وي، چې په "نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل" اثر کې یې د پښتو ټولنې په هغې پریکړې کړی و، چې له مخې د هې دواړه ډولونه په یوې لیکنۍ بڼه (ــه) لیکل پکار و.
د تږي صاحب د نیوکې دلیل هم د التباس مخنیوي ته ورګرځیده. او دا راز یې بل دلیل دا و، چې هر فونیم دې په یو بېل او جلا ګرافیم یا توري ولیکل شي، خو هغه د خپلو خبرو په دوام د انګلیسي ژبې ځینې بېلګې هم راوړي، چې د هر فونیم لپاره یوازې د یوې نښې یا توري خبره پکې د صدق وړ نه ښکاري. لکه C چې کله د K او کله د S فونیم ښيي. بله خبره دا ده، چې د دغه التباس بېلګې ښایي دوه، درې کلمې وي، نو اوس ټولې هغه کلمې، چې په زورکي* پای ته رسیدلې وي ولې له همزې سره ولیکو؟
د دې پوښتنې ځواب راته دا هم په ډاګه کولای شي، چې د دوه درې کلمو د التباس د مخنیوي لپاره مهمه نه ده، چې د ډېرو کلمو بڼه ور بدله کړو. ځکه هغه دوه درې کلمې په جمله له کاریدو او قراینو پیژندلای شو، چې مثلا له زړه د دل مفهوم واخلو که د زړې" د زوړ مونثه بڼه"؟.
څه ارام کاندي حاصل په دا جهان زړه
چې مدام ریږدي له بیمه د اسمان زړه.
په دې او داسې نورو ډېرو بیتونو کې چې د (زړه) کلمې سره پکې مخ کېږو هېڅ وخت له " دل" پرته د بلې کلمې ګومان نه ورباندې کوو.
بله خبره دا ده چې که زورکي ته همزه "ء" ورکوو بیا نو نورې ډېرې کلمې دي چې په هغو کې یې هم مراعات خبرې راولاړولای شي. د بېلګې په ډول: شل" بیست" او تل" همیشه" هغه کلمې دي چې لومړی توری یې باید په زورکي ولوستل شي، ځکه که په زورکي و نه لوستل شي مانیز توپیر پېښوي. اوس چې د زورکي لپاره په دغو کلمو کې همزه ء و نه لیکل شوه بیا یې د کوچنۍ هې پر سر لیکل څه مانا او څه ګټه؟
ټول هغه وییونه چې اوښتی حالت یې د منځ واو په غورځیدو او په پای کې د کوچنۍ هې یا زورکي په وریاتیدو ټاکل کېږي، که په هر حالت کې یې د هې له پاسه همزه ورکو د تکلیف تر څنګ به یې په رسم الخط او لیکدود کې بېخوندي هم راولاړه کړې وي.
استاد اسدالله غضنفر ( د نثر لیکلو هنر) په لومړي چاپ کې د کوچنۍ هې یا زورکي له پاسه د همزې " ء" بشپړ مراعات کړی، خو پخپلو وروستیو اثارو لکه کلتور او ټولنه، څراغ او جادوګر هنر کې یې دا کار پریښی او د هې دواړه ډولونه یې په یوې لیکنۍ بڼه(ــه) لیکلي. زموږ په اوسني لیکدود کې د کوچنۍ هې یا زورکي له پاسه د همزې مراعات بیخي لږ دی او که چورلټه ترې تېر شوو، د لیکدود یووالي ته به وفادار پاتې شوي يو.
*زورکی: د پښتو ژبې ځانګړی حرکت دی، چې توري په حرکت راولي او اواز له فتحې څخه ښکته لوري ته مایل کوي. لکه د تل" همیشه" په کلمه کې چې که په فتحې سره یې ولولو، نو د سمندر د تل مانا به ورکړي.
وروستي